شاه محمود میاخېل
په نړیوال شخړو کې منځګړیتوب هم لکه د کلي د شخړو غوندې جرګه ماري ده. کله چې په کلي کې دوه ښکرور سره په جنګ شي، د کلي نور کسان د دواړو ښکرورو په منځ کې ښکته پورته کیږي او دواړو خواو ته سوال زاري کوي چې نور سره ښکرونه مه جنګوئ ځکه ولس درسره تباه کیږي. دلته جرګه مار نه د فیصلو صلاحیت لري او نه د فیصلو د تطبیق لپاره قوت. په جرګه کې د جرګه مارو د فیصلو استقلالیت او بیا د فیصلو تطبیق مهم دی. که دا نه وي، بیا جرګه مار د تبلیغیانو رول لوبوي چې هرې خواته سوال او زاري کوي چې نور شخړه سره مه کوي.
د امریکا، ایران او اسرایلو تر منځ د پاکستان د منځګړیتوب رول هم د کلي د بې وسه جرګه مارو غوندې دی چې دواړو خواوته سوال او زاري کوي چې نور سره ښکرونه مه اړم کوي ځکه ستاسي د ښکرونو د اړم کولو له امله د سیمي ټولو هیوادونو ته تاوان رسیږي. اصلي تصمیم پخپله ښکرور نیسي چې جنګ ته دوا ورکوي او د یو بل ښکرونه سره ماتوي او یا د حنګ بل دور لپاره خپل ښکرونه سره کلکوي.
په دې توګه د امریکا، اسرایلو او ایراین په جنګ کې د پاکستان رول، د تواچي دی او نړیوالو رسنیو هم د Barber، په نوم یاد کړیدی او هرې خواته وایي چې خانصیب تاسي سم وایي ځکه دلته څلور اړخیزه رقابت د ایران، سعودی عربستان، امریکا او اسرایلو دی او پاکستان که د هرې خوا ملاتړ وکړي، د نورو د غضب سبب ګرځي. یعنې یوې خواته هم سپینه خبره نشي کولې او صرف پیغامونه تبادله کوي. که د پیغامونو په تبادله کې یې چل ول وکړ، فکر کوم بیا به یې خیر نه وي.