Home+د کشرانو په بریا کې د مشرانو ونډه| شاه زلمی

د کشرانو په بریا کې د مشرانو ونډه| شاه زلمی

د یوې کورنۍ او  بریالۍ ټولنې راز په دې کې دی چې خپل راتلونکی نسل په سمه توګه وروزي او د هغوی لپاره د پرمختګ لارې هوارې کړي. هره ټولنه هغه وخت د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېږي چې د خپلو ماشومانو او ځوانانو په زده‌کړه، روزنه او شخصیت جوړونه کې پانګونه وکړي. کشران د سبا مشران دي، نو د هغوی روزنه د ټولنې د روښانه راتلونکي تضمین ګڼل کېږي.

د دې لپاره اړینه ده چې له کوچنیوالي څخه پر ماشومانو او ځوانانو زده‌کړې، روزنې او ښه اخلاقو ته ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو هغوی د خپل روښانه راتلونکي د جوړولو توان پیدا کړي. د کورنۍ غړي، ښوونکي او د ټولنې مشران هر یو په خپل ځای د دې ستر مسؤلیت برخه لري. که ماشوم په سالم چاپېریال کې لوی شي، د علم او ادب ارزښت ور وپېژندل شي او د ښه چلند روزنه ورکړل شي، نو هغه به د خپلې ټولنې یو ګټور او مسؤل وګړی شي.

که نوي نسل ته په تدریجي ډول د زده‌ کړې، تربیې او مسؤلیت احساس وکړي ، نو مشران دې ډاډه وي چې ټولنه به یې روښانه او بریالۍ راتلونکې ولري. د کشرانو بریا یوازې د هغوی شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د هغو مشرانو د زحمت، لارښوونې او ملاتړ پایله هم ده چې د هغوی د ودې لپاره یې هڅې کړې وي.

بریالي مشران یوازې امر نه کوي، بلکې د عملي بېلګې  هم وړاندې کوي. هغوی د خپلو تجربو په شریکولو، د ستونزو په حل کې د مرستې کولو او د کشرانو د استعدادونو په هڅولو سره هغوی ته د پرمختګ فرصتونه برابروي. کله چې یو ځوان د مشرانو له لوري تشویق او ملاتړ وویني، نو په ځان باور پیدا کوي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې هڅې کوي.

له بلې خوا، که کشران د بې‌ پروايۍ، ناسمې روزنې او بې‌ سوادۍ ښکار شي، نو نه یوازې خپله راتلونکې له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د کورنۍ او  ټولنې پر پرمختګ هم منفي اغېز پرېږدي. له همدې امله د مشرانو مسؤلیت یوازې د نن ورځې اداره نه ده، بلکې د سبا لپاره د داسې نسل روزل دي چې کورنۍ  او ټولنې د خدمت اوږه ورکړي.

د یوې بریالۍ او پرمختللې ټولنې بنسټ د هغې پر روزل شوي، بااخلاقه او بااستعداده نسل ولاړه  وي. هر څومره چې مشران د کشرانو په زده‌کړه، روزنه، اخلاقي پالنه او ملاتړ کې زیاته ونډه واخلي، هماغومره به کورنۍ او  ټولنه د سوکالۍ، یووالي او پرمختګ پر لور  ګامونه اخلي.

لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ د جولای ١٤مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...