Home+د تدافع (متقابل غبرګون) الهي قانون 

د تدافع (متقابل غبرګون) الهي قانون 

هغه خوځښت چې ژوند ژغوري او هغه تله چې د ځمکې د ورانېدو مخه نیسي

ليکوال: حموده محمد محمد

ترجمه: تاند انديش

له تاسو اجازه غواړم چې خبره لږ اوږده کړم؛ ځکه حق غوښتونکی روح هيڅکله د رڼا له لیدلو نه مړېږي.

د رحمن او رحیم الله په نامه

یو له هغو سترو سنتونو او قوانینو څخه چې قرآن حکیم روښانه کړي او زموږ په فکري او تمدني شعور کې یې حضور تر ټولو کم دی، د «تدافع» الهي قانون دی. دا قانون هيڅکله یوازې جګړې ته د جګړې بلنه نه ده، نه د تاوتریخوالي ستاینه ده او نه د واکمنۍ او تسلط توجیه؛ بلکې دا یو داسې رباني قانون دی چې الله تعالی د کايناتو او تاریخ په خټه اغښلی دی، ترڅو پر ځمکه توازن وساتي، د فساد او ورانۍ مخه پرې ونیسي، ولسونه له درانه خوبه راویښ کړي او پر ژوند باندې د باطل د استبدادي واکمنۍ مخه ډب کړي.

که موږ قرآن ته پام وکړو، نو وبه ګورو چې هغه ژوند نه د تلپاتې چوپتیا او سکون په بڼه انځوروي او نه یې د ابدي جنګ په جامه کې ښيي؛ بلکې ژوند د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ یو داسې دوامدار خوځښت بولي چې هر یو یې د خپل واک او مسؤلیت خاوند دی او بیا د الله سنتونه د عدالت پر تله د دغه تدافع پایلې تلي او حکم ورباندې کوي.

لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:

﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ﴾ [البقرة: ٢٥١] (او که د الله له لوري د ځینو خلکو دفع کول په ځینو نورو باندې نه وای، نو ځمکه به خامخا خرابه شوې وای، مګر الله پر نړۍوالو باندې د لوی فضل خاوند دی).

او بل ځای فرمایي:

﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا﴾ [الحج: ٤٠] (او که د الله لخوا د ځینو خلکو مخنیوی د ځینو نورو په واسطه نه وای، نو د راهبانو صومعې، کلیساګانې، د یهودو معبدونه او هغه جوماتونه به خامخا نړول شوي وای چې د الله نوم پکې ډېر یادېږي).

دا دواړه ایتونه یو هېښونکی حقیقت راسپړي؛ په قرآني لید لوري کې تدافع کوم ناورین او ښېرا نه ده، بلکې یو ستر نعمت دی؛ ځکه همدا قانون د ځمکې د ورانېدو مخه نیسي، ابادي او تمدن ساتي، د عبادت ازادي خوندي کوي او د ځواک او واک د انحصار مخه نیسي.

له همدې ځایه موږ پوهېږو چې الله داسې یوه جامده نړۍ نه ده پیدا کړې چې خلک پکې هيڅ اختلاف ونه لري؛ ځکه اختلاف پخپله کوم شر نه دی، بلکې شر هله رامنځته کېږي چې کله اختلاف په ظلم بدل شي او تدافع د تېري بڼه غوره کړي.

په قرآن کې د تدافع مفهوم تر دې ډېر پراخ دی چې یوازې په جګړه کې راخلاص کړای شي. د تدافع بېلابېل ډګرونه شتون لري لکه:

  • د حق او باطل ترمنځ تدافع.
  • د علم او جهل ترمنځ تدافع.
  • د عدل او ظلم ترمنځ تدافع.
  • د اصلاح او فساد ترمنځ تدافع.
  • او پخپله د انسان په دننه کې د عقل او نفساني خواهشاتو ترمنځ تدافع.
  • د ضمیر او شهوت ترمنځ تدافع.
  • او د اخلاص او ریاکارۍ ترمنځ غبرګون.

له همدې امله د تدافع لومړنی ډګر د جګړې میدان نه دی، بلکې د انسان خپل زړه او روان دی. هغه څوک چې پر خپل شهوت غالب شي، خپل ځان د ریښتینولۍ لوري ته بیايي او په خپل دننه کې د ظلم په وړاندې ودرېږي، هغه په ټولنه کې تر ګډون دمخه د تدافع په دغه الهي قانون کې ورګډ شوی دی.

له همدې ځایه موږ د قرآني روزنې په راز پوهېږو؛ قرآن تر دې مخکې چې جنګیالي جوړ کړي، لومړی یو داسې ازاد او مسؤل انسان روزي چې له نورو سره تر مجاهدې وړاندې د خپل نفس په وړاندې د مجاهدې جوګه وي.

له همدې امله په ټولنو کې چې د فساد کوم رنګونه موږ ګورو، هغه ډېری وخت له هغه ځایه پیلېږي چې کله مشروع او سوله ییزه تدافع په ټپه ودرېږي:

  • که پوهان د حق له بیانولو چوپ شي، علم فاسدېږي.
  • که ازاد خلک د ظلم د مخنیوي پر وړاندې غلي شي، واکمني فاسدېږي.
  • که د عقل خاوندان د ناپوهۍ په وړاندې ونه درېږي، شعور فاسدېږي.
  • او که صالحان د فساد مخه ونه نیسي، نو فساد دومره خپرېږي چې په یو عام قانون بدلېږي او بیا د سمون او اصلاح غږ پورته کول خلکو ته یو نااشنا کار ښکاري.

دلته د دغه رباني سنت ستر حکمت لیدل کېږي؛ الله ونه غوښتل چې باطل وجود له دایرې څخه بیخي وباسي، بلکې هغه انسان ته دا وړتیا او ځواک ورکړ چې د باطل په وړاندې ودرېږي او مقاومت وکړي. ځکه له واک او اختیاره پرته نړۍ د ازمويښت ځای نشي کېدای او له تدافع پرته نړۍ د مسؤلیت پېژندلو ځای نشي جوړېدای.

له عامو تېروتنو څخه یوه دا ده چې ځینې خلک داسې انګېري چې تدافع د بل لوري (مخالف لوري) د بیخي له منځه وړلو په مانا ده. مګر قرآن داسې نه وايي؛ هغه یوازې دا غواړي چې حق د باطل په وړاندې تل ژوندی او حاضر پاتې شي، د رښتیا کلمه د درواغو او جعل په وړاندې ودرېږي او عدالت د ظلم د پرځولو ځواک ولري. موخه د تنوع او بېلابېلوالي له منځه وړل نه دي، بلکې موخه دا ده چې فساد د ژوند پر ډګر باندې خپله ديکتاتوري او انحصار رامنځته نه کړي.

له همدې امله الله داسې ونه فرمايل چې “ولولا دفع الله الكافرين بالمؤمنين“، بلکې ویې فرمايل:

﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ

ایت په یوه داسې عامه صیغه سره راغلی چې یو داسې ټولنیز او تاریخي سنت ثابت کړي چې تر تنګو، محدودو پېژندګلويو او تړاوونو ډېر پورته دی.

تاریخ شاهد دی چې ډېری هېوادونه او ولسونه له دې امله نه دي را نړېدلي چې د شتمنیو کمی یې درلود، بلکې له دې وجې ویجاړ شول چې په خپلو منځونو کې یې د سوله ییزې تدافع لارې بندې کړې وې. هلته یو فرد، یو ګوند، یوه طبقه او یا یوه اداره داسې مستبده شوه چې د نقد او تنقید دروازه یې وتړله، د فکر او نظر ازادي یې وزبېښله، د مراجعې او بیا کتنې روح یې مړ کړ او په دې توګه د هغوی زوال له دننه څخه پیل شو.

د قراني ليد له مخې تدافع د یووالي د ځپلو وسیله نه ده، بلکې د یووالي ساتونکې ده. هغه کورنۍ چې غړي یې یو له بل سره خبرې اترې کوي، یو بل ته نصیحت کوي او له تېروتنو تېرېږي، د هغې کورنۍ په پرتله ډېره پاتېدونکې ده چې خپلې ستونزې پټوي ترڅو یو ناڅاپه چاودنه وکړي. هغه ټولنه چې د مسؤلانه نقد اجازه ورکوي، تر هغې ټولنې ډېره پیاوړې ده چې پر هرې پوښتنې بندیز لګوي. او هغه ولس چې خپل افکار د وحې په رڼا کې تلي او بیا کتنه پکې کوي، تر هغه ولس ډېر کلک دی چې خپل بشري اجتهادونه دومره سپېڅلي کړي چې د بیا کتنې وړ یې نه ګڼي.

له همدې امله، د تدافع قانون د ازادۍ او مسؤلیت له قانون سره یو نه شلېدونکی تړاو لري. که د فکر کولو ازادي سلب شي، نو د تدافع هېڅ مانا نه پاتې کېږي او که مسؤلیت شتون ونه لري، نو ازادي خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له همدې امله قرآن تل په حکمت سره خبرو اترو ته، په غوره طریقه مجادلې ته او د دلیل او برهان قایمولو ته بلنه ورکوي، نه د عقلونو لغوه کولو ته. هغه تدافع چې الله یې غواړي، د توپک او وسلې تر غږ وړاندې د برهان او دلیل غږ دی او د غچ اخیستنې تر غبرګون وړاندې د اصلاح او سمون تدافع ده.

په قرآن کې د تدافع تر ټولو ژوره نمونه د وحې او د نفس د غوښتنو (هوا) ترمنځ غبرګون دی. پیغمبران د دې لپاره نه وو راغلي چې خلک په زوره تابع کړي، بلکې هغوی د دې لپاره راغلي وو چې دلیل قایم کړي او د انسانانو عقلونه د نفساني غوښتنو له بنده ازاد کړي. له همدې امله، د وحې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ تل هوس او نفساني غوښتنې وې، نه عقل. عقل که له تعصب څخه پاک شي، انسان د حق پلټنې لوري ته راکاږي، مګر هوس انسان د خپل ځان په دفاع پورې تړي، که څه هم د روښانه برهان پر خلاف وي.

له همدې کبله په قرآن کې داسې کلمې په کراتو تکرارېږي لکه:

  • حق …
  • باطل …
  • برهان …
  • بینه …
  • حجت …

ځکه رښتینې تدافع د بدنونو تر جنګ وړاندې د افکارو او نظریاتو ترمنځ مقابله ده. له همدې ځایه موږ پوهېږو چې د اجتهاد د دروازې تړل، د پوښتنو مخنیوی او هر مخالف ته د خاین په سترګه کتل هيڅکله له قرآني روح سره سمون نلري. پخپله قرآن له خبرو اترو، پوښتنو، د دلیل له وړاندې کولو او د کايناتو او نفس په دایره کې انسان تفکر او تدبر ته له بللو ډک دی. الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو له پوښتنو څخه هيڅ وېره نلري، بلکې امر ورته کوي چې پوښتنې وکړي، تدبر وکړي او په خپل دننه او بهرنۍ نړۍ کې پام وکړي. همدا هغه تدافع ده چې تمدن رامنځته کوي.

مګر که چېرې دا تدافع په تعصب، کرکې او د انسان د کرامت تر پښو لاندې کولو بدله شي، نو بیا له خپل قرآني هدف څخه وتلې ده او پخپله په یو داسې فساد او بې لاري بدله شوې چې د تدافع قانون کټ مټ د همدې د مخنیوي لپاره راغلی و.

نن ورځ زموږ ولس او امت د تدافع د لغوه کولو په لټه کې نه دی، بلکې د هغې د خوندور او مهذب کولو ته ډېره اړتیا لري؛ دا چې زموږ تدافع پر اشخاصو له جګړې څخه د حق په خدمت کې د سیالۍ ډګر ته راوګرځي. د مذهبي جګړو پر ځای د الله د مراد او خوښۍ په ګډه پلټنه بدله شي او د ځان غوښتنې د بریا پر ځای د حقیقت د بریا لاره خپله کړي. یو ولس هيلو ته نه رسېږي که چېرې پر یوه تېروتنې باندې اتفاق وکړي او هيڅکله د اختلاف له امله نه نړېږي؛ بلکې ویجاړی هله رامنځته کېږي کله چې اختلاف په دښمنۍ بدل شي، خبرې اترې په جګړې واوړي او رغنده نقد د یو بل د رسوا کولو وسیله وګرځي.

له همدې امله هغه تدافع چې قرآن یې غواړي، د انسان کرامت ساتي، د فکر ازادي خوندي کوي، عدالت قایموي، د ظلم مخه نیسي او په پای کې د پرېکړې واک د ځواک پر ځای برهان او دلیل ته سپاري.

کله چې موږ تاریخ د دغه رباني قانون په رڼا کې لولو، نو پوهېږو چې د ملتونو نړېدل د لښکرو له کمزورتیا نه پیلېږي، بلکې هله رامنځته کېږي کله چې هغه داخلي تدافع مړه شي چې تېروتنې سموي، مفسدین حساب کتاب ته رابولي او ویده ضمیرونه راویښوي. که بیا کتنه او مراجع مړه شوه، ولس مړ کېږي. که پوښتنه بنده شوه، راتلونکی له منځه ځي. او که نقد خاينتوب وبلل شو، نو زوال او تباهي بیخي نژدې ده.

له همدې امله، د تدافع قانون پر بندګانو باندې د الله د رحمت یو له تر ټولو سترو نښو څخه ده؛ ځکه دا قانون پر ځمکه باندې د باطل د پوره او هوسا استقرار مخه نیسي او تل د حق د بېرته راستنېدو دروازه پرانیستې ساتي، تر هغه وخته چې د خلکو په منځ کې د رښتیا یوه کلمه، یو ازاد عقل او یو مخلص زړه وجود ولري.

د دغه عظيم قرآني قانون له مخې زموږ د دغه سفر په پای کې، موږ پوهېږو چې تدافع يو منفي برخلیک نه دی چې موږ ترې وتښتو، بلکې دا یو مثبت قانون دی چې موږ پکې په خپل علم، عدل، رحمت، ښکلې خبرې، صالح عمل او د خلکو په منځ کې په سوله او اصلاح سره برخه اخلو.

رښتینی مؤمن هغه نه دی چې له تدافع څخه د وېرې له امله له ژونده ګوښه شي او نه هغه څوک دی چې د شخړو او جګړو اور ته نور تېل وپاشي؛ بلکې مؤمن هغه څوک دی چې له دغه تدافع څخه د حق د څرګندولو، د باطل د پرځولو، د انسان د جوړولو او د ځمکې د ابادولو لپاره یوه رڼه لاره جوړه کړي.

قرآن موږ ته همدا درس راکوي: ژوند په جمود نه ساتل کېږي، په چوپتیا نه ابادېږي او په استبداد او ظلم نه سمېږي؛ بلکې ژوند په داسې تدافع ساتل کېږي چې په حق باندې سمبال وي، په داسې ازادۍ چې په مسؤلیت سره پيل شوې وي، په داسې عدالت چې د چا پلویتوب ونه کړي او په داسې رحمت چې د ټولو انسانانو لپاره غېږه پرانیزي. کله چې دا مفاهیم او ماناګانې سره غاړه غړۍ شي، ځمکه اباده پاتېږي، انسان د خلافت او امانت لیاقت ساتي او وحې د رڼا په توګه د تاریخ خوځښت د عدالت او خیر لوري ته رهبري کوي.

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [يوسف: ٢١] (او الله پر خپل کار باندې پوره برلاسی دی، مګر ډېری خلک پرې نه پوهېږي).

هدف یوازې د الله رضا ده، همغه نېغې لارې ته لارښوونه کوي.

« وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...