سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا د رباني او حکمتیار د تلویزونونو تړل کېدو ته...

د طالبانو لخوا د رباني او حکمتیار د تلویزونونو تړل کېدو ته غبرګونونه

تاند (۴ شنبه، د حمل ۲۸ مه)  د طالبانو د رژیم لخوا په کابل کې د جمیعت اسلامي ګوند د تلویزون « نور» او د حزب اسلامي ګوند د « بریا» تلویزون تړل کېدل له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې دا عمل غیر قانوني ګڼلی او ویلي، چې دغه عمل د افغانستان له رسنیزو قوانینو سره، چې طالبانو یې تر اوسه ځای ناستي قوانین نه دي رامنځته کړي، په ټکر کې ده.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان ویلي، چې طالبان به د دوی غږ غلی نه کړای شي.

د هغه په وینا، د دوی تلویزون تر ډېره دیني خپرونې کولې، خو طالبان هر هغه څه  چې د دوی اړوند نه وي، منع کوي او د ده په وینا، خپله که د دین خلاف کړنې هم ترسره کړي، توجیهات ورته لټوي او ملاتړ یې کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خُبیب غفران بیا ویلي : ” نور ټلویزیون له مکررو توصيو او اخطارونو سربېره ژورناليستيکي اصول نه مراعاتول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبني او سمتي تعصب ته یې لمن وهله او ، همدا رنګه د “بریا او نور ټلویزیونونو د امتیاز خاوندان چې په هېواد کې نشته او په مسلسل ډول د نظام د تخریب لپاره پوچ تبلیغات کوي؛ نو د دغو موضوعاتو پر اساس پرېکړه وشوه چې د یادو رسنیو دوسيې محکمې ته راجع شي او تر هغه وخته یې نشرات وځنډول شي”.

خُبیب زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ملاتړ او غښتلیا لپاره کار کوي او د رسنیو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې په خپلو نشراتو کې دې اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او د رسنیو اصول په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمیعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د طالبانو خلاف په ترکیه کې د ملي مقاومت د شورا په نوم د جوړې شوې ډلې له مشرانو دی او په کابل کې مېشت د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم په وروستیو کې پر طالبانو توندې ضمني نیوکې لرلې.
څارونکي وایي، چې د دواړو سیاسي ډلو اړوندو دغو تلویزونونو هم د طالبانو په اړه انتقادي خپرونې لرلې؛ هغه څه چې د دوی په باور، طالبان یې زغم نه لري او د اسلام او هېواد ضدو خپرونو په نوم یې سمدستي د مخنیوي لپاره ګام اخلي.

4 COMMENTS

  1. د ااا تر ټولو ښه پریکړه ده.
    د طالیبانو ښو کارونو ته به ښه وایو او بدو کارونو ته به یی بد وایو.
    ګلبدین او ربانی په کابل کی د چوکۍ او قدرت پر سر په خپلمنځی جګړو کی ۷۰۰۰۰ اویا زره انسانان په وحشتناک ډول قتل کړل. د دغی دواړو ډلو او تنظیمونو د لاسه افغانان نن ننی حالت ته راورسیدل.

    د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې دا عمل غیر قانوني بللی. که په دقیق ډول د دغو بی خبره خبریالانو مغز ولټوی شاید بی پری او بی ونډی ونه اوسی. دغه خبریالان دیی یو ځل د شهید مجروح او میرویس ژورنالست د یتیمانو خبر هم واخلی. او هم د شهیدی ناهید چه د مکروریانو څخه یی د عزت په خاطر خپل خوږ ځان وغورځاوه او داسی په زرهاوو نور مظلوم هیواد وال…..

    د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان د پلار په ناروا او شډلو مفکورو ککړ انسان دی. چه په لمړی ځل یی غازی امان الله خان ته د کافر او سقاو ته یی د مسلمان خطاب وکړه.
    د ربانی ځوی او د ګلبدین ځوی افغانستان ته خیر او خدمت نشی کولای او تل به په پردیو ملکونو کی بی هویته ګرڅی.
    لنډه داچه د ګلبدین او ربانی د تلویزنونو د بندیدو پریکړه د افغانانو لپاره د خیر پریکړه ده.

  2. د راکټیار او ربانی اعمال په هیڅ ډول د توجیه وړ ندئ. خو د ټرلیبانو یکه تازې هم د زغملو وړ ندئ. تر څو چې، په ټولنه کې انتقاد نه وي ،هلته سمون او اصلاح امکانات ډیر کم وئ. ټرلیب د راکټیار سره د بیعت په سر مشکلات لرئ . او دا هم ښکاره دي چې، راکټیار اوټرلیب دواړه له یوې چینۍ خړوبیږي. د پښتنو خبره اس یو دي ای آیس ای او غوږونه یې دوه: یو غوږ یې راکټیار او بل غوږ یې ترلیبان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب