پوهاند محمدبشیر دودیال
سریزه
د IT اوسني دوران کې زموږ یو شمېر هېوادوال له رسنیو سره بوخت دي، اما مهمه داده چې رسنۍ څه خپروي او لوستونکي څه ورڅخه اخلي ؟! چاپي او بریښنايي میدیا/ رسنۍ زیاتره سیاست، تاریخي پېښو، اعلانونو او خبرتیاوو- تبلیغاتو او تر یوې اندازې د ادبیاتو برخو کې بوختې دي. راقم السطور تر ممکن بریده د ورځې ساده او د ولس ژوند سره سیده تړلي اقتصادي مسایل لیکي. مخکنیو لیکنو کې د بیکاری دله منځه وړلو، بیوزلی د کمښت( poverty reduce/eliminating poverty) او معیشت مسایل راته لومړیتوب ښکاره شو، وروسته دا دی د تعلیم او زده کړو موضوع باندې له عمومیاتو پیل او بیا به یوې پایلې ته ورسیږو. زده کړه د ځوانانو لومړیتوب دی، نو ځکه د مقالو دغه سلسله د ټولنې دغه فعال او انرژي لرونکي قشر ته وقف شوه.
ځوانان او د دوی دریځ
زموږ د ټولنې دیموګرافیکی جوړښت، سني ګروپونه او په مجموع کې ( population pyramid) تر نورو هېوادو حیرانوونکی توپیر لري، د یو شمېر اټکلي ارقامو له مخې؛ د ټول نفوس ۶۰٪ شاوخوا ځوانان دي. د دې مانا دا ده چې زموږ ټولنه یوه ځوانه ټولنه ده. په هره ټولنه کې ځوانان زیاتره په تحصیل بوخت او وروسته د ادارې، کار، سیاست او اقتصاد ډګر ته ورځي. د ډېرو زیاتو ناهیلیو، بیوزلي، د تکړه ښوونکو د نشتوالي، د هېواد د تیاره فضا او ناخوالو سره سره ګڼ شمېر ځوانان له ښوونځیو فارغ او پوهنتونو ته یې د شمولیت آزموینه ورکړه، ګڼ شمېر ځوانان پوهنتونو ته بریالی شول. ډېر ژر به دوی د پوهنځیو بېلابیلو څانګو کې خپل مسلکي درسونه پیل کړي، خو ستونزه دا ده چې دوی همدومره هڅه کافي بولي، له دې ورهاخوا د وړاندې تګ امکان ورته نشته، آن دا چې ذهنونه تړل شوي دي.
د ښوونځی دوره او عمومي متوسط مکمل تعلیمی سند (علمی سند او د علم د حاصلولو پړاو) نه دی، دا صرف تعلیم دی. اصلاً مسلکي پوهه، تخصص او علمی سفر وروسته د پوهنتون له دورې پیل کیږي. یو شمېر ځوانان نا هیلي دي چې د ښوونځي دورې څخه وروسته دولتي ادارو کې کار نه ورته میسر کیږي. دوی باید پوه شي چې ښوونځی لوستل یواځې حکومت کې د کار او یو ناچیز معاش ترلاسه کولو لپاره نه دی، بلکې په دی سره یوځوان سواد زده، ځان او شاوخوا ټولنه پیژني، مستقل شخصیت کیږي، څه ناڅه د خپل هېواد، خلکو، تاریخ، جغرافیې،چاپېریال او ابتدایی ریاضی، فزیک، کیمیا او سانیسی پوهې سره آشنا کیږي.
په زیاترو هیوادو کې له بکلوریا دورې (اوزموږ د دولسم ټولګي معادل) وروسته، د حرفو او فنونو په برخه کې د کار د مهارتونو په خاطر ځانګړي انستیتیوتونه شته. لکه د بریښنا او تخنیک، د لرګیو صنایع، د څرمن او کاغذ او کارتن صنایع، صابون او نور دیترجنتونه تولیدول، دچرګانو، شاتو، ورېښمو او کبانو روزنه، د سبو او خوراکی توکوپروسس… او لسګونه نورې حرفوي زده کړې چې ځوانان دوو یا دوه نیم کالو کې د کار بازار ته چمتو کوي. دغو هېوادو کې د تشبثاتو مدیریت ډیر نوښتګر او فعال دی، د اقتصاد څرخونه ډېر ښه ګرځوي. موږ پخوا یو شمیر نیمه عالې موسسې او حرفوي انستیتیوتونه لرل، متاسفانه هغه په جنګونو کې ړنګ شول. اوس ځوانان وروسته تر بکلوریا، پوهنتون ته ځي. دا ښه خبره ده، خو نه هیروو چې اوسني وخت او یو ویشتمه پېړۍ کې یواځې حرفوي مهارت او د پوهنتون د لوستلو هیله لرل کافي نه دي. موږ لوړ علمی ظرفیت او د پوهې په ډګر کې دعلمی څېړنو سرته رسولو ته اړ یاستو، نوځکه زموږ ځوانان باید پوهنتون د اکاډمیک مرکز او د علم د زده کړې او د ریسرچ د توانایی دموندلو د مرجع په توګه پام کې ولري، چې دا موخه ډېر لږ ځوانان پام کې نیسي.
دتجربې له مخې؛ زموږ ځوانان تر دولسم ټولګي وروسته؛ خپله وړتیا، د علاقې وړ څانګه او د پرمختګ چانس نشي سنجولای، د افغانستان د پوهنتونو له پوهنځیو او د هغو له څانګو سره آشنا نه وي، دوی مطالعې سره عادت نه دي، په یوه بهرنۍ ژبه او کمپیوتر د اړتیا په اندازه نه پوهیږي، د لغاتو زیرمه یې ډېره محدوده او د پوهنتون له درسي کتابونو ښه اخځ نشی کولای. آن دا چې اکادمیک دسپلین او انضباط رعایتول، د وخت مدیریت، نوي ماحول کې توافق کول ورته ستونزمن وي. د ښوونځي دوره کې دا مشورې چا ورسره نه وي کړي. یو څوک مجبوریږي چې دوی ته دا مسایل مخکې تر مخکې ووايي او ویې لیکي.
هغه ځوان او پېغله چې پوهنتون ته ځي باید دعلم حاصلول ځانته هدف وټاکي، علم وپېژنی او اهمیت باندې یې پوه وي. هر ښوونځی لوستی یا د مدرسې فارغ عالم نه دی، عالم ځانګړي اوصاف لري. زموږ فارغان دې هڅه وکړي چې ځان د علمیت اوچتې کچې ته ورسوي.
دلته زموږ بحث په علم او هغو علمي څانګو باندې دی، چې دهیواد او ننني عصر غوښتنه ده، خو موږ پکې پاتې راغلي یاستو، یو شمېر پوهنتوني څانګې مو محدودې، یو شمېر نورو ته د کار بازار کې تقاضا نشته، نورې د کیفیت او تجهیزاتو د کمښت له امله بی کیفیته او ریسرچ کې ناتوانه دي.
نو علم، علمي څانکې او اړتیا یې څه ده؟
علم پر تیوري ولاړ د اندازه کولو ، په ارقامو د ښودلو، اټکل کولو اوتجربه کولووړ، یوه سیستماتیکه پروسه ده چې معلومات او پوهه د فرضیو په اډانه کې سمبالوي. علمي څیړنی ( Scientific Research) په وسیع افق، یونیورسل او د نړۍ په کچه او دټول بشریت په اړه دي. د ژوند اړتیاوو او مشاهداتود علم ډګر پراخ کړ چې نن ورځ د ټولنیزو او طبیعی علومو برخو کې بیلابیلی نورې څانګی شته. د علم بنسټ علمی څېړنه ده چې داسې یې پېژنو:
“Research is a process of steps used to collect and analyze information to increase our understanding of a topic or issue”. It consists of three steps: Pose a question, collect data to answer the question, and present an answer to the question.
دلته ګورو چې تحقیق یوه پروسه او ټاکلي قدمونه دي، خپل میتودونه لري، په دې پروسه کې فرضیې مخې ته ږدو، ارقام راټول او تحلیلوو او هغو ته انکشاف ورکوو، ترڅو د څېړنې پوښتنه ځواب شي، چې(Hypotheses and Development) یې بولي. دا به د دوو مقاصدو لپاره وي؛ یا به د تحقیق په نتیجه کې په لاس راغلی پایله تطبیقي ډګر ته لیږو(applied research) به وي، یابه د خالصې پوهې په توګه د نظریاتو په توګه ورڅخه کار اخلو، چې (research Pure) به وي. علم ترلاسه کول، څېړنه او زده کړه په پرانیستي فکر کیږي چې د انسان معلوماتو کې زیاتوالی راولي او د ژوند مقاصدو ته ورباندې رسیږو.
Research can be defined as the search for knowledge, or as any systematic investigation, with an open mind, to establish novel facts, solve new or existing problems, prove new ideas, or develop new theories. The primary purposes of basic research (as opposed to applied research) are documentation, discovery, interpretation, or the research and development of methods and systems for the advancement of human knowledge. Approaches to research depend on epistemologies, which vary considerably both within and between humanities and sciences.
علمي څېړنه د علمي ژوند یوه برخه ده او د واقعیتونو د موندلو لپاره پر ارقامواو شواهدو ولاړ روش (Evidence-Based Scientific Approach) چې په دې کې دشخصي نظر او بې ثبوته فرضیوپه پرتله، پریکړې او پایلې د تجربې شواهدو، کره اثباتونو او په پایلنیونه ولاړې وي. څېړنه بیلابیلې بڼې لري، لکه کیفي، کمی، نوښتیزه، اکتشافي، …
ولی راقم السطور د متعارفو اقتصادي ورځنیو لیکنو په دوام دځوانانو او تعلیم مسئله رامنځته کړه؟
علمي پرمختګونه د چینایي ریل په سرعت( 1000km/h) پر مخ ځي، آن دا چې د black hole اسرار کشف شول، د نویو څېړنو له مخې د DNAراز حیرانوونکی و، د بانکونو او لویو پانګوالو دوران کې لویدلی پانګه لس په توان د لوړو اعدادو کې راځي، په لایتناهی فضا کې د شکر دمالیکولونو لیدل کیدل بله حیرانوونکې پېښه ده… دا دی وروستیو پرمختیاوو کې د چین د مصنوعی ذکاوت د نوي نړیوال نظم په پرانیستو کنفرانس( WAIC) کې حیرانوونکی ویناوې وشوې. دا نړیوال نظم د پخواني نړېوال نظم ( اقتصادي نړیوال نظم، سیاسي نړیوال نظم /د لیبرال دیموکراتانو له نظر سره سم) په دوام بل (نظم!) دی. چین ( WAICO) نظم کې ۲۹ هېوادونه او امریکا مخکې تر دې ۳۵ هېوادونه د مصنوعی ذکاوت د واحد معیار منلوکې را نغاړلي وو، د معاملاتو transaction برخه کې bitcoin یو بل تحول دی. خو موږ لاهم د بشري مرستو په چال او نیرنګ له نوښت، کار-روزګار وتلي، درویزه، هفته وار ډالري بوجیو ته لاس نیولی، استقلالیت مو له لاسه ورکړ، زرخرید نوکران شولو، قدرتونه زموږ له بی کمالۍ زموږ کانونه لوټي او ځوانان مو له وطنه په وتلو دي…
صنعتي او پرمختلی هیوادونه خپل هر نوښت نړیوالو ته یو (تاریخی فرصت) ښيي، دا په داسې حال کې چې موږ لا د غذایی مصئونیت او د معمولي ناروغیو د درملو او واکسینولرونکي شوي نه یاستو. موږ له یوې داسې تاریخي نابرابري سره مخ یاستو چې پېغلې مو تحصیل ته لاسرسی نه لري. زموږ ځوانان د حیاتي پوهې او معلوماتو لپاره له پرمختللی تکنالوژی اود ( open source) له مزیت خبر لا نه دي. پوهنتونونه د نصاب ستونزه لري او د علمي تحقیق بودجه نشته. مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ د سیالۍ نوی ډګر ګرځېدلی دی، خو افغانستان؛
افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې ښوونځیو او پوهنتونو ته ډېر پام وشو، د کمیت له پلوه پوهنتونونه زیات شول، خو د کیفیت له پلوه لاهم ستونزې وې. هر پوهنتون کې د علمی تحقیق څانګه جوړه شوه او د لوړو زده کړو په وزارت کې د علمی تحقیق ریاست تشکیل کې اضافه شو. د ریسرچ اوریسرچ میتودلوژی زیات سیمینارونه او کنفرانسونه دایر شول. له دې پلوه د دولتی ادارو اړتیا څه ناڅه پوره شوه، ډېرو برخو کې اداراتو او سازمانو علمی څېړنې وکړې. له جمهوریت پاتې اوسنی ظرفیت دهماغو خواریو پایله ده. لاهم نور کار ته اړتیا وه، خو مخکې تر دې چې پیل شوی سیستماتیک کار پرې شي، مخکې د انقطاع اوتشیال تر پېښېدو او مخکې تر دې چې یو ځل بیا تخیلیوی اثرات ووینو، هیله ده د پوهنتونو او علمی مراکزو لوري ته پاملرنه ترپخوا هم زیاته شي. اوسني حالت کې زموږ پوهنتونونه نه یواځې دا چې ستونزې لري، بلکې نیمګړتیاوې پکې شته.
په نوره نړۍ کې پوهنتونونه بېلابېلو برخو کې تحقیقی پروژې پر مخ وړي او فارغان ریسرچ زده کوي. افغانستان کې هم د روغتیا، کانونو، اوبو، کرنې، چاپېریال پېژندنې، د اقلیم بدلون، غذایی مصئونیت، د کرنې د محصولاتو دتولید لوړلو، ارزشي زنځیر، مارکیت، پروسس، بانکي چارو، ښوونې او روزنې برخو کې علمی تحقیق ته کلکه اړتیا لري. د دغو ټولو څانګو فارغان باید وکولای شي خپلو کاري ساحاتو کې تحقیق وکړی، ستونزې ومومي او دحل لارې ورته وښیي. نن ورځ علمي مراکز د ټولنې او نورو اړوند سازمانو د خبرتیا لپاره د خپل ریسرچ راپور خپروي، چې له مقدمې او دستونزې له ښودلو نیولې، موخو، ریسرچ میودولوژی، تېرو ادبیاتو ته کتنې، د ارقامو د ټولولو او د هغو تحلیل، تر مناقشی، بحث او وړاندیزونو پورې ټول پکې درج کوي. همدا اوس نړۍ کې هر پوهنتون علمي ژورنال لري او دولتونه په ملي بودجه کې ترټولو برخو زیاته بودجه علمی څیړنو ته تخصیصوي. پرمختللو هېوادو کې د ریسرچ پایله او هره سپارښتنه( recommendation) د عمل ډګر ته ورځي، د ځانګړې څانګې له هر research finding ډېر ژر مماثل سازمانونه او ټوله ټولنه خبریږي.
افغانستان کې پوهنتون ته بریالی شوی ځوان په دې مسئله ډېر نه پوهیږي او لا ورته مهمه نه ښکاري. تر دې هم مهمه دا چې پوهنتونو کې؛ په تیره بیا دطبیعي علومو څانګو کې ریسرچ او دریسرچ وسایل او امکانات ډېر محدود دي. زموږ محصل باید پوه شي چې یواځې د والدینو په سپارښت پوهنتون ته ولاړ نشي. هغه هم په داسې فکر چی یوشمېر والدین پرته له دې چې د خپل اولاد استعداد او علاقه وپېژني، خپل اولاد مثلاً د معالجوي طب، ستوماتولوژي او دې ته ورته څانګو ته هڅوي. دا په دې خاطر چې دوی ته یې د استخدام زیات فرصتونه او اقتصادي اړخ مهم ښکاري. حال دا چې پوهنتوني ټولې څانګې د ټولنې لپاره ضرور دي.
پوهنتون کې د بیلګې په توګه کومې څانګې شته؟
د طبیعی علومو برخه کې کیمیا، فزیک، بیولوژی، کرنه، اینجنیری، د وترنری علوم، کمپیوتر ساینس، ریاضی، زمکپوهنه، معالجوی طب، هایدرولوجی، هایدرو متری، چاپېریال پوهنه او دې ته ورته پوهنځی لرو، هر پوهنځی بیلابیل دیپارتمنتونه لري.
موږ افغانستان کې د طبیعي علومو برخه کې کافي څانګې چې زموږ ورته اړتیا ده نه لرو، لکه د طبابت معاصرې څانګې، د اوبو مطالعات او د اوبو سنجول، کان پېژندنه او تفحصات، دتخنیک ډېری څانګی، فضایی مطالعات اواسترونومی، بایوتکنالوژی، د صنعت اوکان مصئونیت او نورې څانګې. د ټولنیزو علومو برخه کې اقتصاد، ژبې او ادبیات، حقوق، شرعیات، ښوونه اوروزنه، بدنی روزنه، اداره او پالیسی، ژورنالیزم او د ټولنیزو پوهنو پوهنځی لرو، خو ډېرې زیاتې نورې څانکی او پوهنځي نه لرو.
زموږ پوهنتونو کې جوړې شوې او شته څانګې کافی نه دي. باید موجودو څانکو ته پراختیا ورکړو. د پوهنتونو او زده کړو کیفیت ښه کړو، علمي تحقیق دود کړو. پوهنتونونه مو باید د تشکیلاتي او مالي استقلالیت ترڅنګ، اکاډمیک استقلالیت ولري.
د دغو څو ټکیو پوهېدل پوهنتون ته د بریالی شویو ځوانانو لپاره حتمي دي. ځوانان باید پوهنتون ته په ځانخبري ډول ورشي. محصلان زموږ د ځوان قشر استازي دي. دوی باید د خلکو؛ په تېره د ځوانانود ستونزو حل په علمي طریقو ومومي. محصلان یو منور او رسالتمند قشردی. د ټولنې هیلې دوی ته دي. هر حرکت کې پاک رب برکت اچوي او د خپل حال بدلول زموږ خپل کار دی. الله پاک دا پیغام موږ ته خپل سپیځلي کلام کې دا سې رارسوي:
چا چې خپل قدر پخپله وکړ ګُله ســـــتاره د هغه قوم په عُروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال دهغه قوم څوک چې نه بدلوي خپل حال پخپله
هېوادوال مو زده کړو او علم ته کلکه اړتیا لري، ستونزې په پوهه او د مسلکي- تخصصي عالی تحصیلاتو لرونکو ځوانانو حل کولای شو. تر څو ځوانان د موجودو ستونزو د حل لپاره خپل عزم جزم نه کړي، د رڼا او خوشحالي څرک به ونه لګیږي.(دوام لري)
السلام علیکم
بلکل ژمن،منور، او بارسالته قشر اوکتله ګڼل کیږی ! کمی او کیفی معیار یې بی له ناوړه سیالیو،، احساساتی بګیر ونمان ، لافو اوشاپو دهېواد په کچه لوړ دی.
دفرصتونو او امکاناتو په بستر کې یو محصل / محصلین [۶۰٪]هر اړخیزه مبارزه کولای شی
دمحصل قشر یو هدفمند قشر دی
علم اوپوهه بل شی نه دی رڼایی ده، بینایی ده ښکلا او خود محوره خپلواکی ده
خوشې ناست پټې سترګی په کوم غار ، کنج وکنار او په محراب چې راغلې سوکالی ده
چرچیل وایی:
په یوه ټولنه کې تعلیم او تربیه دشا دهډوکو حیثیت لری څومره چې استواره وی پیاوړی اغیز لوبولای شی
بل ځای کې یو مؤرخ وایی چې محصل دټولنې مؤذن دی.
دې ښایسته لیکنه کې دمحصیلنو دسیپلین باندې په ټولو برخو کې سمه رڼا اچول شو دغه نصاب ډیر ښه مراعات شوی دهر ې برخې Potencial کماکان په ډاګه بریښی
هو! نړۍ د IT،AI,IoT اکرونا Tech په لور روانه ده علمی ، فرهنګی او اقتصادې برخې دپرمختګ موتور عمومی فرهنګ ته شکل او یا بڼه ورکولای شی. کور مو ودان .
Reply