Home+چینايي څېړونکي: قهوه عمر اوږدوي

چینايي څېړونکي: قهوه عمر اوږدوي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) چینايي څېړونکي وايي، هغه کسان چې کافي یا قهوه څښي تر هغو چې نه یې څښي د ناببره مرګ له خطر سره لږ مخامخ کېږي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د چینايي څېړونکو د تحقیقاتو په پایله کې څرګنده شوې، هغه کسان چې په معتدل ډول کافي څښي (له بوره سره یا بې پورې) د هغو کسانو پرتله چې قهوه یې نه ده څښلې، د اوو کلونو په اندازه تر خپل وخت مخکې مرګ سره نه مخامخ کېږي.

دوی وايي چې دا اغېز یې په بېلابېلو قهوو کې لیدلی دی.

چینايي څېړونکو، چې د خپلې څېړنې پایلې په (Annals of Internal Medicine) مجله کې خپرې کړي، ویلي چې د بریتانیا په بیوبانک کې یې د څه باندې ۱۷۱ زره ګډونوالو معلومات څېړلي دي.

دې موسسې په ۲۰۰۶ م کال د تاسیس له وخته د څه باندې ۵۰۰ زره تنو د ژوند د طریقې، روغتیا او جنیټیک معلومات راټول کړي دي.

د چینايپي څېړونکو د تحقیق نتیجه ښيي چې که د ورځې له دوه نیمو تر څلور نیمو پیالو بې بورې کافي وڅښل شي نو د عمر له اوږدېدو سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...