Homeخبرونهپر ایران د درېیمې شپې بریدونه، تهران د امریکايي هدفونو د ویشتلو...

پر ایران د درېیمې شپې بریدونه، تهران د امریکايي هدفونو د ویشتلو ادعا وکړه

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د پرله‌پسې درېیمې شپې لپاره پر ایران پوځي بریدونه پیل کړي دي، په داسې حال کې چې د ایران له بېلابېلو ولایتونو د زورورو چاودنو او د پوځي تاوتریخوالي د پراخېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سنتکام په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو د امریکا د ختیځ په وخت د مازدیګر له ۴:۴۵ بجو (د ایران د وخت له مخې د شپې ۱۲:۱۵ بجې) راهیسې پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. د سنتکام په وینا، د دغو عملیاتو موخه پر ایراني ځواکونو د درنو لګښتونو تپل او په هرمز تنګي کې د ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو د برید وړتیا کمول دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې پوډکاسټ مرکې په ترڅ کې ویلي و، چې امریکا به «نن شپه او سبا شپه» پر ایران سخت بریدونه وکړي. هغه ادعا وکړه چې ایران له پخوانیو ژمنو سرغړونه کړې او واشنګټن به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ټرمپ د ایران د اتومي پروګرام په اړه هم وویل چې د نطنز ترڅنګ د «کلنګ» غره لاندې اتومي تاسیسات تر سختې څارنې لاندې دي. هغه ادعا وکړه چې هر ځل د اتومي فعالیت نښې ولیدل شي، امریکا به یې په نښه کړي او ښایي په نژدې راتلونکي کې د دغه غره پر تاسیساتو هم برید وشي.

بل لور ته، ایراني رسنیو د بوشهر، بندرعباس، قشم، ابوموسی، کیش، د خوزستان د امیدیې سیمې او د هرمزګان په ځینو نورو برخو کې د پرله‌پسې زورورو چاودنو خبر ورکړی دی. مهر خبري اژانس ویلي چې د بوشهر د چاودنو دقیق ځای لا نه دی مشخص شوی، خو د کیش د اوبو او برېښنا پر تاسیساتو د برید راپورونه یې رد کړي دي.

هم‌مهاله، د ایران دولتي رسنیو د پوځ له قوله ادعا کړې چې ایراني ځواکونو په کویت کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه او په فارس خلیج کې یوه «متخاصمه امریکايي بېړۍ» د کروز توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړې دي. د ایران د پوځ په وینا، په کویت کې د امریکا د اډې مخابراتي سیستمونه، د سونګ زېرمې، د پاتریوټ دفاعي سیستم، د څار برج او د مهماتو زېرمتونونه ویشتل شوي دي. خو تر اوسه امریکايي او کویتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې، امنیتي سرچینو ویلي چې د عراق د کوردستان د اربیل ښار په ختیځ کې د ایران د حکومت د یوې مخالفې کورد ډلې پر مرکز یې د توغندو  بریدونه کړي دي. د برید د احتمالي تلفاتو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

له بلې خوا، په بحرین کې د هوايي برید د خبرداري زنګونه غږېدلي او د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي دي. د بحرین د پاچا د سلاکار دفتر هم تایید کړې چې د هېواد دفاعي سیستمونه د مشکوکو توغندويي بریدونو د شنډولو په حال کې دي. بحرین د امریکا د پنځم سمندري ځواک کوربه دی.

د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د وروستیو پرمختګونو په اړه د بېلابېلو لورو له خوا متضاد معلومات خپرېږي، په داسې حال کې چې د جګړې د لا پراخېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...