هومیودیوس
د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)
لیکوال: یوال نوح هیراری
ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
څوارلسمه برخه
سپېڅلې لیکنې
ایا دا سمه ده چې کله واقعیت او پر کاغذ لیکل شوي شیان سره مخامخ شي زیاتره وخت دا واقعیت دی چې بایلونکی وي؟ ایا دا د بیروکراتیکو سیسټمونو په وړاندې له مبالغې ډکه یوه عامه ادعا نه ده؟ زیاتره بیروکراټان منطقي خلک وو که هغه د فرعون په خدمت کې وو او یا ېې د مائوزدونګ چوپړ کاوه. دوي تر ډېره حده ډاډه وو او دغسې یوه ادعا ېې کوله:
«موږ له لیک او کتابت څخه د ځمکې، کانالونو، او د غلو د ګودامونو د واقعي اړخ د تشریح کولو ګټه اخیسته. کله چې به دغه تشریح له واقعیتونو سره سم وای نو موږ به سمه پرېکړه کوله. خو کله چې توضېحات سم نه وي نو لوږه، کاختي او حتي بلواوې به رامنځته شي، په دې ډول موږ او دغه راز د راتلونکي رژیم مدیران به له تېروتنو درس واخلو او په توضېحاتو کې به د اصطلاح لپاره هڅه وکړو. نو زموږ سندونه او لیکنې به د وخت په تېرېدا سره سمې او نورې هم دقیقې شي».
تر یو حده دا خبره سمه ده خو یو مخالف یا متضاد تاریخي دینامیک له پامه غورځوي. بیروکراتي چې مذبوتیږي ورسره سم د خپلو تیروتنو په وړاندې خوندي کیږي او له واقعیت سره د خپلو کیسو او تاریخونو د مطابقت په ځاي په خپله واقعیت بدلوي ترڅو دغه واقعیت د دوي له کیسو سره یو شان شي او په دې ډول بهرنی واقعیت د بیروکراتانو او کاتبانو له خیالونو او افسانو سره غږمله شي. خو دا یوازې له دې امله دی چې دوي ځان پر واقعیتونو تپلی دی. د مثال په توګه ډیری افریقايي هیوادونه د سیندونو، غرونو، او تجارتي لارو په بنسټ له یو بله نه دي بیل شوي او له کوم خاص دلیل پرته په بېلابېلو تاریخي او اقتصادي سیمې ویشل شوي دي او په دې ډول ځايي قومي او مذهبي هویتونه له پامه غورځول شوي دي. یوه قبیله یا یو ملیت په څو هیوادونو کې تیت او پرک پراته دي. (همدغه کار د انګلستان بیروکراسۍ له پښتنو سره کړی دی. ژباړن). ممکنه ده په یوه هیواد کې له یو بل سره متضادې او مخالفې قبیلې یوځاي شوي وي. د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې له دې امله ستونزې لیدل کیږي خو په افریقا کې حالت لږ نور هم سخت دی ځکه چې د افریقا نوي سرحدونه د ځايي ملیتونو غوښتنې او ستونزې نه شي منعکسولی. دغه کرښې د هغو اروپايي بيروکراتانو له لوري کښل شوي چې کله ېې هم افریقا په سترګو نه وه لیدلې. د اتلسمې پيړۍ په پاي کې زیاتره اروپايي قدرتونو پر افریقايي خاورې حاکمیت درلود نو دوي ویریدل چې دغه د مالکیت ادعا ممکن په اروپا کې د جنګونو سبب شي نو په برلین کې راټول شول او افریقا ېې په خپلو کې داسې سره و ویشله چې ګواګې ټوله لویه وچه یو کیک وي. په هغه وخت کې په افریقا کې دننه یا د مرکزي افریقا ډیرې سیمې د اروپایانو لپاره بیخي پردۍ وې. انګریزانو، فرانسویانو او جرمنیانو د افریقا د سمندري غاړو نقشې درلودې او پوهیدل چې د نایجریا، کانګو او زامبیا سیندونه چېرته له سمندر سره یوځاي کیږي او له هغه وړاندې نه پوهیدل چې دغه سیندونه له کوم ځایه سرچینه اخلي او په کومو لارو مزل کوي. دوي په دې نه پوهیدل چې کومې قبیلې چېرته ژوند کوي او د سیند په کومو غاړو کې کومو باچایانو حکومت کاوه. دوي د ځايي اوسیدونکو، د تاریخ، مذهب، او جغرافیې په هکله هیڅ معلومات نه درلودل. او اروپايي دیپلماتانو ته دې چارې هیڅ ارزښت هم نه درلود. دوي د افریقا نقشه رواخیسته او په برلین کې ېې په یوه ښوی او صیقلي میز اواره کړه او یو شمېر کرښې ېې راکاږلې او افریقا ېې په خپلو کې سره ووېشله. کله چې اروپایان له دغې نقشې سره د افریقا داخلي سیمو ته ننوتل پوه شول ډیری هغه سرحدونه چې په برلین کې پرې موافقه شوې وه په افریقا کې ېې په حقیقي مانا له جغرافیايي، اقتصادي او قبایلي واقعیتونو سره اړخ نه لګاوه او وېې لیدل چې دا یو نا عادلانه ویش دی، خو د نورو جنجالونو او شخړو د مخنیوي لپاره پر خپلې پخوانۍ پریکړې ودریدل او همدغه کاږل شوې کرښې د اروپايي کالونیو تر منځ حقیقي سرحدونه شول. د شلمې پيړۍ په وروستۍ نیمايي کې چې کله اروپايي امپراتورۍ دړې وړې کیدلې نو افریقايي هیوادونو خپلواکي ترلاسه کړه خو نویو افریقايي هیوادونو له دې ویرې چې له نویو جنګونو او شخړو سره مخامخ نه شي همغه د استعمار نقشه ېې په رسمیت وپیژندله. اوس چې په افریقا کې ډیرې ستونزې ګورو دلیل ېې همدا غیر منطقي سرحدونه دي. کله چې د اروپایي بیروکراتانو لیکل شوي خیالات د افریقا له واقعیتونو سره مخامخ شول نو واقعیت بیروکراسۍ ته تسلیم شو.۵
۲۴- د اتلسمې پیړۍ په نیمايي کې د افریقا یوه نقشه چې اروپایانو کښلې وه. اروپایان له ساحلي سیمو پرته پر نورو سیمو ډیر نه پوهېدل خو دې ناپوهۍ د دوي مخه ونه نیوله او د افریقا په لویه وچه کې ېې سرحدونه راکاږل.
د تعلیم او تربیې موډرنه سیسټم ډیر داسې مثالونه وړاندې کولی شي چې ښيي واقعیتونه باید لیکل شویو خیالونو ته په ګونډو شي. دا هیڅ مهمه نه ده چې زه د خپل کار میز د اندازه کولو لپاره د اندازه کولو کومه وسیله کاروم. دا زما د میز د پرخوالي په زیاتولو او کمولو کې هیڅ توپیر نه راولي که زه ووایم زما میز ۷۸،۷۴ انچه دی او یا که ووایم دوه سوه سانټيمیټره دی په میز کې توپیر نه راځي، خو برعکس هغه معیار چې بیروکرات یا یو کاتب ېې د خلکو د ارزولو لپاره کاروي مهم رول لوبوي. کله چې ښونځیو د خلکو او زده کوونکو د ارزیابۍ لپاره نمرې معیار وګرځولې د میلیونونو زده کړیالانو او ښوونکو برخلیک بیخي بدل شو. نمبرې او یا درجه بندۍ بیخي نوې موندنه وه. پخوانی انسان چې ښکاري او د بوټو او ریښو راټولوونکی ؤ نو کله ېې هم د خپل کار او هڅې په وړاندې نمبرې نه اخیستلې او له کرهڼیز انقلابه په زرګونو کاله وروسته محدودې ښوونیزې ادارې وې چې له نمبرو او درجه بندۍ ېې کار اخیستل. په منځنیو پيړیو کې د یوه موچي شاګرد اړتیا نه درلوده چې د شاګردۍ په پاي کې د امتحان یوه ورقه هم استاد ته وسپاري چې پکې لیکل شوي وي دغه شاګرد د بوټانو په بندونو کې الف یا ۱۰۰ نمبرې اخیستي خو د سګګونو په جوړولو کې ېې «C» یا شپیته نمبرې ترلاسه کړي دي. د شکسپیر په زمانه کې به چې کله یو محصل له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شو نو دوه ډوله درجه ورکول کیده د پوهنتوني درجه ېې ترلاسه کړه او یا له پوهنتوني درجې پرته فارغ شوی دی. بل داسې کوم محصل نه موندل کیده چې د مثال په توګه ۷۴ او یا ۸۸ نمبرې دې ېې اخیستي وي.۶
د صنعتي پېر له پيلیدا وروسته لویو او ټولیزو زده کړو ته زمینه برابره شوه او بیا د نمرو او درجه بندۍ منظم سیسټم رامنځته شو. دا هغه وخت ؤ چې فابریکې او حکومتونه دواړه له عددونو او شمېرنو سره روږدي شول او ورپسې ښوونځیو هم ترې زده کړل. له دې وخته دا دود شو چې د هر محصل او زده کونکي ارزښت د هغه د نمبرو په سلنه پورې اړوند شي او د هر ښوونکي او سرښونکي ارزښت په ټول ښوونځي کې د ټولو محصلینو د نمبرو په سلنه پورې اړوند شو. په دې ډول حقیقت هغه وخت بدل شو چې بیروکراتانو له دغو معیارونو ګټه پورته کړه.
په حقیقت کې باید ښونځیو د زده کوونکو په ښوونې او د معلوماتو په ورکړې تمرکز کړی واي او نمبرو باید یوازې دا ثابتولی چې محصل یا زده کوونکي یو څه زده کړی دي. خو په طبیعي توګه ښوونځيو د ښو نمبرو په اخیستو ټینګار درلود او له یو بل سره ېې سیالي پیل کړه. ټول زده کوونکي، ښوونکي اومدیران په دې پوهېږي چې په امتحان کې د ښو نمبرو اخیستل په دې مانا نه وي چې دغه محصل یا زده کوونکی په ادبیاتو، بیولوجۍ او ریاضې پوهه لري او هر زده کوونکی، ښوونکی او مدیر په دې هم پوهېږي چې که ښوونځي وغواړي د نمبرو او حقیقي پوهې ترمنځ یو غوره کړي نو نمبرې به غوره کړي.
د مذهبي اسنادو او لیکنو په پيدايښت سره د کتابت او لیکنیو اسنادو قدرت نور هم زیات شو. په لرغوني تمدن کې پادریان او کاتبان داسې عادت شوي وو چې لیکنو او اسنادو ته په داسې سترګه وګوري چې واقعیتونو ته لار راښيي. په لومړي سر کې اسنادو او مکتوبونو دوي ته د مالیاتو، کرهڼې، او د غنمو د ګودامونو واقعیتونه ورپه ګوته کول خو وروسته کله چې بیروکراسۍ نور توان او قدرت هم پيدا کړ نو مکتوبونو او اسنادو هم ستر اهمیت او اقتدار وموند. پادریانو یوازې د خدایانو د جایدادونو په هکله لیکنې نه کولې بلکه د خدایانو کړنې او شهکارونه، فرمانونه او رازونه به ېې هم لیکل. دغو لیکنو کې به ادعا وشوه چې ټول واقعیتونه پکې نغښتل شوي دي او څو نسله لوستي کسان په دې روږدي شول چې د هر څه ځواب په انجیل، قران او یا ویداګانو کې ولټوي. که یو سپیڅلي کتاب دا واقعیتونو نه واي لیکلي نو د تیورۍ د قانون او دسپلین په اساس به ېې یو وخت دغه غلطي په ډاګه شوې واي په نتیجه کې به دغه کتاب یا لیکنې خپل ارزښت له لاسه ورکاوه. ابراهام لینکلن به ویل یو څوک د تل لپاره ټول خلک نه شي غولولی. البته داسې فکر یوه هیله او ارزو ده. په عملي ډګر کې د انساني ملګرتیا ځواک د حقیقت او خیال تر منځ په یوه ظریف انډول استواره دی نو که تاسو حقیقت له حده زیات روښانه کړئ او ګوتې پکې ووهئ نو حقیقت به تاسو کمزوری کړي او نور به له خپلو روڼاندو سیالانو سره سیالي ونه کړاي شي. له بلې خوا په تخیلي افسانو او اسطورو له تکیې پرته به دا وس هم ونه لرئ چې ولس رهبري کړئ او مدیریت ېې وکړي شئ. نو که له خیالونو پرته یوازې په واقعیت تکیه وکړئ ډیر کسان به له تاسو پيروي ونه کړي.
که تاسو د وخت ماشین جوړ کړی واي او یو مډرن څېړاند مو لرغوني مصر ته استولی واي دغه څېړاند او متخصص به کروندګرو ته د تکامل د تیورۍ، د انشټین د نسبیت د تیورۍ او د کوانتوم فزیک په هکله په ویناوو سره او دغه راز د ځايي پادري او ملا د خیالي افسانو په افشا کولو سره کله هم له هغه واک نه شو اخیستلی. خو که وخت په بېرته سفر کې دغه تللي څېړاند د خپل علم په مرسته نوې او ښې وسلې جوړې کړاي شوې نو طبیعي خبره ده چې د فرعون او سوبک خدایه په پرتله ډیر واک او نفوذ پيدا کړی واي. البته څېړاند د وسپنې د تولید، د وسپنې ویلي کولو د بټۍ او نورو وسایلو لپاره ډېرو کارګرانو او مزدورانو ته اړتیا درلوده. خو ایا دغه څېړاند به دا وس او توان درلود چې دغه کارګران د انیشټاین د فورمول په بیانولو سره کار کولو ته قانع کړي. د دغه فورمول په اساس (E = mc2) یانې که حجم یا کتله په خالي فضا کې د نور له حرکت سره ضرب شي نو انرژي تولیدېږي. که تاسو باور لرئ چې دغه څېړاند به د پخواني مصر خلک قانع کړي واي نو غوره به دا وي چې افغانستان او سورېې ته لاړ شئ او هلته دغه تجربه وازمايئ.
لوي انساني قدرتونه لکه د مصر فرعون، د چین کمونیستي نظام، اروپايي امپراتورۍ او نوی روزنیز سیسټم د (clairvoyance) له طبېعته وراخوا د روښان بینۍ خاوندان نه وو بلکه د دوي یوازینۍ وړتیا په دې کې وه چې خپل خیالي باورونه او عقیدې پر یوه روښانه حقیقت وتپي. د مثال په توګه د پيسو ټول توان همداسې یو خیال دی. حکومتونه یوه اندازه بې ارزښته کاغذي نوټونه چاپ کړي او توضیح ورکوي چې په دې کاغذ د هر شي معیار معلومولای شو. حکومت دا وس او توان لري چې له دغو کاغذي نوټونو ګټه واخلي او خلک د ماليې ورکولو ته مجبوره کړي. داسې یو حالت رامنځته شي چې ښاریځ د مالې له ورکولو پرته بله چاره ونه لري او مجبوره شي چې دغسې څو لوټونه پيدا او حکومت ته ېې ورکړي. په دې ډول دغه کاغذي لوټونه ارزښت پيدا کوي، او حکومت دغه باور نور هم مذبوتوي چې دغه لوټونه ارزښت لري او له دې چې دا حکومت دی چې دغه بې ارزښته کاغذي لوټونه چاپوي نو ورسره د حکومت قدرت او توان هم زیات شي . نو که هرڅوک اعتراض وکړي او ووايي چې دا تش کاغذونه دي او هیڅ ارزښت نه لري او په همدغه فکر عمل هم وکړي نو په ژوند کې پر مخ نه ځي.
همدغه کار د ښوونې او روزنې په برخه کې هم کیږي. کله چې روزنیز سیسټمونه اعلان وکړي چې پوهنتونونو ته د داخلېدا او د زده کوونکو د ارزولو تر ټولو غوره روده د کانکور ازموینه ده. نو دغه سیسټم په خپله لوي توان او قدرت پیدا کوي چې پوهنتونونو ته د تګ، او په خصوصي او حکومتي ډګرونو کې مامورانو په ګومارلو هم اغېز پیدا کوي ځکه خو زده کوونکي سخت زیار ګالي چې ښې نمبرې وګټې. لوړ او ښه مقامونه د هغو کسانو په برخه کیږي چې ښې نمبرې ېې اخیستې وي. طبیعي خبره ده چې دغه ډول کسان هم د دغه سیسټم ملاتړ کوي چې له دوي سره ېې مرسته کړې. تعلیمي سیسټم د ترسره شویو امتحانونو کنټرول په غاړه لري او په دې ډول د دوي قدرت او توان نور هم زیاتیږي او له دغه قدرت او توانه پر پوهنتونونو، حکومتي ادارو، او د کار پر مارکیټ د کنټرول او اغېز لپاره ګټه اخلي. که څوک اعتراض وکړي او ووايي چې شهادتنامه یا ترانسکريپ یوازې یو کاغذ دی او همدغسې پر مخ لاړ شي نو هیڅکله به په ژوند کې بریا ته ونه رسیږي.
مذهبي لیکنې او متنونه هم په همدې ډول اغېز لري. مذهبي بنسټونه ادعا کوي چې زموږ د ټولو پوښتنو ځوابونه په سپېڅليو کتابونو کې شته دي. دوي پر محکمو، حکومتي ادارو، او نورو بنسټونو فشار راوړي چې په دغو کتابونو کې له موجودو لیکنو او اصولو سره ځان برابر کړي. کله چې یو هوښیار کس دغه کتاب ولولي او بیا شاوخوا نړۍ ته وګوري نو ګوري چې شاوخوا نړۍ ېې د کتاب له متن سره بیخي برابره او سمه ده. «د سپیڅلي کتاب په متن کې راغلي دي چې باید د خداي لپاره عشر او ذکات ورکړئ، نو سړی ګوري چې ټول دغه کار کوي. په متن کې راغلي دي چې ښځې تر نارینه وو ټیټې دي او په محکمو کې د قاضیانو په توګه دنده نه شي ترسره کولی، شاوخوا ګوري چې په ټولنه کې هیڅ ښځینه قاضي او څارنواله نه شته، او په محکمه کې ېې شهادت هم نه قبلیږي، د سپیڅلي کتاب په متن کې راغلي دي چې که څوک د خداي کتاب او کلام لولي نو په ژوند کې به بریالی وي نو ټولو بریاليو کسانو چې لوړې چوکۍ لري سپیڅلی کتاب ېې سم لوستی دی». نو دغسې هوښیار کس د سپیڅلي کتاب لوستل پیلوي. له دې چې هغه ځیرک دی نو په دې برخه کې کارپوه شي او څه موده وروسته به قاضي شي. کله چې دغه کس قاضي شي نو کله به هم یوې میرمنې ته اجازه ورنه کړي چې شهادت ورکړي او یا قاضي شي. که دغه کس وغواړي د ځان لپاره ځاي ناستی پيدا کړي نو داسې کس به غوره کوي چې سپیڅلی کتاب ېې ښه زده وي. که کوم کس اعتراض وکړي او و وايي چې دغه کتاب یوازې پر کاغذ څو کرښې دي او همدغه فکر عملي هم کړي نو هیڅ پرمختګ به ونه لري.
کله چې سپېڅلي کتابونه له واقعیتونو د خلکو ذهنونه بل لوري ته کړي او واقعیت ورته په بل ډول معرفي کړي نو په زرګونو کاله خپل حاکمیت او اغېز ساتلی شي.
د مثال په توګه د تاریخ په هکله د بایبل د سپیڅلي کتاب درک بیخي غلط دی خو دغه غلط درک په ټوله نړۍ کې پراخ شوی او په میلیاردونو کسان اوس هم پرې باور لري. انجیل یا بایبل د یوه خداي تاریخي نظریه رامنځته کړې او وايي چې نړۍ د یوه متعال خداي له لوري اداره کیږي چې زه او زما هدفونه ېې تر ټولو لوړ ګرځولي دي. کله چې کومه د خیر خبره رامنځته کیږي نو زما د ښېګڼو بدله راکوي. یو غمیزه یا ناورین زما د بدو اعمالو سزا ده چې راکول کیږي.
له همدې امله پخوانیو یهودانو باور درلود چې وچکالي، او یا کله چې د بابل باچا «نیبوکاډنیسار» یوډیا ونیوله او یهودان ېې جلا وطن کړل ټول د دوي د ناسمو اعمالو له لاسه د خداي عذاب ؤ چې پر دوي نازل شو. کله چې د فارس باچا پر بابلیانو بر لاسه شو او یهودانو ته ېې اجازه ورکړه چې بیرته له جلاوطنۍ ستانه شي او یوراشلیم بیرته ودان شي نو خداي د یهودانو زارۍ او دعاګانې قبولې کړې. بایبل یا انجیل دا خبره نه مني چې وچکالي په فلپین کې د اورشیندونکي غره د فعاله کیدا له امله رامنځته شوه، او دغه دلیل بې اساسه بولي چې نیبوکاډنیسار د یوډیا سیمه ځکه ونیوله چې د بابلیانو تجارتي ګټې پکې نغښتې وې. دغه کتاب دغه ادعا چې له یهودانو سره د کوروش مهرباني سیاسي انګېزې درلودې ردوي. سپیڅلی کتاب په حقیقت کې د نړۍ له اېکولوجیکي مسلو، د بابل له اقتصاد او د فارس له سیاسي جوړښت سره هیڅ علاقه نه لري.
ټول انسانان په ماشوموالي کې دغسې د ځان ځانۍ او وسواس احساس او انګېزه لري. د ټولو مذهبونو، او کلتورونو ماشومان تصور کوي چې دوي د نړۍ په مرکزي برخه کې دي او یوازې دوي ته باید توجه وشي ځکه خو د شاوخوا شیانو او د نورو انسانانو د احساساتو په وړاندې بې پروا دي. له همدې امله ده چې د طلاق اصلي قربانیان ماشومان بلل کیږي. یو پنځه کلن ماشوم دغه درک نه لري چې د طلاق دغه کیسه او هغه څه چې د ده شاوخوا تېرېږي په ده پورې اړه نه لري. که څومره ورته وویل شي چې مور او پلار خپلواک خلک دي او دوي خپلې ستونزې لري چې سره جلا کیږي او دا په تا پورې اړه نه پیدا کوي. دغه استدلال د ماشوم لپاره د پوهیدا او درک نه دی هغه فکر کوي چې دا ټول کارونه د ده له لاسه دي. زیاتره کسان په دغسې ابهاماتو او برسَماتو سره لوي شي. پر واحد خداي معتقد کسان تل دوي په شک کې ساتي تر هغو چې مړه شي. لکه ماشومان غوندې چې فکر کوي مور او پلار د دوي لپاره له یو بل سره لانجې کوي پر واحد خداي معتقد کسان هم لکه یهودان باور لري چې فارس او بابل د دوي لپاره له یو بل سره جګړه کوي.
کله چې بایبل یا انجیل نازلیده په هغه وخت کې ډیر داسې کلتورونه موجود وو چې له تاریخه ېې ډیر دقیق درک درلود. پر ارواوو باوري او پر ډېرو خدایانو معتقده انسانانو د نړۍ پنځون د ډېرو بېلابېلو ځواکونو د سیالیو او ازمویلو ډګر باله نه د یو واحد خداي باچاهي. په نتیجه پر ارواوو او ډېرو خدایانو باوري انسانانو ته دا خبره د درک وه چې ډیر کارونه په هغه او د هغه په خداي پورې اړوند نه دي او دغه پیښې نه زما د ګناهانو سزا ده او نه هم زما د ښګیڼو انعام.
یوناني تاریخ پوهانو لکه هیرودټ «Herodot»او تیوکیډټ «Thukydid» او دغه راز چینايي تاریخ پوهانو لکه سیماکیان د تاریخ په هکله داسې نظرې رامنځته کړې چې زموږ د وخت له مډرنو تیوریو او نظریو سره ورته وې. دوي به ویل انقلابونه او جنګونه د ډېرو مختلفو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي فکتورونو له امله رامنځته کیږي. خلک د جنګونو قربانیان وي له دې پرته چې دوي کومه ګناه کړې وي او یا پکې ښکیل وي. هیرودټ د فارس د سیاست له پوهیدا سره مینه درلوده په داسې حال کې چې سیماکیان د بربریانو د کلتور او مذهب په مطالعې بوخت ؤ.۷
زموږ د وخت څېړاند له انجیل سره نه بلکه ډیر د هیروډټ او سیماکیان له نظریو سره جوړ دي. له همدې امله ټول موډرنه دولتونه د نورو هیوادونو په هکله د معلوماتو په راغونډولو کې پانګونه کوي او د نړیوال ژواک چاپریال، سیاست او اقتصادي مسلو ارزولو ته ډیر پام کوي. کله چې د امریکا اقتصاد ته تاوان ورسېږي د دې په ځاي چې خپلو غلطیو ته پام وکړي حتي سخت دریځي دیموکراتان د تور ګوته چین ته نیسي. له دې سره سره چې هیروډټ اوتیوکیډټ د اینجیل یا بایبل له لیکوالانو په واقعیتونو ډیره ښه پوهېدل خو کله چې دغه دوه نظریې سره مخامخ شوې بایبل په پرېکنده توګه بریالی شو. د دې په ځاي چې یهودان د یونانیانو له نظریو اغیزمن شي بر عکس یونانیانو یهودي نظریه ومنله. له تیوکیډټ څخه زر کاله وروسته یونانیان دې خبرې ته راغلل چې که بربریان پرې برید وکړي او د دوي ځمکې ونیسي دا په قطعي توګه د هغوي د ګناهونو سزا ده چې ورکول کیږي. د بایبل او تورات په نړۍ لید له پراخو تیروتنو او غلطیو سره سره ګورو چې دغو نظریو په لویه پیمانه د انساني همکارۍ او ګډ کار لپاره ښه بنسټ رامنځته کړ.
حتي اوس هم د امریکا ولسمشر د لوړې په دستورو کې پر بایبل لاس ږدي. دغه راز د امریکا او بریټانیا په شمول په ډېرو هیوادونو کې لا هم شاهدان په محکمو کې پر سپیڅلیو کتابونو قسم کوي چې دروغ به نه وايي. دا به ملنډو ته ورته وي چې په یو داسې کتاب قسم خوړل کیږي چې له افسانو، شعرونو، غلطیو او تیروتنو ډک دی.
خو دا کارندوالی لري!
خیالي کیسې او افسانې له موږ سره مرسته کوي چې ګډ کار او ملګرتیا وکړو، د دغه کار لپاره چې کومه بیه موږ ورکوو هغه دا ده چې همدغه افسانې موږ ته موخې او هدفونه ټاکي. دا په دې مانا ده چې موږ د همکارۍ او ملګرتیا پراخ سیستمونه درلودلی شو چې د دغو خیالي هدفونو او غوښتنو د خدمت لپاره وي. دغه سیسټم ظاهرن کارندوالی لري خو دا هغه وخت کارندوالی او اغېز لري چې موږ د سیستم معیارونه په رسمیت وپېژنو. د مثال په توګه ښايي یو مسلمان ملا ووايي: «زموږ سیسټم او نظام کارنده دی همدا اوس په ټوله نړۍ کې کابو یو نیم میلیارډ مسلمانان شتون لري او تر پخوا ډیر کسان قران لولي او د خداي غوښتنو ته غاړه ږدي». دلته تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دا تر ټولو سم معیاراو تله ده چې دغه بریا پرې سنجوو. د یوه ښوونځي مدیر وايي زموږ سیسټم کارندوالی لري ځکه چې په وروستیو پنځو کلونو کې د امتحانونو نتیجې ۷،۳ سلنه لوړې شوي دي. خو ایا دا د یوه ښوونځي د ارزولو یوازینۍ سمه روده ده؟ په لرغوني مصر کې يو بوډا کاتب کولی شواي ووايي: زموږ سیسټم او نظام کارنده دی، موږ ډیره مالیه ټولوو، کانالونه جوړوو، او په ټوله نړۍ کې تر تولو لوړ اهرامونه جوړوو. دا خبره سمه ده چې د فرعونیانو په زمانه کې مصر په ټوله نړۍ کې د مالې په راټولولو، د اوبوخور د مصنوعي سیسټمونو او د اهرامونو په جوړولو کې لومړی مقام درلود، خو ایا دا کار په واقیعیت کې کومه مانا لري؟
انسان ډېرې ټولنیزې، رواني او مادي اړتیاوې لري، دا نه ده معلومه چې د لرغوني مصر اوسېدونکو دې تر خپلو پخوانیو نسلونو چې ښکاریان او د ریښو او بوټو راټولوونکي وو ښه ژوند درلود او ډېره مینه ېې تجربه کړې وي. که د خوړو، روغتیا او د ماشومانو د مړینې سویې ته وګورو نو پوهیداي شو چې ترپخوانیو ېې ژوند خراب ؤ.
له میلاده د۱۸۵۰ کاله مخکې د دریم امنمهت «Amenemha-3.» د وختونو یو سند تر اوسه ساتل شوی دی، دریم امنمهت هغه فرعون ؤ چې د فایوم کانال او بند ېې جوړ کړی ؤ. په دغه سند کې راغلي دي چې د «دوا-خیتي» په نامه د یو شتمن کس له قوله ویل شوي دي چې نوموړي خپل زوي «پیپي» ښوونځي ته روان کړی ؤ چې لیک او لوست زده کړي. په لاره کې دوا-خیتي د بزګرانو، کارګرانو او عسکرو له ستونزو ډک ژوند خپل زوي ته بیانوي. تر څو هغه درس ویلو ته وهڅوي او ورته وايي که درس ونه وايي نو برخلیک به ېې دغسې وي. دوا-خیتي وايي یو بزګر چې د بل چا په پټي کې کار کوي له بې وزلۍ او ستونزو به کړیږي، تل ېې پینه شوې کالي په ځان وي او له ډېرکار کولو به ېې لاسونه تڼاکې وي. په دې وخت کې د فرعون کسان راځي او دی بیګارۍ ته هم بیايي، د دغه سخت کار بدله یوازې ناروغي وي. که دغه کروندګر ښه قسمت ولري نو ژوندی به کور ته ستون شي. البته له پښو به غورځیدلی وي. هغه کروندګر چې په خپل پټي کې کار کوي د هغه ژوند هم چندانې ښه نه دی، دغه کروندګر مجبوره دی ټوله ورځ له سینده خپل پټي ته اوبه راوړي، له درنو بارونو ېې ملا کړوپه شوې وي، او ورمېږ ېې هم له تڼاکو چې میکروبي شوي هم وي ډک وي. هغه مجبوره دی سهار د پیازو پټی اوبه کړي، مازدیګر د خرما ونې ته اوبه ورکړي، او ماښام ګشنیز اوبه کړي. بالاخره له پښو ولویږي او مړ شي.۸
په دغه متن کې ممکن لږ اغراق شوی وي خو دومره لوي دروغ هم پکې نه شو موندلی. د فرعونیانو په زمانه کې مصر په نړۍ کې تر ټولو مذبوت او شتمن هیواد ؤ خو د یوه بې وزله کروندګر او کارګر لپاره له دغو شتمنیو او مذبوتیا یوازې مالیه او بیګاري ورپه برخه شوې وه. نه ېې کوم روغتون درلود او نه هم د خوندیتوب بل سیسټم. دا یوازې مصر نه ؤ چې په دغه برخلیک اخته ؤ، د چین د لویو کورنیو ، اسلامي امپراتوریو او اروپايي باچاهیو له لویو لاسته راوړنو او بریالیتوبونو سره سره حتي له میلاده وروسته په ۱۸۵۰ کال کې هم د خلکو وضیعیت ښه شوی نه ؤ او که د پخوانۍ زمانې له ښکاریانو او د بوټو او ریښو د راټلونکو له ژوند سره پرتله شي د دوي ژوند نور هم خراب شوی ؤ. په ۱۸۵۰ میلادي کال کې یو چیني کروندګر او یا په مانچسټر کې د یوې فابریکې کارګر د پخوانیو وختونو د یوه ښکاري او یا د ریښو او بوټو د راټولوونکي په پرتله ډیر کار کاوه او له جسمي پلوه ېې هم کار ترې سخت ؤ، له رواني پلوه ېې رضایت هم تر هغو کم ؤ، خواړه ېې تر ښکاریانو او یا د بوټو تر ټولوونکو قوي او ښه نه وو، دغه راز په ۱۸۵۰ کال کې میکروبي ناروغۍ هم ډیرې وې.
که تاسو ته د رخصتیو د تیرولو لپاره دغه دوه وړاندیزونه وشي کوم یو به خوښ کړئ:
د ډبرو د زمانې رخصتۍ: په لومړۍ ورځ به په هغه ځنګله کې لس ساعته ګرځو چې کله هم څوک نه دي ورغلي، شپې مهال به د یوه سیند ترغاړه خیمه وهو، په دویمه ورځ به په سیند کې په کوچنۍ بیړۍ کې وګرځو او په دریمه ورځ به د کب نیولو او د پوڅکیو د راټولولو چل زده کړو.
د مډرن کارګري وخت وړاندیز: په لومړۍ ورځ به د ټوکرو په یوې کارخانې کې کار کوئ، شپې مهال هم په یوه تنګ اپارتمان کې شپه تیره کړئ، په دویمه ورځ به د کور په خوا کې په یوه دکان کې کار کوئ او بیا هم شپې مهال همغه تنګ کور ته ځئ، په دریمه ورځ به دا زده کوې چې څه ډول د بانک حساب پرانیزئ او د کور د پور لپاره به د درخواست فورمه ډکوئ.
په دغو دو وړاندیزونو کې به کوم یو خوښوې؟
د انساني ملګرتیا د نیټورک ارزول په دې پورې اړه لري چې له کومو معیارونو کار اخلوا و په کومو عینکو ورته ګورو. ایا د فرعون د وخت مصر د تولیداتو، خوړو او ټولنیز انډول په اساس ارزوو؟ ایا د خانانو او اشراف زادګانو له مخې ارزونه کوو؟ که عامو کروندګرو، خوګانو او تمساح ګانو له مخې؟ په تاریخ کې یوه کیسه یا افسانه نه بلکه د کیسو او افسانو زرګونه ډولونه شتون لري. کله چې موږ د یوې کیسې یادونه کوو نو په عین وخت کې د نورو کیسو په هکله پټه خوله پاتې کیږو.
د انساني ملګرتیا چینلونه غالبن د ځان په هکله په قضاوتونو کې له هغو معیارونو ګټه پورته کوي چې په خپله دوي رامنځته کړي دي او ځکه خو ځانته تل ښې نمبرې ورکوي. هغه چینلونه چې د خدایانو، ملتونو او کمپنیو په شان د خیالي شیانو په نومونو جوړ شوي دي خپل بریالیتوب هم د همدغو خیالي شیانو له مخې ارزوي. یو دین به هغه وخت بریالی وي چې د خداي له اوامرو ښه پیروي وکړي، د یوه ملت پرتم د ملي ګټو د لوړتیا په اساس ارزیابي کیږي، او یوه تجارتي کمپنۍ هغه وخت بریالۍ ګڼل کیږي چې ډیرې پیسې وګټي.
کله چې د هر انساني چینل یا نټورک د تاریخ په هکله څېړنه کوو غوره به دا وي چې لږ تم شو او د واقعیي نړۍ د معیارونو په اساس ورته وګورو. څنګه به پوهیږو چې کوم شی واقعي او حقیقي دی؟ دا اسانه کار دی. یوازې له ځانه پوښتنه وکړه: ایا دغه شی کړاو او درد احساسوي؟ که خلک د زئوس زیارت سوځوي زئوس به هیڅ درد او کړاو احساس نه کړي، کله چې د یورو ارزښت کم شي ، یورو نه ځوریږي، کله چې یو بانک دیوالیه شي، بانک نه ځوریږي، که یو هیواد ټوټه کیږي په خپله هیواد نه ځوریږي. دا یوازې میتافور یا استعاره ده. خو برعکس که په جنګ کې یو عسکر ژوبل شي درد تیروي، که یو وږی کروندګر د خوړو لپاره څه ونه لري ځوریږي، که یوه غوا له خپل نوي زیږیدلي خوسکي څخه بېله شي کړیږي. دا حقیقي دي.
طبیعي خبره ده چې پر افسانو او حکایتونو د باور له امله هم درد او کړاو احساسیږي. د ملت او مذهب پر افسانو باور او عقیده هم د جنګونو سبب کیدای شي چې میلیونونه کسان خپل ژوند، د بدن غړي او کورونه له لاسه ورکوي. د جنګ علت خیالي او افسانوي دی خو د جنګونو له امله دردونه حقیقي دي. ځکه خو باید د واقعیت او خیال په توپير پوه شو. خیال او افسانه بد شی نه دی، خیالونه او فیکشن مهم هم دي. د پيسو، دولتونو، او د ونډو د بازار په شان د ګډې منل شوې افسانې او خیال له شتون پرته پیچلې انساني ډلې او ټولنې بڼه نه شي خپلولی. که د فوټبال خیالي او افسانوي قوانین نه وي موږ د فوټبال لوبه هم نه شو کولی . که خیال او افسانې نه واي موږ به د ونډو د بازارونو، او د محکمو له ګټو استفاده نه شواي کولاي. خو افسانې او داستانونه یوازې یوه وسیله وي او باید زمونږ لپاره هدف او معیار نه شي. کله چې دا خبره هیرو چې دا یوازې یوه افسانه او خیال دی له واقعیت سره خپله اړیکه غوڅوو. بیا نو ځمکه او اسمان یو کوو او بشپړ جنګ پيلوو او په افراطي توګه د خپلې کمپنۍ لپاره پیسې راټولو، یا د ملي ګټو د دفاع لپاره هر ډول کار ته ملا تړو. کمپنۍ، پیسې او ملت زموږ په خیالونو کې دي موږ دغه شیان ځکه رامنځته کړي دي چې زموږ چوپړ وکړي نو بیا ولې باید د هغو لپاره له خپل ژونده هم تېرېږو؟