یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د لمر ضد معیاري عینکې ولرئ

د لمر ضد معیاري عینکې ولرئ

لمر ضد عینکې لکه د لمر ضد کرېمو په څېر ارزښتناکې دي، کله چې له کوره بېرون وځئ هرو مرو ترې ګټه واخلئ، سوځونکی او مخامخ لمر د سترګو لپاره ضرر رسوونکی دی؛ کله چې سترګې د لمر له UV شعاو سره مخ کېږي نو ښکاره خبره ده چې له کچې زیات زیان ورته رسوي.

دا چې څه ډول د خپل ځان لپاره د لمر ضد عینکې غوره کړو، دغه لیکنه درسره مرسته کوي.
زه چې کله هم په سفر او یا رخصتۍ باندې ځم، نو عینکې مې هرو مر په سترګو وي، له عینکو پرته هېڅ ځای ته سفر نه شم کولی، ان که برېتانیا ته هم وي؛ ځکه زه فکر کوم کېدای شي په هغو ورځو کې چې زه په برېتانیان کې وم، هومره ورېځ نه وي، نو عینکې مې له یاده نه وځي.

د لمر ضد عینکو ځانګړنې

د عینکو اخیستو تر ټولو سخته مرحله د ډېرو په منځ کې د یو جوړ ښو عینکو ټاکنه ده چې نن سبا په بازار کې پلورل کېږي، که غواړئ د ځان لپاره نوې عینکې واخلئ، نو طراحي، کیفیت او د لمر په وړاندې یې د سترګو ساتنه تر ټولو اړینې ځانګړنې دي.

کیفیت:

د لوړ کیفیت لرونکې عینکې کېدای شي تر ډېره دوام وکړي؛ ځکه خو وایي: ((ارزان بې علته او قېمته شی بې حکمته نه وي.))

ساتنه:

کومې عینکې چې تاسو یې د ځان لپاره خوښوئ، بايد د لمر پر وړاندې د UVA, UVB او UVC وړانګو د انعکاس وړتیا ولري؛ ځکه که تاسو دغه څه په پام کې ونیسئ نو ډاډه به یاست چې ستاسو سترګې نور د لمر پر وړاندې له هېڅ کوم ګواښ سره نه دي مخ.

برنډ:

ډېری کسان د برنډ لپاره ډېر ژمن وي؛ ځکه یا خو یې له دې برنډه یې ډېره ګټه اخیستې وي او هر څه یې خپله ازمویلي وي یا دا چې د بل له خولې یې ډېر صفتونه ورته شوي وي. یو څه ته مو باید پام وي، چې د یوې فابریکې جنس د تل لپاره په هماغه یو ډول نه وي، نو اړینه نه ده چې په برنډ پسې وګرځئ، په هرو هغو عینکو کې مو چې پورتنۍ ځانګړنې پیدا کړې غوره دي.

ژباړن: حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب