تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د نیویارک ټایمز او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل استخباراتي ادارې موساد په تېرو څو کلونو کې هڅه کړې وه چې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدينژاد له ځان سره همکار کړي او د احتمالي سیاسي بدلون په صورت کې یې د ایران د راتلونکي مشر په توګه مطرح کړي. دغه ادعاوې د ایراني، اسرائیلي او لوېدیځو چارواکو له قوله خپرې شوې، خو تر اوسه نه موساد او نه هم احمدينژاد په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د موساد او احمدينژاد ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې، هغه مهال چې احمدينژاد د ایران له اوسني نظام څخه خپل واټن زیات کړ، د حکومت پر ځینو سیاستونو یې نیوکې وکړې او د اصلاح غوښتونکي سیاستوال په توګه یې د ځان د معرفي کولو هڅه پیل کړه. اسرائیلي چارواکو باور درلود چې نوموړی ښايي د راتلونکي سیاسي بدلون لپاره یو مناسب انتخاب وي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د هنګري د حکومت یوه جګپوړي چارواکي په ناڅاپي ډول د بوداپست د «لودوویکا» د عامه خدمتونو پوهنتون له رئیس ګرګلي ډېلي څخه وغوښتل چې د اقلیمي بدلونونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدينژاد هم ورته راوبولي.
نیویارک ټایمز د هغو امریکايي او ایراني چارواکو له قوله، چې د عملیاتو له جزییاتو خبر وو او د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې، لیکلي چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د احمدينژاد سفرونه د اسرائیلو د څو کلن پټ پلان برخه وو. د راپور له مخې، د موساد هدف دا و چې احمدينژاد د یوې استخباراتي سرچینې په توګه ځان ته جذب کړي او په مناسب وخت کې یې د ایران د نوي مشر په توګه مطرح کړي.
د راپور له مخې، د احمدينژاد جذبول د اسرائیلو لپاره دومره مهم و چې د موساد د هغه وخت مشر ډېوېډ بارنیا په ۲۰۲۴ کال کې په خپله د هنګري پلازمېنې بوداپست ته سفر وکړ، څو له نوموړي سره مخامخ وویني. د پخوانیو امریکايي چارواکو په وینا، دا لیدنه د موساد د هغه پراخ پلان یوه مهمه برخه وه چې د ایران د احتمالي سیاسي بدلون لپاره یې چمتو کړی و.
راپور زیاتوي چې د موساد د هغه وخت مشر ډېوېډ برنیا په ۲۰۲۵ کال کې په هنګري کې، د بوداپست ښار د اقلیمي کنفرانس په څنډه کې، له احمدينژاد سره پټه ولیدل. ویل کېږي د دې سفر لګښتونه هم د موساد له لوري برابر شوي وو او دواړو لورو څو نورې پټې غونډې هم ترسره کړې وې.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو دغه پټ پلان وروسته د «Puss in Boots» په نوم عملیاتو برخه وګرځېد. ویل کېږي، کله چې په ایران کې د رژیم د بدلون امکان ارزول کېده، موساد غوښتل احمدينژاد د بدیل مشر په توګه معرفي کړي. خو دا پلان بریالی نه شو، ځکه احمدينژاد وروسته له هغه خوندي ځایه ووت چې د موساد له لوري ورته برابر شوی و او عملیات له ستونزو سره مخامخ شول.
ځینې راپورونه ادعا کوي چې احمدينژاد اوس د ایران د سپاه پاسداران تر څارنې لاندې نظربند دی، خو د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې. همداراز، اسرائیلي چارواکو هم د دغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
احمدي نژاد د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د لنډ وخت لپاره ولیدل شو، بیا نه دی لیدل شوی.
دغه ادعاوې له دې امله هم د پام وړ بلل کېږي چې احمدينژاد د خپلې ولسمشرۍ (۲۰۰۵–۲۰۱۳) پر مهال د اسرائیلو له سختو منتقدانو څخه و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سختو لفظي شخړو یو مهم شخصیت ګڼل کېده. که دا راپورونه سم وي، نو دا به د سیمې د استخباراتي او سیاسي اړیکو له تر ټولو غیرمعمولي او جنجالي قضیو څخه وي.
یادونه: دا معلومات د نیویارک ټایمز، هاآرتص او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دي. تر اوسه دا ادعاوې په اړه خپلواک او رسمي ډول تایید شوي نه دی، او موساد، د اسرائیل حکومت او د احمدينژاد دفتر په رسمي ډول پرې تبصره نه ده کړې.