یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي او عباس ستانکزی په لومړي ځل د بهرنيو چارو وزارت غونډه...

متقي او عباس ستانکزی په لومړي ځل د بهرنيو چارو وزارت غونډه کې ګډ څرګند شول

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۲ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وزير مولوي امیرخان متقي او سياسي مرستيال يې شېرمحمد عباس ستانکزی په لومړي ځل د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه غونډه کې يو ځای را څرګند شول.

دا غونډه پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ له وياندويانو او مطبوعاتي مبلغينو سره جوړه کړې وه.

په غونډه کې د طالبانو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير او د هغه سياسي مرستيال د طالبانو وياندويانو او مبلغينو ته د تبليغاتي جنګ د شدت او لارو چارو سپارښتنې کړي.

عباس ستانکزی له ملا متقي سره د صلاحیتونو د وېش او د دې په سر، چې ولی نوموړی د بهرنيو چارو وزير نه دی ټاکل شوی، ژور اختلافات لرل.

هغه له دې کبله خپلې دندې ته په مياشتو- مياشتو نه حاضريده او دا لومړی ځل دی، چې ملا متقي سره د طالبانو د څه باندې نهه مياشتينۍ واکمنۍ په موده کې په لومړي ځل د وزارت په يوه غونډه کې څرګندیږي.

عباس ستانکزي څو اونۍ مخکې د طالبانو د پخواني لوی مشر ملا اختر منصور په تلین غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت فعاليتونه هم نقد او کمزوري ګڼلي وو.

يو شمېر فعالانو په دې اړه هم نقد کړی، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دوی له « تبلیغاتي جګړې» سره څه کاري تړاو لري؟

اوړمه ورځ د طالبانو يوه مشهور مطبوعاتي مبلغ فیض محمد ځلاند ويلي وو، چې له عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال یې یوازې ۴۷ دقیقې ژړلي دي.

ځينو خلکو پوښتلي وو، چې د يوه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال باید همدومره وزګار وي، چې يوازې په یوه ملاقات کې د ۴۷ دقیقو ژړا ته غوږ کيږدي؟

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو واکمني د نړۍ هيڅ کوم هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې او دا د عباس ستانکزي په وینا د دوی د ديپلوماسۍ د دستګاه کمزوري ده.

1 COMMENT

  1. د باندينیو چارو وزارت یو رسمي او با اعتباره ارګان دی چې هلته تقریبا ټول مسلکي ، په دیپلوماسي او نړیوالو اړیکو پوه او مجرب کسان مقرر او کار کوي . یو دولت باید لومړی خپل خارجي سیاست او تګلاره د ملي منافعو په چوکاټ کې طرح او د یوې با صلاحیتې مرجع له خوا تصویب او بیا عملي کړي . په مستقیم ډول د باندینیو چارو وزارت کې تبلیغاتي ډلې او پروپاګند ځای نه لري ، البته دوی کولای شي د خپلو مطبوعاتي آتشو له لارې تبلیغاتي مواد او مستند ، مقنع معلومات نړیوالو ته ور وښیي.
    یو دولت کولای شي د خپلو پوهو او مجربو استازیو له لارې له نړیوالو سره په داخل او خارج کې ملاقاتونه تنظیم کړي او هغوی ته خپل کورنی اونړیوال سیاست تشریح کړی او د نړیوالو ملاتړ ، مرستې او خواخوږي راجلب کړي.
    د باندینیو چارو وزارت دنده او صلاحیت دی چې د نورو هېوادو د سفیرانو او رسمي استازو د غوښتنو پراساس د هېواد له نور شخصیتونو سره ملاقات تنظیم او د ضرورت په وخت کې نورو ولایتونو ته د هغوی سفر تنظیم کړي ، خو هغوی ته د خپلسرو ملاقاتونو او کړنو اجازه باید ورنکړي لکه تور مکناټن چې هر چېرته چې ېې زړه وغواړی ګرځي او وزیرانو ته هدایتونه ورکوي .
    تبلیغاتي جګړه د رادیو ، تلویزیون ، مطبوعاتو او سوشیال میډیا له لارې پرمخ وړل کیږي .
    د هېواد په داخل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدا راز د حج او اوقافو وزارتونه دنده لري چې د دولت یا د کومې ډلې لکه ټالبانو سیاست خلکو ته بیان کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب