د هغو علمی تحقیقاتو په نتیجه کې چې دنړۍ پر پنځو لکو یغنی نیم میلیون انسانانو ترسره شوي طب پوهانو نتیجه ترلاسه کړه چې د قهوې څښل ګټه لري، په خاص ډول:
۱¬- قهوه د هغو کسانو لپاره ګټوره ده چې دوهمه درجه دیابت لري.
هغه ماده چې اسینین نومیږی د دې سبب ګرځي چې انسولین فعال وي او له ګلوکوز سره مرسته وکړي چې ځان د بدن حجراتو ته ورسوي، د اسینین په عدم موجودیت کې انسولین په یوازې توګه حجراتو ته داخلولی نه شي او همدا لامل دی چې شکر په وینه کې لوړیږیي.
تحقیقاتو په ډاګه کړه هغه کسان چې قهوه نه څښي نسبت و هغو کسانو ته چې قهوه څښي شکر یې لوړ وي.
۲ـ قهوه د ځینو سرطاني ناروغیو د انکشاف مخنیوی کوي.
د ډاکترانو د تحقیقاتو پایلې ښیې کومې میرمنې چې د ورځې ۲ـ۳ پیالې قهوه څښي د رحیم د سرطان چانس یې تر ۷٪ را ټیټږی او که چیرې میرمنې د ورځې ۴ پیالې او یا اضافه له هغه وڅښي تر ۲۵٪ د رحیم د سرطاني انکشاف مخنیوی یې کیږی.
د نارینوو په هکله تحقیقات ښییي هغه کسان چې دورځې ۴ پیالې قهوه څښي ۶۰٪د مثانې سرطان د انکشاف مخه نیسي.
۳ـ د پرکانسیون مرض د انکشاف مخنیوی کوی.
د ډاکترانو تحقیقاتی نتیجه داده چی پرکانسیون یو ډول اهتزازی فلج دی .
د تیری پیړۍ په شپیتمو کلونو کی طبی علماوو نیرومیدیاتور یا توپامین چی د بدن د حرکاتود تنظیم مسولیت لری کشف کړ، دمغز د هغو حجراتو جوړښت چی نیرومیدیاتور یا توپامین د تولید وظیفه لری د پرکانسیون مرض له امله تر فشار لاندی راخی چی دعضلاتو د اهتزاز سبب کرځی، قهوه ددی حجراتو د تغیر مخنیوی کوی په دی ترتیب سره مغزی حجرات د توپامین د تولید امکان مومی او د پرکانسیون ناروغی د انکشاف مخنیوی کوی.
تر دم ګړی داسی نظر وو چې د قهوی څښل د زړه ناروغی او لوړ فشار لپاره مضره ده مګر تحقیقات ښیی چی دقهوی څښل د فشار د ټیټیدو سبب ګرځی دا په دی چی قهوه مدرره ده او د مایعاتو خروج فشار را ټیټوی.
هغه علمی تحقیقات چی په نیم میلیون انسانانو تر سره شوی ورځنی دوز له ۲ تر ۵ پیالو مجاز ګڼی او ښه ورځنی دوز ۴ پیالی ګڼل کیږی او اضافه له ۶ پیالو د صحت لپاره مضر ده.
ب. اندړ
ترجمه :له روسي منبع څخه