تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي، د یکشنبې په ماښام د امریکا د ختیځ په وخت د مازدیګر په پنځو بجو (د افغانستان د شپې یوه نیمه بجه) یې د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، څو د ایران هغه پوځي وړتیاوې کمزورې کړي چې په هرمز تنګي ګې پر تېرېدونکو ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو د بریدونو لپاره کارول کېږي.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات د امریکا د ولسمشر په امر ترسره شوي او هدف یې دا دی چې د ایران ځواکونه د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.
په همدې حال کې د ایران دولتي او کورنیو رسنیو د هرمزګان، بوشهر، خوزستان او سیستان او بلوچستان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو چاودنو خبر ورکړی دی.
د خوزستان د والي امنیتي مرستیال وليالله حیاتي ویلي، د دوشنبې د سهار په ۱:۳۵ بجو د اهواز ښار په شاوخوا کې دوه ځایونه په توغندو ویشتل شوي دي .
ایراني رسنیو همداراز د بندرعباس لوېدیځ، قشم، سیریک، ابوموسی ټاپو، بوشهر، چابهار او ماهشهر کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په بندرلنګه کې د امریکا په وروستیو بریدونو کې د «همراه اول» مخابراتي شرکت یو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې په قشم ټاپو کې څو پوځي هدفونه هم په نښه شوي دي. په ورته وخت کې یوه امریکايي چارواکي ویلي، د سپاه پاسداران د توغندیو سیسټمونه، هوايي دفاعي وسایل او چټکې پوځي کښتۍ چې د هرمز تنګي شاوخوا ځای پر ځای وې، په نښه شوۍ دي.
له بلې خوا د اکسیوس خبري وېبپاڼې خبریال باراک راوېد د سنټکام د قوماندان جنرال ټیم هاوکینز له قوله ویلي چې په تېر شاوخوا یو ساعت کې د سپاه پاسداران ځواکونو پر هغو سوداګریزو بېړیو ډزې کړې چې د هرمز تنګي له لارې یې تګ راتګ کاوه.
د نوموړي په وینا، امریکايي جنګي الوتکو تر اوسه د ایران یو کروز توغندی او یوه ځانمرګي بېپیلوټه الوتکه (ډرون) هم ویشتي او له منځه وړي دي.
تر اوسه د دغو تازه بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او د سیمې وضعیت لا هم کړکېچن بلل کېږي.