تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د سېشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ایران پر ضد یې د هوايي بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.
سینټکام په اېکس (پخواني ټویټر) کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د ایران هغه پوځي وړتیاوې کمزورې کړي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښ لپاره ترې کار اخلي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د امریکا د ختیځ په وخت د ماسپښین په درې بجو (د ایران په وخت د شپې ۱۰:۳۰ بجې) پیل شول، هممهاله امریکايي ځواکونه د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو د سمندري محاصرې د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.
سینټکام وروسته اعلان وکړ چې د امریکا د ختیځ وخت د مازدیګر له څلورو بجو سره سم (د ایران په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې) یې د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې نوی پړاو رسماُ پیل کړی دی. د دوی په وینا، دا محاصره هغه بېړۍ هم رانغاړي چې د ایران بندرونو ته ځي یا ترې وځي.
بل لور ته د ایران پوځ ادعا کړې چې په اردن کې یې د امریکا د ځواکونو د «الازرق» پوځي اډه د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو ویشتلې ده.
د ایران سپاه پاسداران هم په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې په بحرین کې د «شیخ عیسی» او په کویت کې د «علي السالم» په اډو کې یې د امریکايي ځواکونو د وسلو زېرمې، د بېړیو او الوتکو پرزې، او د MQ-9 بېپیلوټه الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکزونه په نښه کړي دي. ایراني چارواکو د دغو بریدونو د دقیق وخت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
هممهاله، د ایران دولتي رسنیو د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی.
د ایران د کورنیو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د بمپور، چابهار او هنگام ټاپو په سیمو کې چاودنې شوې دي. مهر خبري اژانس هم ویلي چې د بوشهر اتومي بټۍ شاوخوا د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.
په یوه بل پرمختګ کې، د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر وړاندې د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، د محمدحسین شمخاني اړوند ۱۰ کسان، ۲۴ سمندري او سوداګریز شرکتونه او ۲۰ سوداګریزې، کانتینري، بار وړونکې او د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د بندیزونو په نوي لېست کې شاملې شوې دي.
له بلې خوا، د کویت پوځ ویلي چې د ایران د توغندويي او بېپیلوټه بریدونو له امله د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ زیانمنه شوې او د بېړۍ څلور پوځیان ټپیان شوي دي.
د کویټ د وسلهوالو ځواکونو ویاند ډګروال سعود عبدالعزیز الاطوان ویلي، د ایران بریدونو ځینې حیاتي او ملکي تأسیسات هم زیانمن کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو او چاودنو ټوټې لوېدلې دي چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
تر اوسه امریکا، بحرین او اردن د ایران د ادعا شویو بریدونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي او د دواړو لورو د ادعاوو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.