تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د افغانستان د پوهنې فعال مطیعالله ویسا د فرانسې په کن ښار کې د یوې رسمي غونډې پر مهال د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزه» ترلاسه کړه.
د فرانسې د نورماندي سیمې د خبر له مخې، دا جایزه نوموړي ته د پنجشنبې په ورځ ورکړل شوه.
د ازادۍ جایزه هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو په رایو هغو شخصیتونو او بنسټونو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني کرامت د دفاع په برخه کې یې مهم رول لوبولی وي.
مطیعالله ویسا د افغانستان له مشهورو تعلیمي فعالانو څخه دی او په وروستیو کلونو کې یې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زدهکړو د حق لپاره پراخې هلې ځلې کړې دي.
نوموړی، چې د قلم لار بسنټ بنسټګر دی، د ۱۴۰۲ د حمل په شپږمه کې د طالبانو حکومت ونیوه او ۷ میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.
د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د حکمانو د پلاوي مشر هاجا ادریسابا د مطیعالله ویسا د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي:
«د هغه ژمنتیا د ځوان نسل وړتیا څرګندوي. ازادي زموږ غږ دی او موږ باید د نجونو د زدهکړو له حق څخه دفاع وکړو.»
د ازادۍ جایزې د شورا په اعلامیه کې راغلي چې د دې جایزې د اتم پړاو لپاره د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۹ زره ځوانانو په انلاین ډول مطیعالله ویسا ته رایه ورکړې ده.
مطیعالله ویسا د افغانستان د پوهنې له مخکښو فعالانو څخه دی او په وروستیو کلونو کې یې د ماشومانو او نجونو د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره پراخ فعالیتونه کړي دي. د همدې هڅو له امله نوموړي د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزه ترلاسه کړه.