ژوند کومه ، که هر څو مې زړګی مات دی
د قاتل پر وړاندې دا غوره کسات دی
سرو غاټولو وچکالۍ ته مه ځوریږئ
ما ساتلی دواړو سترګو کې برسات دی
د ښار وږي خپل لباس ته اندیښمن دي:
موږ به پریږدي؟ دې هوټل کې نن خیرات دی
په ناز ناز تله او شغلې ترې خوریدلې
په موسکا شوه ویل: د حسن مې زکات دی
یوه سره مڼه لښتي کې ده روانه
کوم میین لیږلی مینې ته سوغات دی
څومره ریږدم، څومره ژبه مې وچیږي
له یو چا سره لومړی ځل ملاقات دی
مسلمان یم، په شوق دواړه ښکلومه
یو رخسار دې پاک قران او بل تورات دی
د زړګي کعبه مې کور د یوه عشق ده
بیرون کړی مې ترې هر لات و منات دی
څه په خرپ ښکلې ځوانۍ دي، ریبل کیږي
که لغمان دی، که هلمند دی، که قلات دی
خدای دې خوار که، د قتلو فتوا دې واخله
ژوند ستا نه دی، ژوند تحفه د یو بل ذات دی
د ځنګله ژوو بچو ته نصیحت کړ:
بیرون مه ځئ، انسانانو کې پسات دی
دا یوه پیاله په ټولو تږو ویشم
بس همدغه خو اصول د خرابات دی
مریدانو ته چې ژوند او راحت غواړي
د (نعمان) و هغه پیر ته صلوات دی
۱۴۰۰/۲/۱۵
نعمان دوست
واه واه دير عالي او ډيرښایسته زموږ دوست دې خدای تل همداسې سندریز او روان لري
د دوست صیب لیکنې مې خوښېږي او په خپلو لیکنو کې د ټولنې کړاوونه په دومره مهارت او ښه شکل وړاندې کوي، چې ډېر کم کسان دغه ډول مهارت لري.
د دوست صیب شاعري مې نه وه لوستلې او نه پوهېدم چې دوست صیب شعر هم لیکي. دا تازه کلام کې خو یې بېخي بې جوړې دی. زما خو زیات خوښ شو. دلته یې هم د ټولنې درد بیان کړی دی:
څه په خرپ ښکلې ځوانۍ دي، ریبل کیږي
که لغمان دی، که هلمند دی، که قلات دی
خدای دې خوار که، د قتلو فتوا دې واخله
ژوند ستا نه دی، ژوند تحفه د یو بل ذات دی
دوست صیب ته اوږد او سوکاله ژوند غواړم.