تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په راتلونکو کلونو کې به په نړۍ کې د سرطان ناروغي ډېره زیاته شي.
د دې راپور له مخې، چې تېره اوونۍ (د جولای ۸ مه) یې خپور کړی، له هر ۵ کسانو څخه ۱ کس به د ژوند په یوه پړاو کې په سرطان اخته شي. همداراز، دا ناروغي به د نړۍ د ۹۲ سلنه خلکو ژوند اغېزمن کړي، یا به خپله پرې اخته شي او یا به یې د کورنۍ نژدې غړی پرې اخته وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د کنټرول مشر ډاکټر اندري ایلباوي وویل، که څه هم د سرطان په درملنه او نوې ټکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ شوی، خو دا پرمختګ لا هم د نړۍ ډېرو ناروغانو ته نه دی رسېدلی.
د راپور له مخې، د سرطان د مخنیوي، ژر تشخیص، درملنې او پاملرنې په برخه کې لا هم د بېوزلو او شتمنو هېوادونو ترمنځ لوی توپیر شته.
اوس مهال هر کال شاوخوا ۲۰.۶ میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي او نژدې ۱۰ میلیونه کسان ترې مري. اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د سرطان نوې پېښې کابو ۳۵ میلیونو ته ورسېږي.
په شتمنو هېوادونو کې د سینې سرطان یا د ماشومانو د سرطان له ناروغانو څخه ۸۵ سلنه لږ تر لږه پنځه کاله ژوند کوي، خو په بېوزلو هېوادونو کې دا شمېر له ۳۰ سلنې هم کم دی.
راپور وایي چې په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې د سرطان مهم درمل ډېر کم موندل کېږي، او په ۲۳ هېوادونو کې د وړانګو (Radiotherapy) د درملنې هېڅ مرکز نشته.
که څه هم په افریقا کې د سرطان د تشخیص شمېر لږ دی، خو د سرطان له امله د مړینو کچه پکې ډېره لوړه ده.
د نړۍ نژدې دوه پر درېیمه برخه هېوادونه د عامې روغتیا په خدماتو کې د سرطان درملنه نه لري. د درملنې لوړ لګښتونه هم سبب کېږي چې په ځینو سیمو کې تر ۹۰ سلنه ناروغان درملنه نیمګړې پرېږدي.
د ناروغانو او د هغوی د کورنیو یوې نړیوالې سروې ښودلې چې سرطان نه یوازې روغتیا، بلکې د خلکو پر اقتصاد، رواني حالت او د کورنیو پر ژوند هم سخت اغېز کوي.
په نایجیریا کې د سینې سرطان یوه ژغورل شوې ناروغه، ابيګیل سایمن-هارټ، وویل چې داسې کورنۍ یې لیدلې چې د ماشوم د ښوونځي او د سرطان د درملنې ترمنځ یې یو انتخاب کاوه، او ځینې ماشومان اړ شوي چې د کورنۍ د درملنې د لګښت له امله خپلې زده کړې پرېږدي.
هغې دا هم وویل چې په ځینو ځایونو کې خلک د سرطان له نوم څخه دومره شرمېږي چې ځینې ښځې د سینې د لرې کولو عملیات نه مني، که څه هم همدا عملیات یې ژوند ژغورلای شي.
راپور ځینې ښه خبرونه هم لري. د بېلګې په توګه، د رحم د غاړې د سرطان د له منځه وړلو لپاره ښه پرمختګ شوی، د تنباکو کارول کم شوي، او اوس ډېری هېوادونه د سرطان پر ضد ملي تګلارې لري.
د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې یوې چارواکې وویل چې له هر ۱۰ نویو سرطانونو څخه ۴ یې د هغو خطرناکو علتونو له کبله رامنځته کېږي چې مخنیوی یې ممکن دی، لکه:
* سګرېټ او نور تنباکو،
* ځینې انتانات،
* د الکولو کارول،
* او ډېر وزن.
په پای کې، د WHO کارپوهانو له ټولو حکومتونو وغوښتل چې د سرطان د مخنیوي، ژر تشخیص، درملنې او د ناروغانو د پاملرنې لپاره لا ډېرې پانګونې وکړي، او د ناروغانو پاملرنې ته همدومره ارزښت ورکړي لکه د درملنې پرمختګ ته.
څېړنه: د خوږو مشروباتو ډېر استعمال د ځیګر د سرطان خطر زیاتوي