تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه) د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د سالکوم خلیج په ژورو اوبو کې په ۱۹۹۵ کال کې د یوې ډوبې شوې بېړۍ پاتې شوني وموندل شول. د دې بېړۍ په بار کې له ۴۰۰ څخه ډېرې د سرو زرو سکې وې، او همدې حیرانوونکې موندنې د دې بېړۍ د هویت د معلومولو لپاره ۳۰ کلنه څېړنه پیل کړه.
د دې تاریخي معما د حل ویاړ خپلواک تاریخپوه یان فریل ته ورسېد. هغه د تاریخي اسنادو په دقیقې څېړنې سره وموندله چې دا بېړۍ د هالنډ یوه سوداګریزه بېړۍ وه، چې «ډوم فان کولن» (Dom van Cuelen) نومېده.
دا بېړۍ په ۱۶۳۳ میلادي کال کې له مراکش څخه د هالنډ پلازمېنې امستردام ته روانه وه، خو د انګلستان ساحل ته نژدې د سختو توپانونو له امله ماته او ډوبه شوه.
څېړونکو ویلي، ټول موندل شوي شواهد له تاریخي اسنادو سره سمون لري؛ د بېړۍ د ډوبېدو نېټه، ځای، د سرو زرو سکې چې مراکشي اصل لري، او نور هغه توکي چې هالنډي سرچینه لري، ټول د همدې بېړۍ هویت تاییدوي.
د بریتانیا موزیم د څېړنو مشر جرمي هیل ویلي، د انګلستان د ډیون ساحل ته نژدې د افریقايي سرو زرو موندل یوه حیرانوونکې پېښه وه او دا پوښتنه یې راپورته کړه چې دا خزانه څنګه دې ځای ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، د دې پوښتنې ځواب یوازې د بېلابېلو متخصصانو د ګډو هڅو په پایله کې وموندل شو.
یوازې سره زر نه، نورې تاریخي نښې هم
د بېړۍ له اصلي باډۍ څخه ډېر لږ څه پاتې وو، نو د هغې د هویت معلومول خورا ستونزمن و. د څېړونکو تر ټولو مهمې نښې د بېړۍ بار و، چې پکې د سرو زرو سکې، ګاڼې، د خټو لوښي، د وزې پوستکي او یو سوداګریز مهر شامل وو.
د دې لرغوني ځای یوه په زړه پورې موندنه هغه د کنډ (د ونې سرښناکه ماده) ګولۍ وې چې په یوه سره خټین لوښي کې له څو پېړیو وروسته هم سالمې پاتې وې.
څېړونکي اټکل کوي چې دا ګولۍ د بېړۍ د درملو برخه وه، خو لا هم نه ده معلومه چې د کومې ناروغۍ د درملنې لپاره کارېدې.
د سرو زرو سکو معما حل کړه
د سرو زرو سکو د بېړۍ د هویت په موندلو کې اساسي رول ولوباوه. پر دغو سکو د ضرب کال لیکل شوی و، او تر ټولو نوې سکې په ۱۶۳۲ کال پورې اړه لرله.
له همدې امله څېړونکوي دې نتیجې ته ورسېدل چې بېړۍ له دې کال وروسته ډوبه شوې ده. دوی ویلي، همدې سکې د ډوبېدو د دقیق وخت په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه او ثابته یې کړه چې دا خزانه په «ډوم فان کولن» بېړۍ پورې اړه لري.
د امستردام د سوداګرو اسناد
تر درې لسیزو پلټنو وروسته، یان فریل وروستی مهم سند د بریتانیا په ملي آرشیف کې وموند.
د انګلستان د سمندري محکمې اسناد ښيي چې په ۱۶۳۳ کال کې د امستردام دوو سوداګرو، ژواو ده پاس او اندریا ده ازېدو، د یوې ډوبې شوې سوداګریزې محمولې د مالکیت ادعا ثبت کړې وه.
د دوی او د بېړۍ د دوو ژوندي پاتې شویو عملې غړو د شهادت له مخې، بېړۍ د انګلستان ساحل ته نژدې د سخت توپان ښکار شوه، عمله اړ شوه بېړۍ پرېږدي او قیمتي بار یې هماغلته پاتې شو.
د اوولسمې پېړۍ د سمندري سوداګرۍ یوه نوې کړکۍ
که څه هم اوس د بېړۍ هویت روښانه شوی، خو خپله د «ډوم فان کولن» په اړه ډېر معلومات نه شته او نه یې کوم عکس یا رسم موندل شوی دی.
خو څېړونکي وایي، دا موندنه د اوولسمې پېړۍ د هالنډ او مراکش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د هغه وخت د سمندري ټکنالوژۍ او د مراکش د سعدیانو د واکمنۍ په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.
دوی زیاتوي، دا خزانه اوس د نړۍ تر ټولو ستره پېژندل شوې ټولګه ده چې د سعدیانو د واکمنۍ د سرو زرو سکې پکې راټولې شوې دي.
د بورنموت پوهنتون سمندري لرغونپوه ډېو پرهام ویلي، دا موندنه د افریقايي سرو زرو د سوداګرۍ، د سعدیانو د شتمنۍ او د اوولسمې پېړۍ د سمندري سوداګرۍ د ودې په اړه مهم تاریخي شواهد وړاندې کوي، هغه سوداګري چې مراکش، هالنډ او بریتانیا یې سره نښلولي وو.