تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) هسپانیا د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې د اضافي وخت په دوهمه نیمايي کې د بدیل لوبغاړي فران تورس په ګول ارجنټاین ته ۱-۰ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام اتلولي یې خپله کړه.
فران تورس د اضافي وخت د دوهمې نیمایي په پیل کې د بېرته راګرځېدلي توپ څخه ګټه واخیسته او یوازینی ګول یې وواهه، چې په دې سره یې هسپانیېا ته د نړۍ دوهمه اتلولي ورپه برخه کړه.
د ارجنټاین لوبډله د لوبې د دوهمې نیمایي په اضافي وخت کې وروسته له هغه چې انزو فرناندېز دوهم ژېړ کارت ترلاسه کړ او له لوبې وایستل شو، لس کسیزه شوه.
ارجنټاین په بریدونو کې بېاغېزې وه او تر ۱۱۵مې دقیقې پورې یې د هسپانیا ګول ته حتی یو شوت هم ونه حکړای شو. خو په مقابل کې یې هسپانیا د لوبې په ترڅ کې د ګول وهلو ګڼ فرصتونه لاس ته راوړل او څو خطرناک شوتونه یې د ارجنټاین ګول ساتونکي وګرځول.
د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ مصنوعي ځیرکتیا د هسپانیا د اتلولي وړاندوینه کوي
د هسپانیا روزونکی لوئیس دې لا فوینته په ۶۵ کلنۍ کې د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو مشر روزونکی شو چې خپله لوبډله یې د نړیوال جام اتلولۍ ته ورسوله.
د ارجنټاین ۳۹ کلن لوبډلمشر لېونل میسي د نړیوال جام په تاریخ کې یوازې دوهم لوبغاړی شو چې په دریو پایلوبو کې یې ګډون کړی، او همداراز د نړیوال جام د پایلوبو په تاریخ کې تر ټولو مشر غیر ګول ساتونکی لوبغاړی هم شو.
د هسپانیا د فوټبال لوبډله د اتلولۍ کپ اخلي. pic.twitter.com/VMctnmsfvi
— taand.net (@TaandNet) July 20, 2026
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د خبریال د راپور له مخې، د هسپانیا له بري وروسته زرګونه مینهوال د مادرید سړکونو ته راووتل، د هېواد بیرغونه یې پورته کړل، خوشحالۍ یې وکړې او د موټرو هارنونه یې وغږول.
د هسپانیا د ملي لوبډلې په سور رنګه کمیسونو سمبال ګڼ شمېر مینهوال د پاسیو دې ریکولتوس له سړک څخه د سیبلس میدان پر لور روان شول، هغه ځای چې د هسپانیا د ملي لوبډلې او مینهوالو د اتلولیو د لمانځنې دودیز مرکز ګڼل کېږي.
فیفا: د نړیوال جام د پایلوبې د نیمو ترمنځ وقفه به د موسیقۍ د ځانګړي پروګرام له امله اوږده شي