تاند (چهارشنبه د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې د کافین ورځنی او معتدل استعمال د دماغي زوال (ډېمنشیا) د خطر له کمېدو او د ذهني وړتیاوو له ورو کمښت سره تړاو لري.
نوې موندنې ښيي چې هره ورځ د قهوې یا چای څښل د عمر له زیاتېدو سره د دماغ په سالم پاتې کېدو کې مرسته کولی شي.
د کافین معتدل استعمال، یعنې هره ورځ دوه تر درې پیالې کافین لرونکې قهوه یا یوه تر دوو پیالو چای څښل، ښايي د دماغي زوال خطر کم کړي، د ذهني وړتیا د کمېدو بهیر ورو کړي او د ادراکي فعالیت په ساتنه کې مرسته وکړي.
د دې څېړنې مشر لیکوال ډانیل وانګ، چې د «مس جنرال بریګهم» روغتیايي مرکز د طب څانګې څېړنیز همکار او د هارورډ پوهنتون د طب پوهنځي استاد مرستیال دی، ویلي:
«کله چې موږ د دماغي زوال د مخنیوي لپاره د لارو چارو په لټه کې وو، فکر مو وکړ چې داسې یو عام څښاک لکه قهوه ښايي یوه هیلهبخښونکې غذایي مداخله وي.»
د دې څېړنې پایلې چې په «جاما» مجله کې خپرې شوې، ښيي چې د کافین معتدل استعمال تر ۱۸ سلنه پورې د دماغي زوال د خطر له کمېدو سره تړاو لري. دا ګټې په هغو کسانو کې ډېرې څرګندې وې چې کافین یې په معتدله اندازه کاراوه.
خو د کافین لوړه اندازه هم له منفي عوارضو سره نه وه تړلې او داسې ښکاري چې د معتدل استعمال په څېر ورته عصبي محافظتي اغېزې لري.
قهوه او چای داسې فعاله بیولوژیکي مرکبات لکه پولیفینولونه او کافین لري، چې کولی شي د التهاب او حجروي زیان په کمولو سره او د ادراکي روغتیا په ملاتړ د دماغ د ساتنې رول ولوبوي.
دا څېړنه څنګه ترسره شوه؟
په دې څېړنه کې له ۱۳۰ زرو څخه ډېر کسان شامل وو. پر ګډونوالو د خوړو ارزونې، د دماغي زوال تشخیص او ادراکي ازموینې ترسره شوې. دا کسان تر ۴۳ کلونو پورې تعقیب شول، څو څېړونکي وڅېړي چې کافین لرونکې قهوه، چای او بېکافینه قهوه په اوږده مهال کې د دماغي زوال او ذهني روغتیا پر خطر څه اغېز لري.
د څارنې په موده کې ۱۱ زره او ۳۳ تنه ګډونوال له دماغي زوال سره مخامخ شول.
د ښځو او نارینهوو ترمنځ، هغه کسان چې تر ټولو ډېر کافین یې کاراوه، د هغو کسانو پرتله چې ډېر لږ یا هېڅ کافین یې نه کاراوه، ۱۸ سلنه لږ د دماغي زوال له خطر سره مخامخ وو.
همداراز، د قهوې څښونکو کسانو د ذهني کمښت لږې نښې راپور شوې — ۷.۸ سلنه، په داسې حال کې چې د لږ یا بېکافینه کسانو په منځ کې دا کچه ۹.۵ سلنه وه.
مخکنیو څېړنو ښودلې چې کافین د انسولین د حساسیت او د وینې رګونو د فعالیت له ښه والي سره تړاو لري؛ دا هغه عوامل دي چې ښايي د ذهني کمښت پر وړاندې محافظتي اغېز ولري.
خو څېړونکي خبرداری ورکوي چې دا یوه مشاهدوي (observational) څېړنه ده، نو د علت او معلول مستقیمه اړیکه نه شي ثابتولای. همداراز، په دې څېړنه کې د چای او قهوې ډولونه، د سوځولو درجه، د محصول سرچینه او د دم کولو طریقه په پام کې نه ده نیول شوې.