Homeخبرونهبریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند...

بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د بریتانیا یوې رسنۍ د هغو تورونو په اړه تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې ویل کېږي، یو شمېر بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له افغان بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی او حتی ځینې بندیان یې د تفریح او ټوکو لپاره له فورک‌لفټ (د کرېن په شان د وسیالو جګوونکی ماشین) ماشین څخه غورځولي دي.

د بریتانیا د مترو Metro ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ادعاوې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه د روانې رسمي عمومي پلټنې په ترڅ کې د پخوانیو پوځیانو او شاهدانو له خوا مطرح شوې دي. ویل کېږي، له افغان بندیانو سره داسې چلند کېده چې د نړیوالو بشري قوانینو او د جګړې د اصولو خلاف ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي، د شاهدانو د څرګندونو له مخې، ځینو سرتېرو به بندیان د فورک‌لفټ په وسیله پورته کول او بیا به یې د ټوکو او ساتېرۍ لپاره له هغه څخه غورځول. همداراز ادعا شوې چې بندیان به له فزیکي ځورونې، سپکاوي او نورو ناوړه چلندونو سره هم مخ کېدل.

د راپور پر بنسټ، دغه تورونه د هغو پراخو څېړنو برخه ده چې د بریتانیايي ځانګړو ځواکونو د افغانستان د عملیاتو پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو او له بندیانو سره د ناسم چلند په تړاو روانې دي. د پلټنو موخه دا ده چې معلومه کړي ایا د جګړې پر مهال د بریتانیايي ځواکونو له لوري د نړیوالو قوانینو سرغړونې شوې دي که نه.

مترو لیکي، که څه هم دا ادعاوې د پخوانیو پوځیانو د شاهدیو پر بنسټ مطرح شوې، خو تر اوسه د پلټنو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې او نه هم محکمو د دغو تورونو په اړه وروستۍ حقوقي پرېکړه کړې ده.

د یادونې ده چې د بریتانیا حکومت له څو کلونو راهیسې د افغانستان د جګړې په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه د بېلابېلو ادعاوو د ارزونې لپاره رسمي پلټنې روانې کړې دي، چې په کې د غیرقانوني وژنو، له بندیانو سره د ناوړه چلند او د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو ادعاوې هم شاملې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...