تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، هغه کسان چې هره ورځ څو پیالې توره قهوه (بلک کافي) څښي، د ځیګر د ناروغیو، د ځیګر د سرطان او د ځیګر له امله د مړینې له کم خطر سره مخامخ وي.
دا څېړنه په Clinical Gastroenterology and Hepatology طبي مجله کې خپره شوې ده. په دې څېړنه کې د بریتانیا د بایوبانک پروګرام د څه باندې ۳۵۵ زره بالغو کسانو طبي معلومات د لسو کلونو څخه په زیات وخت کې ارزول شوي دي.
د څېړنې د پایلو له مخې، په هغو کسانو کې چې هره ورځ پنځه یا تر پنځو زیاتې پیالې قهوه څښي:
- د ځیګر د سیروز (۱) خطر ۳۲ سلنه کم و؛
- د ځیګر د سرطان احتمال ۴۷ سلنه کم و؛
- او د ځیګر د ناروغیو له امله د مړینې خطر ۴۲ سلنه کم لیدل شوی دی.
د څېړونکو په وینا، په قهوه کې شته طبیعي انټياکسیدنټونه او د نباتاتو ځینې ګټور مرکبات د بدن د التهاب په کمولو، د حجرو د زیان مخنیوي او په ځیګر کې د غوړو د زېرمه کېدو په محدودولو کې مهم رول لوبوي.
څېړنې دا هم ښودلې چې عادي قهوه او بېکافینه قهوه (Decaf) دواړه نژدې یو شان ګټې لري. دا څرګندوي چې د قهوې ګټې یوازې د کافین له امله نه دي، بلکې نور طبیعي مرکبات یې هم مهم اغېز لري.
خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا مشاهداتي (Observational) څېړنه ده، نو په قطعي ډول نه شي ثابتولای چې قهوه په مستقیم ډول د ځیګر د ناروغیو یا سرطان مخه نیسي.
د متخصصانو په وینا، هغو کسانو ته چې قهوه نه څښي، یوازې د ځیګر د روغتیا لپاره د ډېرې قهوې څښلو سپارښتنه نه شي کېدای، ځکه د کافین ډېر استعمال په ځینو کسانو کې د بېخوبۍ، اضطراب او نورو روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.
۱- د ځیګر سیروس (Cirrhosis) یوه اوږدمهاله او جدي ناروغي ده چې په ترڅ کې یې د ځیګر روغې حجرې ورو ورو تخریب او په کلکو داغونو (Fibrosis) بدلیږي. د دې بدلون په پایله کې، ځیګر نه شي کولای خپل عادي فعالیتونه (لکه د وینې فلټر کول او هضم) په سمه توګه ترسره کړي او په تدریجي ډول خپل ځواک له لاسه ورکوي.
د قهوې اړه نور
نوې څېړنه: قهوه او چای ښايي د ذهني زوال په مخنیوي کې مرسته وکړي
قهوه د شکر ناروغۍ لپاره تاوان که ګټه لري؟
تازه څېړنه: قهوه د زړېدو او ناروغیو مخه نیسي؟