تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ پایبس افغانستان کې د ملي لوبډلې روزنیز کمپ پریښی او بېرته تللی دی.
سرچینې تاند وېب پاڼې ته ویلي چې، پایبس یوازې درې ورځې روزنیز کمپ کې برخه اخیستې او بیا تللی دی.
دغه خبر په ټولنیزو رسنیو د ورزشي خبریالانو او د کرکټ اړوند ګڼو فېسبوک پاڼو د نیوکې په بڼه راخیستی دی.
وزرش کارپوه او خبریال جعفر هاند هم لیکلي: « دا وطن چې همدا خړ پړ افغانان جوړ نه کا او له سیالانو سره یې سیال نه کا، پردي یې نه کوي. خبره مې دا کوله چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی ګمارل شوی روزونکی ریچارډ هم بېرته تللی دی. ده څو ورځې کابل کې تېرې کړې او په جلال اباد کې د لوبغاړو تازه پیل شوي تمرینونه یې زموږ خپلو داخلي روزونکو ته پرېښودل او خپله ولاړ.»
هاند د پوښتنې په بڼه لیکلي: د دریو ورځو سفر او روزنه به څه وي؟
وایي: «فکر نه کړم که دی په دې دریو ورځو کې زموږ د کرکټ په جوړښت لا پوه شوی وي. زما دا تصور و چې دی به د افغانستان روانې درې ورځنۍ لوبې هم ګوري او داخلي کرکټ باندې به هم نظر ساتي؛ خو سفر یې ډېر لنډ و. دی یوازې تللی و، نه ورسره د توپ وهنې او نه هم د ډګر ساتنې بهرني روزونکي وو. نه فزیو و او نه نور بهرني مشاورین يي.»
دا روزونکی داسې مهال هیواد پرېږدي چې، پخوانی روزونکی ټراټ سره په دې نوم قرارداد ونه غځول شو چې، هغه افغانستان ته نه راتله او کرکټ بورډ ویلې چې، باید په داخل کې روزنیزو کمپونو کې برخه واخلي.
هاند وایي لوبډله بیرته کورنیو روزونکو ته پاتې شوه او زیاتوي چې،پردي راځي امتیازات اخلي او بېرته ځي نور ترې تېر شئ.
د پایبس د راتګ پرمهال تمه دا وه چې، دی به په داخلي کرکټ کار کوي او د لوبډلو په ټاکنه کې به هغه فساد او نیوکې له منځه وړي چې، پخوا په کې موجود وو او ویل کېده ډېری لوبغاړی د وړتیا نه بلکې د اړیکو پر بنسټ ټاکل کېږي.
ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د نوي سر روزونکي په توګه کابو دوه میاشت کېده چې ټاکل شوی وو.
د مالوماتو له مخې پایبس په څه باندې شل کلنه روزنګرۍ کې د ویسټ اندیز، بنګله دیش، جنوبي افریقا او پاکستان د ملي ټیم د مشر روزونکي او د مهارتونو د لوړولو د مشر په توګه دندې ترسره کړي.
دی د انګلستان د هېواد دی.