جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د جګړې د ختمېدو یوازینۍ لار دایمي اوربند دی، نه درې...

عبدالله: د جګړې د ختمېدو یوازینۍ لار دایمي اوربند دی، نه درې ورځنی

تاند (دوشنبه د ثور ۲۰) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وايي، د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.

عبدالله عبدالله دغه خبره نن یکشنبه/ د ثور ۲۰/ د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې کړې ده.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د دایمي اوربند په اعلان سره دې د خبرو مېز ته حاضر شي څو له اوسني بحران څخه د هېواد د ایستلو لپاره پر یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي توافق ته سره ورسېږي.

عبدالله زیاته کړې، تجربو ښودلې ده چې د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري نو غوره ده چې له فرصت څخه په استفادې په هېواد کې تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ته زمینه برابره کړل شي.

وسله والو طالبانو د راتلوونکي کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې په افغانستان کې د اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو د یکشنبې په ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې له یاد کار څخه یې هدف د ” امن او باور د فضا” رامنځته کول دي.

وسله والو طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې څخه بیا تر دریمې ورځې پورې په ټول افغانستان کې تعرضي بریدونه بند کړي.

یادې ډلې همدارنګه خپلو وسله والو ته هدایت کړی که چیري په دغه ورځو کې ورباندې برید وشي له خپل ځان او تر کنټرول لاندې سیمو څخه دې دفاع وکړي.

تر دې مخکې څو اخترونو کې هم د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان شوی و چې پرمهال یې یو شمېر طالب جنګیالي له اوربند څخه په استفادې ځینو لویو ښارونو ته تللي و.

خو په دغه اعلامیه کې وسله والو طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د اوربند پر مهال د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ نشي او نه دې هم دولتي کسانو ته د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د داخلېدو اجازه ورکوي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان حکومت تر دا مهاله د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې تل په هیواد کې د اوربند پر ټینګېدو باندې ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب