تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار ولایت کې د دوی له بیرغ پرته د نورو بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه.
په یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاته کړې چې، کتابتونونو، چاپي او د ډیزاین مرکزونو او پلورنځیو ته یې خبرداری ورکړی چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت له رسمي بیرغ پرته د نورو بیرغونو چاپ، خپرول او پېر او پلور جواز نه لري.
دغه ریاست کندهار کې له کتابتونونو، چاپي او د ډیزاین مرکزونو او له پلورنځیو غوښتي چې د نورو بیرغونو له کارونې ډډه وکړي.
دا بندیز په داسې مهال لګول کېږي چې، ډېری فعالان پر طالبانو له دې امله نیوکه کوي چې، دوی یوازې د خپلې ډلې خبرې مني او نور ولس ورته هېڅ ارزښت نه لري.
عام خلک هم غوښتنه کوي چې، ملي بیرغ ته دې سپکاوی نه کېږي.
طالبان اوس په ولایتونو کې ځوانان نه پرېږدي چې ملي بیرغ پر ټټر ولګوي او یا یې په نورو مسایلو کې ترې ګټه واخلي.
دوی هڅه کوي یوازې د دوی سپین بیرغ په هرځای کې ولګول شي هغه څه چې ټول ولس یې اندېښمن کړی دی.
تالب او خلقي ځناور ډير سره ورته دي، خرتوب کې. خلقيانو ملي بیرغ ليری کړی و، پرځای يې سور لینیني يې لګولی و او تالب ځناور پنجاب چاپه جنډه لګولې ده.
له ګنده تجربو هيڅ عبرت نه اخلو.
څه د سپي ځامن يوو موږ او څه سپی تاريخ مو دی.
کوم هېواد چې خپل ملي بیرغ ونه لري ، داسې ده لکه چې د کوم بل هېواد مستعمره وي. د افغانستان ملي بیرغ د ټول هېواد د خلکو ، ولس او دولت رسمي استازیتوب کوي . د طالبانو سپین بیرغ چې د پنجابیانو د بیرغ نیمایي برخه ده ، پر افغانستان د هغوی د نیمې برخې حاکمیت په معنی دی ، د ټول افغانستان استازیتوب نه شي کولی. که دوی غواړي د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي ، نو تر ټولو دمخه دې د افغانستان ملي او نړیوالو ته منل شوی درې رنګه بیرغ بیا احیا او د ارګ پرسر رپانده کړي ، دوی کولای شي د ملي بیرغ ترڅنګ خپل تنظیمي بیرغ د دې لپاره چې دوی اوس پر ټول هېواد حاکمیت لري ، په دولتي ادارو را ځوړند کړي . د دې ترڅنګ دوی باید د افغانستان اساسي قانون د تصویب کړي، ملي شورا د جوړه کړي او نړیوالو قوانینو خصوصا د ملګرو ملتونو منشور ته د درناوی وکړي.