تاند – (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱ مه) که څو کاله مخکې مو هغه څوک د سواد خاوند باله چې لیک- لوست کولی شي، نن ورځ د دې مفهوم بڼه بدله شوې ده. مصنوعي ځیرکتیا (AI) په بېساري چټکۍ د انسان ژوند ته ننوتې او د زدهکړې، کار، د محتوا د تولید، پرېکړو او اقتصادي سیالۍ څرنګوالی یې بدل کړی دی.
متخصصان وایي، د افرادو، ادارو او حتا هېوادونو راتلونکی به تر ډېره د مصنوعي ځیرکتیا د سواد له کچې سره تړلی وي. یوازې دې ټکنالوژۍ ته لاسرسی مهم نه دی، بلکې تر ټولو مهمه دا ده چې خلک یې کارول په سمه او مسولانه توګه زده کړي.
د AI سواد څه معنا لري؟
ډېری خلک فکر کوي چې د ChatGPT یا نورو AI پروګرامونو کارول د دې ټکنالوژۍ بشپړه زدهکړه ده، خو کارپوهان وایي دا یوازې لومړی ګام دی.
لکه څنګه چې یوازې د کتاب لرل یو څوک نه باسواده کوي، او یا د مسلکي کامرې اخیستل انسان نه عکاس کوي، همداسې د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو کارول هم د AI د سواد معنا نه لري.
د AI سواد هغه وړتیا ده چې انسان وکولای شي دا ټکنالوژي درک او په مسوولانه ډول وکاروي. دا ډول کسان پوهېږي چې:
- څه وخت د AI پر ځواب باور کولای شي؛
- څه وخت معلومات باید بیا وڅېړي او کرهوالي یې تایید کړي؛
- څنګه خپل شخصي معلومات خوندي وساتي؛
- او څنګه د خپل تحلیلي فکر له لاسه ورکولو پرته د AI له امکاناتو د خپلې ګټې لپاره استفاده وکړي.
AI یوازې یوه ساده وسیله نه ده
د مصنوعي ځیرکتیا متخصصان وایي، ډېرو پرمختللو هېوادونو د AI سواد زدهکړې ته په ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي ادارو او سترو شرکتونو کې لومړیتوب ورکړی دی.
د دوی په وینا، علت یې دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا نور یوازې یوه عادي وسیله نه ده، بلکې د زدهکړې، کار بازار، اقتصاد او د انسانانو د پرېکړو جوړښت بدلوي.
د AI د سواد نشتوالی څه ستونزې رامنځته کوي؟
که خلک د AI په اړه کافي پوهه ونه لري، ښايي ناسمې پرېکړې وکړي.
د بېلګې په توګه:
- یو ډاکټر چې د AI د محدودیتونو له درک پرته د ناروغ د درملنې پرېکړه وکړي؛
- یو خبریال چې د AI لهخوا تولید شوی متن له ارزونې پرته خپور کړي؛
- یا یو مدیر چې یوازې د یوه الګوریتم پر تحلیل تکیه وکړي؛
ممکن له جدي تېروتنو سره مخامخ شي.
خو که AI په سمه او مسوولانه توګه وکارول شي، کولای شي زدهکړه چټکه کړي، د کار دقت او تولید زیات کړي، او د نوښت او سوداګرۍ لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.
د راتلونکې نړۍ لپاره مهم مهارت
کارپوهان ټینګار کوي چې په راتلونکې کې د انسانانو، ادارو او هېوادونو ترمنځ توپیر به یوازې د AI ټکنالوژۍ ته د لاسرسي له امله نه وي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا د سواد له کچې سره به تړاو ولري.
له همدې امله، د مصنوعي ځیرکتیا د مسوولانه، هوښیارانه او انتقادي کارونې زدهکړه د ۲۱مې پېړۍ له تر ټولو مهمو مهارتونو څخه ګڼل کېږي؛ داسې مهارت چې کولای شي د زدهکړې، کار، پرېکړو او ورځني ژوند کیفیت ښه کړي او د ټولنې لپاره لا هوښیار او خوندي راتلونکی رامنځته کړي.