Homeخبرونهپه استانبول کې د ځینو قبرونو بیې تر ۸ زره ډالرو لوړې...

په استانبول کې د ځینو قبرونو بیې تر ۸ زره ډالرو لوړې شوي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د ترکیې د استانبول ښار د نویو قبرونو بیې د پراخو بحثونو سبب شوې دي. دا بحثونه او نیوکې وروسته له هغه تودې شوې چې د ښاروالي له خوا د ښخولو لپاره د ځانګړیو ځمکو د فیسونو نوې لېست خپور شو. په دې لېست کې ښکاري چې د قبرونو بیې د هغوی د جغرافیایي موقعیت او د خلکو د غوښتنې له مخې ډېر توپیر لري.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په استانبول کې د ښخولو لپاره د تر ټولو ارزانه قبر بیه ۱۰ زره او ۷۲۸ ترکي لیرې ده، چې نژدې ۲۷۰ امریکایي ډالره کېږي. په داسې حال کې چې د تر ټولو ګران قبر بیه ۳۳۴ زره او ۸۹۶ ترکي لیرې ده، چې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د استانبول ښار سلګونه هدیرې لري چې د ښاروالي تر ادارې لاندې دي. د ښخولو فیسونه د هدیرې د ډول، د خالي ځایونو د شتون او له یوې مېنې تر بلې پورې توپیر کوي. عموماً هغه هدیرې خلک خوښوي چې د ښار په مرکزي او تاریخي سیمو کې دي او دا د دې سبب شوې ده چې په دې سیمو کې د قبرونو بیې لوړې شي.

په ترکیه کې عموماً ښاروالي د خپلو اوسېدونکو لپاره د ښخولو لومړني خدمتونه وړیا یا د خپلو مقرراتو له مخې برابروي. خو که څوک وغواړي له مخکې د قبر ځای واخلي، یا خپل مړی په داسې هدیره کې ښخ کړي چې ځانګړی او غوره موقعیت ولري، نو باید ټاکل شوی فیس ورکړي. دغه فیسونه د هرې سیمې او د استانبول د هرې وړې ښاروالي د مقرراتو او د هدیرې د ظرفیت له مخې توپیر لري.

په ترکیه کې د ښاروالیو د خدماتو فیسونه، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو لکه استانبول کې، د خلکو د پام وړ موضوع ده. استانبول له ۱۶ میلیونو څخه ډېر اوسېدونکي لري، او د ښخولو لپاره د ځمکو د لوړې غوښتنې او په ځینو هدیرو کې د ځای د کمښت له امله، په هغو هدیرو کې چې ډېر غوښتونکي لري د قبرونو بیې د نورو سیمو په پرتله لوړې دي.

ترکیه په وروستیو کلونو کې د انفلاسیون او د ترکي لیرې د ارزښت د بدلونونو له امله د ژوند او بېلابېلو خدماتو د لګښتونو له پرله‌پسې لوړوالي سره مخامخ ده. د همدې وضعیت له امله په ګڼو لویو ښارونو کې د ښاروالیو د ډېرو خدماتو، د قبرونو او د ښخولو د فیسونو بیې هم لوړې شوې دي. دې چارې د ترکیې په دې تر ټولو ستر ښار کې د خلکو تر منځ بحثونو او انتقادونو ته لارې پرانیستې دي. په خواله رسنیو کې تر ډیره ښاروالي ملامته بلل کیږي او په تلویزیوني بحثونو کې پر حل لارو بحثونه کیږي چې څرنګه دا ستونزه حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...