یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تخار مسلکي انسټیټیوټ او د عطا نور ټلویزیون ط- انو په...

د تخار مسلکي انسټیټیوټ او د عطا نور ټلویزیون ط- انو په مدرسو بدل کړل

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د پوهنې وزارت په دوو جلا ګامونو کې د تخار تخنيکي او مسلکي انسټیټیوټ او په بلخ کې د عطا محمد نور اړوند د میترا ټلویزیون ودانۍ په خپلو مدرسو بدل کړل.

په بلخ کې په مدرسې د ټلویزیون د ودانۍ بدلېدو پرانیسته پرون د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منير د یو لړ مراسمو پر مهال وکړه.

د تخار د دولتي تخنیکي او مسلکي انستیتیوت په اړه، چې طالبانو په « جهادي مدرسې» بدل کړی ځايي سرچينې وايي چې ۲۳۶ نجونو او هلکانو د برېښنا انجنیرۍ، ساختمان، د موټرو ترمیم او کمپیوټر برخو کې زده کړې کولې.

 محصلانو شکایت کړی، چې طالبانو یې په انسټیټیوټ کې د مدرسې له جوړولو سره دوی بې برخلیکه کړي دي.

ويل شوي، چې د تخار د انسټیټیوټ د مدرسې کیدو د پرانیستې لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال مولوي محسن هاشمي دغه ولايت ته سفر کړی.

هغه به په دې سفر کې د فرخار ولسوالۍ ورزشي لوبغالی او ځینې نورې مهمې ودانۍ هم په جهادي مدرسو بدلې کړي.

د‌ طالبانو د « جهادي مدرسو» د جوړولو پریکړه د دوی لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده کړې ده.

یو شمېر خلک اندیښمن دي، چې د افغانستان په هره ولسوالۍ او سیمه کې د طالبانو د لویو او ورو « جهادي مدرسو» جوړیدل به افغانستان د لا نور افراطیت مرکز وګرځوي.

4 COMMENTS

  1. هیله ده کمنت مې خپور کړئ
    قران کې د پخوانیو افسانو پرته نور څه دي ؟
    چې د فرعون تکراري کیسې او نور تکراري ایاتونه ترې لرې کړې یو چپټر هم نه ترې جوړېږي

    دوزخ کې به اور وي او کندې به وي او جوش اوبه به ورکوي نو چېرې چې اکسیجن نه وي هلته دوامداره اور له کومه شي او هلته ګرمې اوبه کله ممکنې دي؟
    لمر کې اور نه دی هلته نیوکلیر فیوژن دی او لمر د ګاز توپ دی هلته ځای نشته چې تکیه وکړې

    او خلکو!
    نه جنت شته او نه دوزخ وچ افسانوي ځایونه دي

    نو بیا د دین ګټه څه شوه؟
    بس هسې په افسانو ولاړه یوه لویه دوکه ده چې ساده ګان پرې غولول کېږي

    همدا وطن مو دی او یو ژوند لری بیا ژوند نشته پاکستان د خیالي جنت په نامه له تاسې وطن لوټي

    ټول افغانان دا مني چې پاکستان یې دښمن دی نو بیا ولې هغې ډلې ته د دښمن په سترګه نه ګوري چې پاکستان روزلې او پاللې تر دې چې واکمنه یې کړه

    دینونه دومره په دروغو ولاړ دي چې هاشم لوګري ته یې منسوبول هم دده توهین دی وار خو د جهان د خالق شو !
    یو خدای چې جهان جوړوي هغه غلطۍ نه کوي قران او نورو مقدسو کتابونو کې په سلګونو غلطۍ دي

  2. ګهيځ جانه دا لاندني شعر نه پوهيږم چا ويلي کيدای شي ستا له نظر ته ورته وي؟

    دين دام د مخلوقاتو خواته يښی پري را اړوي وحشيان دا مخلوقات

  3. د ریا له زاهدي زما توبه ده
    چې ئې کاندي څوک په رسم و په رواج
    په ورځ پند او نصیحت وایي بل ته
    په شپه ناست وي د مغان په خرابات
    دین یې دام وي د دنیا په لار کې ايښئ
    پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات
    د هغو په لورئې سترګې وي ختلي
    چې په لاس ئې سرسایه وي یا ذکات
    زه رحمان له هسې اهله پناه غواړم
    هرچه لاف کا په خلاف د مقامات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب