سوداګري او سیاست دواړه د ټولنې مهمې برخې دي. سوداګري د خلکو اړتیاوې پوره کوي، کارموندنه رامنځته کوي او اقتصاد پیاوړی کوي. بل لور ته، سیاست د هېواد د نظام د چلولو، قانون جوړولو او د ټولنې د تنظیم مسؤلیت لري. خو کله چې سوداګري په سیاست کې ننوځي، ډېری وخت ستونزې راولاړېږي.
لومړی، سیاست یو ثابت حالت نه لري. حکومتونه بدلېږي او قوانین هم بدلون مومي، حال دا چې سوداګري ثبات ته اړتیا لري. که یو سوداګر ځان له سیاست سره وتړي، نو د حکومت د بدلون له امله یې کاروبار له زیان سره مخ کېدای شي.
دوهم، کله چې سوداګر په سیاست کې برخه واخلي، نو د نورو ډلو او خلکو مخالفت ورسره پیدا کېږي. که هغه د یوې ځانګړې ډلې ملاتړ وکړي، نو بله ډله ورسره مخالفت کوي، چې دا کار د هغه پر کاروبار منفي اغېز پريباسي.
درېیم، ځینې وخت سیاست د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي. ځینې سوداګر هڅه کوي د سیاست له لارې خپلې اقتصادي ګټې زیاتې کړي، خو دا کار کولی شي ستونزې رامنځته کړي، د خلکو باور کمزوری کړي او ټولنه د سوداګرۍ پر وړاندې شکمنه کړي.
سره له دې، که سیاست او سوداګري په سمه او مسؤلانه توګه سره یوځای شي، نو ګټې هم لرلای شي؛ خو دا کار ډېر احتیاط، روڼتیا او اصولو ته ژمنتیا غواړي.
په پای کې ویلای شو چې په سیاست کې د سوداګرۍ ښکېلتیا ډېری وخت ستونزې رامنځته کوي. له همدې امله، غوره ده چې سوداګر خپل تمرکز پر کاروبار وساتي، د ودې لپاره یې هڅه وکړي او تر ممکنه حده له سیاسي لانجو څخه ځان لرې وساتي.
لیکوال: شاه زلمی