تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) پولنډي ورځپاڼې Dziennik Gazeta Prawna د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې پولنډ، سره له دې چې د بشري حقونو اروپايي محکمې د لنډمهالو محافظتي تدابیرو امر کړی و، افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول بیا پیل کړي دي. د راپور له مخې، په یو لړ عملیاتو کې ایستل شوي کسان د خونديتوب له تضمین پرته د هوايي ډګرونو ته لېږدول شوي دي.
ورځپاڼې موندلې چې افغانستان ته د استولو د عملیاتو جزئیات هر ځل په جلا ډول تنظیمېږي او د پولنډ سپولهساتي په افغانستان کې یوازې له محدودو اړیکو څخه کار اخلي.
د کورنیو چارو وزارت د ځواب له مخې، پولهساتونکي «یوازې تر هغه حده چې د افغانستان د هغو اتباعو د بېرته ستنولو لپاره اړین وي چې د وتلو حکم ورته شوی، د افغانستان د واکمنو چارواکو له استازو سره تخنیکي اړیکې ساتي»، چې دا اړیکې تر ډېره د هوايي ډګر له چارواکو سره وي.
راپور د اپرېل د ۱۰مې د یوې پېښې یادونه کوي، چې پکې درې افغانان، د بشري حقونو اروپايي محکمې له محافظتي امرونو سره سره، له پولنډه وایستل شول. د راپور له مخې، پولنډي ځواکونو هغوی د کاراکوف له هوايي ډګر څخه تر ازبکستان پورې بدرګه کړل، خو له هغه ځایه کابل ته په نښلوونکې الوتکه کې نور پولنډي ساتونکي ورسره نه وو.
د قانون د حاکمیت انسټیټیوټ مشر، توماش سینیوف، ویلي چې دغه افغانان یوه اوونۍ د کابل په هوايي ډګر کې بند پاتې شول، وروسته بېرته تاشکند ته واستول شول، او بیا دوهم ځل کابل ته ولېږدول شول. د هغه په وینا، په پای کې لږ تر لږه یوه تن ته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه.
سرحدي ساتونکي ټینګار کوي چې د دوی ټولې پرېکړې په انفرادي ډول کېږي او تر پرېکړې مخکې د هر بهرني وګړي شخصي او حقوقي وضعیت او د هغه د اصلي هېواد شرایط په دقت ارزول کېږي، ترڅو د اتوماتیکو پرېکړو مخه ونیول شي او د بشري حقونو معیارونه خوندي پاتې شي.
خو ورځپاڼه زیاتوي چې پولهساتو دا هم منلې چې کله افغانان د افغانستان اړوندو چارواکو ته وسپارل شي، دوی نور د هغوی د ځای، وضعیت یا د هغوی پر وړاندې د افغان چارواکو د احتمالي اقداماتو په اړه هېڅ معلومات نه لري.