Homeخبرونهیونېسف د افغانستان له روغتیايي سکټوره د ملاتړ ژمنه تازه کړه

یونېسف د افغانستان له روغتیايي سکټوره د ملاتړ ژمنه تازه کړه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف مشر ویلي چې، د افغانستان روغتیايي سکټور د پياوړتیا لپاره له مرستندویه ادارو سره خپله همغږي جاري ساتي.

تاج‌الدین اویواله د طالبانو د روغتیا وزارت د یو شمېر کارکوونکو د ظرفیت‌لوړونې په پروګرام کې زیاته کړې چې، دوی به د یاد وزارت له هغو پالیسو ملاتړ کوي چې د روغتیايي سکټور د ځان‌بسیاینې لامل کېږي.

ایواله همداراز ټینګار کړی چې دوی به د افغانستان روغتیايي سکټور د پياوړتیا لپاره د د طالبانو د حکومت ترڅنګ درېږي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې مشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د کمزورتیا په اړه نړیوالې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

یادې ادارې له نورو نړیوالو ادارو هم غوښتي چې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...