Homeخبرونهم.م. د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د سېلونو اټکل کړی

م.م. د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د سېلونو اټکل کړی

تاند(چهارشنبې) د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د ملګروملتو د خوړو او کرنې نړیواله ادارې (فاو) د افغانستان په لوېدیځو او جنوبي ولایتونو کې د سېلونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې پر اساس، شدید ورښتونه د تودوخې له لوړېدو سره یو ځای کولای شي د ځمکې پر مخ د روانو اوبو کچه لوړه کړي او د سېلونو د پېښېدو خطر زیات کړي.

د فاو د څار له مخې، په ټول افغانستان کې د غیرمعمولي ګرمۍ شرایط اټکل شوي، چې تودوخه به د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد له ۱ تر ۸ درجې  لوړه وي.

د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره وایي، تمه ده چې په جنوبي ولایتونو کې تودوخه د سانتي ګراد له ۲۰ درجې  واوړي، او د تودوخې له زیاتېدو او د واورو له چټکې وېلې کېدو سره ښايي د واورو زېرمې کمې شي.

دا اداره خبرداری ورکوي چې په خاورو یا مځکه کې  د اوبو د کم جذب له امله، په اوږدمهال کې د خاورې د رطوبت او د اوبو د کمښت ستونزې رامنځته کېدای شي.

په همدې حال کې، د ملګروملتو دې ادارې د افغانستان په شمال کې د هوا د رطوبت د کمېدو د بېلابېلو حالاتو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې د ارزونو له مخې، د بارانونو کمښت او د تبخیر او تعرق زیاتوالی په للمي کرنیز کمربند کې کولای شي د خاورې پر لندبدلوالي / رطوبت منفي اغېز وکړي.

د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره وایي، دا وضعیت ښايي د حاصلاتو وده له ستونزو سره مخامخ کړي او پر کرنیزو تولیداتو منفي اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...