غوث جانباز
د روسیې د لومړي تلویزیون په «لویه لوبه» خپرونه کې د دې پروګرام کوربه دمیتري سایمز او متقاعد جنرال یفګیني بوژینسکي د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د روسیې او امریکا د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د دوی په وینا، ولادیمیر پوتین لا په ۱۹۹۹ کال کې واشنګټن ته وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګډه مبارزه وکړي. د دې وړاندیز بنسټ د شمالي ټلوالې سره د مسکو اړیکې وې؛ هغه ځواک چې وروسته په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د لوېدیځ ائتلاف اصلي ځمکنۍ تکیه وګرځېد.
جنرال بوژینسکي ویلي، روسیې له امریکایانو سره په چټک او پراخ ډول مرسته وکړه؛ له استخباراتي معلوماتو او د ماینونو د نقشو له شریکولو نیولې، آن تر دې چې د روسیې له خاورې یې د پوځي اکمالاتو د لېږد زمینه هم برابره کړه.
خو دمیتري سایمز ادعا کړې چې واشنګټن د مسکو دغه وړاندیز ته په شکمن نظر کاته او دا یې په منځنۍ آسیا کې د روسیې د نفوذ د پراخولو هڅه بلله. د هغه په خبره، امریکايي چارواکو په سیمه کی خپلو ډیپلوماتانو ته لارښوونه کړې وه چې په سیمه کې له روسیې سره له ګډو اقداماتو واټن وساتي.
د خپرونې دواړو گډونوالو ټینګار وکړ چې د شمالي ټلوالې له ملاتړ پرته به د امریکا لپاره په افغانستان کې بریا تر ډېره ستونزمنه وه، خو واشنګټن د دوی په باور د روسیې ونډه او مرسته په لازم ډول ونه ارزوله.
یادونه: دیمیتري سایمز امریکايي ـ روسی سیاسي شنونکی او د تلویزیون کوربه دی. هغه پخوا په واشنګټن کې د «Center for the National Interest» د تحلیلي مرکز مشر و او اوس د روسیې د لومړي تلویزیون د «لویی لوبه» Great Game خپرونه پرمخ وړي.
غوث جانباز نیکی هیلی می ومنه!
تنها روسیه نه وو ایران مرسته کړی تنها د امریکا راتګ څخه مخکې د کورنۍ جګړی پر مهال د مزاری او محقق سره مرسته ، رقص مرده او سینه بریدن،
چین په داخلی جګړه د شوروی خلاف تیرو جنګي ۷ ګانه او هشتګانه ډلو ته نظامی وسلی جوړولی او پاکستان په مرسته یی ورته رسولی
پاکستان په اړه ځکه څه نه وایم چې وړوکی ۷ کلن ماشوم ته یې هم نوم اخلی یو مکمله پرپړه درته لیکلی شي
جالبه ده چې نړیواله جنګی جرایمو محکمه او حقوق بشر او ملګری ملتونه شتون هم د موچی او قصاب قیصه شوه.
ځکه مجرمین څخه څوک پوښتني جرئت نشی کولی ځکه قصاب ده مګر ضعیفی هیوادونو ته هر نر نر کیږی ځکه موچی ده
نوریصاحب سلام
کاغ کاغ کاغ
زاغ زنده ماند
له بده مرغه ! کله چې دهمدې جنایت کارانو ځل ، پوزه اوچڼه له اوبو رابااسې او حقیقت لیکې بیا چنګک والا نصیحت کوی ستا نقد اهانت بولی دغه ډول عناصر دولس پټ او جعل کار منافق دښمنان دی .