Home+د مصنوعي ځیرکتیا سیالي: چین څنګه د الګوریتمي زبرځواک پر لور روان...

د مصنوعي ځیرکتیا سیالي: چین څنګه د الګوریتمي زبرځواک پر لور روان دی؟

لیکوال: ذبیح الله افغان

د نړۍ د قدرت تاریخ تل د هغو هېوادونو په نوم لیکل شوی چې د خپل وخت د ستراتیژیکو سرچینو کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی. په نولسمه پېړۍ کې صنعتي ظرفیت د قدرت اصلي معیار و، په شلمه پېړۍ کې پوځي ځواک، اټومي وسلې، طبیعي سرچینې او اقتصادي نفوذ د نړیوال سیاست د توازن بنسټونه وبلل شول؛ خو په یوویشتمه پېړۍ کې د قدرت مفهوم د یوه نوي تحول شاهد دی.

نن ورځ هغه هېواد چې د معلوماتو، محاسبوي ظرفیت، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي زیربناوو مشري وکړي، یوازې د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ نه کوي، بلکې د نړیوال سیاست د راتلونکي د جوړولو توان هم پیدا کوي. د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب د نړۍ د قدرت د جوړښتونو په اړه پخوانۍ محاسبې بدلې کړې، ځکه اوس د سیالۍ ډګر یوازې د جګړې میدانونه، صنعتي فابریکې او مالي بازارونه نه دي؛ بلکې د معلوماتو مرکزونه، الګوریتمونه او د محاسبوي ځواک شبکې هم بلل کیږي. مصنوعي ځیرکتیا اوس یوازې یو علمي یا سوداګریز نوښت نه دی، بلکې د نړیوالې سیالۍ یوه ستراتیژیک انتخاب ګرځېدلی دی. د دولتونو امنیتي پالیسۍ، اقتصادي ستراتیژۍ، پوځي پلانونه او حتی ډیپلوماټیک نفوذ په زیاتېدونکي ډول د AI له وړتیاوو سره تړل کېږي.له همدې امله د ۲۱مې پېړۍ یوه اساسي پوښتنه دا ده چې د راتلونکې نړۍ قواعد به څوک ټاکي؟ هغه هېواد چې تر ټولو پیاوړی نظامي ځواک ولري، که هغه هېواد چې تر ټولو پرمختللي الګوریتمونه، ډېټا او محاسبوي وړتیا ولري؟ په دې سیالۍ کې چین ځان یوازې د یوه ګډونوال په توګه نه، بلکې د یوه احتمالي ټکنالوژیکي زبرځواک په توګه مطرح کوي. بیجینګ په تېرو کلونو کې مصنوعي ځیرکتیا د ملي ستراتیژۍ یوه اساسي برخه ګرځولې او هڅه کوي چې د نړۍ د AI په مرکز بدل شي.

د چین د کمونېست ګوند له خوا په ۲۰۱۷ کال کې د «نوي نسل مصنوعي ځیرکتیا پراختیا پلان» اعلان شو چې  د همدې ستراتیژیک لید ښکاره نښه وه. د دې پلان موخه یوازې علمي پرمختګ نه و، بلکې تر ۲۰۳۰ کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې رهبرۍ ترلاسه کول وو. دا هدف د چین د نړیوال رول د بیا تعریف یوه برخه ده؛ داسې هڅه چې غواړي د راتلونکي ټکنالوژیک نظم په جوړولو کې مرکزي ځای ترلاسه کړي.

ټکنالوژیکي جیوپولیټیک: د قدرت د نوي تعریف ظهور

د نړیوال سیاست پخوانیو نظریو د دولتونو د ځواک سرچینې په دودیزو عواملو کې لټولې. د ریالیزم له نظره، پوځي ځواک او د دولت بقا د نړیوال سیاست اصلي محرکات وو. لیبرال نظریو بیا اقتصادي اړیکې، نړیوال بنسټونه او سوداګریزې شبکې د سولې او نفوذ مهم عناصر بلل. خو مصنوعي ځیرکتیا د قدرت په تعریف کې نوی عنصر داخل کړی دی، د معلوماتو او الګوریتمونو کنټرل. په نننۍ نړۍ کې معلومات د ستراتیژیکې پانګې بڼه غوره کړې ده. هغه هېوادونه چې د معلوماتو راټولولو، تحلیل او استعمال وړتیا ولري، کولای شي په اقتصاد، امنیت او ټولنیز مدیریت کې بې سارې وړتیاوې ترلاسه کړي. همدا بدلون د «ټکنالوژیکي جیوپولیټیک» مفهوم رامنځته کوي. په دې نوي نظم کې ټکنالوژي یوازې د اقتصادي ودې وسیله نه ده؛ بلکې د نړیوال نفوذ، امنیتي برلاسۍ او سیاسي ځواک یوه سرچینه ده. چین د همدې بدلون اهمیت تر ډېرو هېوادونو مخکې درک کړی. د بیجینګ ستراتیژي دا ده چې مصنوعي ځیرکتیا د ملي ځواک له ټولو برخو سره وتړي: له اقتصاد څخه تر پوځ، له صنعت څخه تر ډیپلوماسۍ.

د یادونې وړ ده چې د چین د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ تر شا درې مهم عوامل لیدل کېږي: قوي دولتي ستراتیژي، پراخ صنعتي ظرفیت او د معلوماتو لویه سرچینه. لومړی عامل د دولت رول دی. د چین سیاسي نظام د اوږدمهاله ستراتیژیکو پروژو د پلي کولو ځانګړتیا لري. په داسې حال کې چې په ډېرو لوېدیځو هېوادونو کې سترې ټکنالوژیکې تګلارې د سیاسي بدلونونو او انتخاباتي دورو له امله بدلېدای شي، چین هڅه کوي چې اوږدمهاله پلانونه په دوامداره توګه تعقیب کړي. دوهم عامل د چین تخنیکي شرکتونه دي. د Baidu، Tencent او Huawei په څېر شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا، کلاوډ کمپیوټینګ، مخابراتي شبکو او ډیجیټلي خدماتو په برخه کې پراخ پرمختګ کړی دی. درېیم عامل ډېټا ده. مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې لپاره پراخو معلوماتو ته اړتیا لري، او چین د نړۍ له تر ټولو لویو ډیجیټلي ټولنو څخه یوه لري. د برېښنايي سوداګرۍ، ګرځنده تادیاتو او آنلاین خدماتو پراختیا چین ته د معلوماتو پراخه سرچینه برابره کړې ده. خو د معلوماتو دا پراخوالی له جدي سیاسي بحثونو سره هم تړلی دی. د شخصي محرمیت، دولتي څارنې او د معلوماتو د کنټرول موضوعات د چین د ډیجیټلي ماډل په اړه نړیوالې پوښتنې راپورته کوي.

چین مصنوعي ځیرکتیا یوازې د کورني پرمختګ لپاره نه کاروي؛ بلکې دا د نړیوال نفوذ د پراخولو یوه وسیله هم ګڼي. د کمربند او لارې د سترې پروژې ترڅنګ د «ډیجیټلي ورېښمو لارې» مفهوم د چین د ټکنالوژیکې ډیپلوماسۍ مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د چین شرکتونه په بېلابېلو هېوادونو کې مخابراتي شبکې، د معلوماتو مرکزونه، ځیرک ښارونه او ډیجیټلي خدمتونه وړاندې کوي. د نړۍ په ځانګړي ډول د اسیا، افریقا او نورو مخ پر ودې سیمو هېوادونو لپاره دا ټکنالوژي د پرمختګ فرصت ګڼل کېږي.خو له جیوپولیټیکي نظره، دا یوازې اقتصادي معامله نه ده. کله چې یو هېواد د یوه ځانګړي ټکنالوژیک اکوسیستم پر بنسټ خپلې شبکې جوړوي، نو د اوږدې مودې لپاره له هماغه معیارونو، وسایلو او شرکتونو سره تړل کېږي. له همدې امله د چین ډیجیټلي پراختیا د نړیوال نفوذ یوه نوې بڼه ګڼل کېږي؛ داسې نفوذ چې د پوځي اډو پر ځای د معلوماتي شبکو او ټکنالوژیکو معیارونو له لارې رامنځته کېږي.

د مصنوعي ځیرکتیا سواد؛ د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو مهم مهارت

د پوځي چارو په ډګر کې مصنوعي ځیرکتیا د جګړې مفهوم بدل کړی دی. د چین پوځي مفکورې په وروستیو کلونو کې د «هوښیارې جګړې پر لور حرکت کړی دی. په راتلونکو شخړو کې معلوماتي برتري، د معلوماتو چټک تحلیل او د خودکار سیستمونو کارول کولای شي د جګړې پایلې اغېزمنې کړي. مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د استخباراتي معلوماتو تحلیل، د احتمالي ګواښونو پېژندنه او د قوماندې د پرېکړو ملاتړ چټک کړي. همدارنګه، بې پیلوټه الوتکې، خودکار وسایل او د ډرونونو پرمختللي سیستمونه د راتلونکو پوځي سیالیو مهم عناصر ګرځېدلي دي.

چین هڅه کوي چې د AIپوځي وړتیاوې د خپل دفاعي جوړښت یوه مهمه برخه وګرځوي، په ځانګړي ډول د ختیځې اسیا د امنیتي چاپېریال په نظر کې نیولو سره. چین د خپلو سیلانو سره د مبارزي لپاره هم د مصنوعی ځیرکتیا د ګټې اخیستې په موخه ستراتیژیک انتخاب رامنځته کړي دي. د مصنوعي ځیرکتیا سیالي د چین او امریکا ترمنځ د پراخې ستراتیژیکې سیالۍ یوه مهمه جبهه ده. دا سیالي یوازې د شرکتونو یا بازارونو پر سر نه ده؛ بلکې د راتلونکي نړیوال نظم پر سر ده. د سیمي کنډکټرونو، پرمختللو چپونو او تولیدي تجهیزاتو موضوع د دې جګړې له مهمو برخو څخه ده. امریکا هڅه کوي چې د حساسو ټکنالوژیو د انتقال محدودیتونه زیات کړي، په داسې حال کې چې چین د کورني تولید او تخنیکي خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره پانګونه کوي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال معیارونه، قوانین او اصول د خپلو ستراتیژیکو ګټو مطابق تعریف کړي. دا وضعیت د یوه نوي «ټکنالوژیکي قطبیت» لامل ګرځي؛ داسې نړۍ چې ممکن د ډیجیټلي اکوسیستمونو له مخې په بېلابېلو برخو ووېشل شي.

نو په پایله کې ویلی شو چې مصنوعي ځیرکتیا به د راتلونکو لسیزو په نړیوال سیاست کې یو له مهمو ټاکونکو عواملو څخه وي. د چین پرمختګ په دې برخه کې یوازې تخنیکي بریا نه ده، بلکې د نړیوال ځواک د بیا وېش یوه برخه ده. بیجینګ د ډېټا، صنعتي ظرفیت، دولتي ستراتیژۍ او ټکنالوژیکو شرکتونو له لارې هڅه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې خپل نړیوال رول لوړ کړي. خو د AIراتلونکی یوازې د یوه هېواد د بریا کیسه نه ده. د محرمیت، اخلاقي معیارونو، نړیوال باور او د ټکنالوژۍ د مسؤلانه استعمال پوښتنې به د دې سیالۍ مهمې برخې پاتې شي. د نړۍ راتلونکی ښایي د «الګوریتمي قطبیت» پر بنسټ جوړ شي؛ داسې نړۍ چې پکې ځواک یوازې د وسلو، اقتصاد او جغرافیې له لارې نه، بلکې د معلوماتو، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي معیارونو د کنټرول له لارې هم سنجول کېږي. په دې نوي عصر کې هغه هېوادونه به د نړیوال سیاست په جوړولو کې مخکښ رول ولري چې د راتلونکې ټکنالوژیکې ژبې د لیکلو توان ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...