تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) په قطر کې د امریکا تر ادارې لاندې د السیلیه (Camp As Sayliyah) په نوم د کډوالو په کمپ کې مېشتو افغانانو د تېرې اوونۍ په پای کې د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره انلاین غونډه وکړه او د خپل ژوند، راتلونکي او روانو ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
دا افغانان د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د بیا مېشتېدو د پروګرام په ترڅ کې قطر ته انتقال شوي وو.
خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې دورې له پیل سره سم، د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو د انتقال پروسه ودرول شوه. وروسته ټرمپ پر افغانانو د سفر او ویزې بندیز هم ولګاوه.
په دغه کمپ کې هغه افغانان او د هغوی کورنۍ ژوند کوي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې په لړ کې یې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې وه. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې تر ۱۱۰۰ ډېر افغانان په دې کمپ کې پاتې دي.
د افغان ایواک (AfghanEvac) غیرانتفاعي بنسټ د معلوماتو له مخې، په کمپ کې تر ۴۰۰ ډېر ماشومان او ۱۷ امیندواره ښځې هم ژوند کوي.
دا غونډه د شنبې په ورځ د زوم (Zoom) له لارې ترسره شوه. د امریکا د استازو جرګې غړي سکاټ پیټرز د کانګرس د پلاوي مشري کوله، او د کلیفورنیا استازی لو کوریا او د کنیکټیکټ سناتور ریچارډ بلومنټال هم پکې ګډون درلود.
افغان کډوالو قانون جوړونکو ته وویل چې ډېری اوسېدونکي له سختو رواني ستونزو سره مخ دي او د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.
یوې افغانې مېرمنې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې ونه غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې له خپلو درېیو ماشومانو سره له یو کال او اوو میاشتو راهیسې په دغه کمپ کې اوسي.
هغې وویل:
«زما تر ټولو لویه اندېښنه زما ماشومان دي. هغوی نژذې دوه کاله کېږي چې ښوونځي ته نه دي تللي او له زده کړو وروسته پاتې شوي دي.»
ټاکل شوې ده چې دغه کمپ د سپټمبر میاشتې په پای کې وتړل شي. د راپورونو له مخې، امریکا د دې امکان هم ارزوي چې دغه کډوال د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي یا یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پخوانی بریدمن شان جمشیدي، چې په افغانستان کې زېږېدلی او په امریکا کې لوی شوی دی. د کورنۍ پنځه غړي هم په همدې کمپ کې ژوند کوي.
هغه د کانګرس غړو ته وویل:
«زه نور نه پوهېږم خپلو خپلوانو ته څه ووایم. تل ورته وایم چې صبر وکړئ، خو اوس نور بس دی. داسې وخت راغلی چې نور هېڅ د ویلو نه دي پاتې. په دې اړه، له ولسمشر پرته بل هېڅوک عملي اقدام نه شي کولای.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه تازه راپور له مخې، دا مهال له ۲۳ زرو څخه د ډېرو افغانانو د ویزو منظور شوي غوښتنلیکونه د پروسس په حال کې دي، خو په روان مالي کال کې هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه (SIV) نه ده ورکړل شوې.
سناتور ریچارډ بلومنټال د افغان کډوالو کیسې «زړه بوږنوونکې» وبللې او ویې ویل چې دا وضعیت د عدالت او انصاف له احساس سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی.
په داسې حال کې چې د نړۍ د ډېری هېوادونو لپاره د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه کنګل شوي، د ټرمپ ادارې د جنوبي افریقا د سپینپوستو لپاره استثنا رامنځته کړې ده.
د روان مالي کال په ترڅ کې د جنوبي افریقا زرګونو سپینپوستو ته په امریکا کې د کډوالۍ حق ورکړل شوی، او د ټرمپ اداره پلان لري چې زرګونه نور هم ومني.
د کانګرس غړو افغان کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر مارکو روبیو او د کانګرس پر نورو غړو به فشارونو ته دوام ورکړي، څو د دغو افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره حللاره وموندل شي.