دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند؛ خلک ناراضه او د خپل...

د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند؛ خلک ناراضه او د خپل راتلونکي په فکر دي

تاند (دوشنبه د ثور ۲۰) په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د درې ورځني اوربند اعلان کړی، خو افغان چارواکي او د خواله رسنیو ګڼ شمېر فعالان د یادې ډلې له دې پرېکړې ناخوښ دي او وايي چې دوی یوې تلپاتې سولې او اوربند ته اړتیا لري.

د طالبانو مشرتابه په یوه اعلامیه کې په خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې هېوادوالو ته د امن او ډاډ فضا برابره کړي او د اختر له لومړۍ تر درېیمې د افغان ځواکونو په وړاندې هر ډول تعرضي عملیات ودروي.

د دې ډلې په اعلامیه کې دا هم راغلي چې که په طالبانو برید وشو له ځان به دفاع وکړي.

افغان چارواکي او د خواله رسنیو ګڼ شمېر فعالانو په خپلو لیکنو کې طالبانو ته بېلابېل پیغامونه وړاندې کړي او په یاده ډله یې غږ کړی چې نور دې د پردیو په خبرو نه غولېږي، خپل هېوادوال دې نه وژني او له جګړې دې لاس پر سر شي.

د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، « ‏د طالبانو اوربند داسې دی لکه دري ورځې چې د خوګ غوښه نه خوري چې مرداره ده او نور ټول کال یې خوري. افغان وژنه بنده کړه؛ دا مطلقه حرامه ده. ما داسې حرام او حلال هم نه دي لېدلي چې د طالب په غارونو کې روا او د حکومت په حاکمیت کې ناروا؛ لکه جهاد افغانستان کې روا اما پاکستان کې ناروا!»

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل بیا اوربند ته خوښ دی او هیله یې ښودلې چې په دې سره به تلپاتې اوربند ته زمینه برابره شي.

د ده په ټکو چې جګړه د حل لاره نه ده او څومره چې غځېږي د افغان وژنې او وطن ورانونې سبب ګرځي.

خبریال، ذبیح الله غازي بیا لیکلي، «اوربند خو هغه اولنی و چې ولس ځان سولې ته نژدې کېدونکی ګڼو، فکر یې کاوه چې د ارام ساه به واخلي، خو جګړه دومره اوږده او ترخه شوه چې بېګاني اعلان ته خوښي هم پیکه وه…همداسې نه ده؟ څښتن دې په موږ خپل رحم وکړي.»

د اجمل خان غروان په نوم یوه کس په خپله فېسبوک پاڼه داسې لیکلي، « د درې ورځني اوربند یا په بل عبارت د کم وژنې له پیل کیدو مخکې بیګاه شپه په شهر صفا او نن سهار پل مټک کې پر مسافر وړونکو بسونو باندې چاودنو پایله کې لسګونه افغانان شهیدان او ټپیان دي. سږکال روژه کې یې د افغانانو وینه تویولو باندې شه د زړه بړاس وویست.»

م. ظفر هېوادمل بیا وايي، «اوربند په څه مانا!؟ که هدف همداوي چې درې ورځې مو نه وژنو نوطالبان دې مهرباني وکړي خپل احسان دې بېرته واخلي ضرورت نشته چې ددرې ورځې ژوند لپاره د لسګونو هېوادونو احسان واخلو، چې مونږ ته بیا ووایي دا اوربند زمونږ په مرسته وه.او که دوی وایي اختروکړئ دلته خو اختر نشته بلکې برعکس داختر لومړی ورځ مو په هېواد کې محشر وي هره خور،مور او ورور مو په هدیره کې په ژړاځان وژني.»

د یادونې ده چې د طالبانو او افغان حکومت له‌خوا تېرو اخترونو کې د اوربند جلا اعلانونه څو وار مخکې هم شوي، خو له پیل سره سم مات شوي. یوازې یو وار په ٢٠١٨ کال کې دواړو خواو سراسري اوربند کړی و چې له امله‌ یې زرګونه طالبان ان د کابل تر ښاره راغلل او برعکس افغان حکومتي کارکوونکي او پوځیان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو عزیزانو لیدو ته ورغلل.

افغان حکومت لاتر اوسه سږکال د اختر په مخه د اوربند اعلان نه‌ دی کړی.

ورته مهال د افغانستان د ملي روغې جوړوې عالي شورا د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل لاره نه ‌ده.

دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین نه د وتلو لار د سولې د خبرو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.

په اعلامیه کې راغلي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې جګړه نه ‌یوازې دا چې د حل لاره نه‌ ده، بلکې لانجه نوره هم ژوروي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې بېرته د سولې خبرو ته وګرځي او دایمي اوربند وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شپه طالبانو د کمکي اختر د درېیو ورځو په مخه د اوربند اعلان وکړ.

د همدې اوربند په درشل کې بیا جګړه توده شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې پر دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته زیان اوړي.

طالبانو داسې وخت د اختر په درېیو ورځو کې د ځان له ‌خوا د اوربند اعلان کړی چې ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام دې ډلې ته ګواښ وکړ که له بریدونو لاس وانه ‌خلي د افغان ځواکونو له‌ خوا به وځپل شي.

2 COMMENTS

  1. الله مو تباه کړه له دې اوربند سره. الله مو بوی ورک کړه.
    هلته بم او دلته بم وچوئ. له شرمه یې ملامتي هم نه شی اخیستلی.

    د پاکستان لپاره خپل وطن ورانوئ

  2. الله دې د سولې قدم نیک کړي او ټولو ته دې د سمې لارې هدایت وکړي. چا يو ملګری، چا خپل خپلوان، چا ټوله کورني له لاسه ورکړي، خدای دې نور په دې ملت ورحمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب