ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې له عينکو پرې يوه تبصره وکړم، ځکه زموږ افغانۍ سينما ډېرې نيمګړتياوې لري او هېڅکله او يا ډېر لږ يې هغه څه توليد کړي چې ټولنه ورته اړتيا لري او له يوې معياري سينما يې طمع کېږي. په دې وروستيو کې زموږ ځينې کډوال افغانان چې د بېلا بېلو مجبوريتونو له امله د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته کډوال شوي دي او نورو هېوادونو ته د تلو په طمع ناست دي، په دې ډله کې ځينې هغه افغانان هم شته چې دوی د سينما له هنر سره بلديت لري.
دې هنرپالو افغانانو د کډوالۍ په دې سختو شپو ورځو کې چې نه ورته سياسي او نه ټولنيز شرايط برابر دي، بيا هم د احمد عارف نوري تر څارنې لاندې په خپلو کې راټول شوي دي، هڅه يې کړې ده ترڅو د سينما په پرده راښکاره شي، د سريال په چوکاټ کې يوه تقريباً يوه معياري ننداره وړاندې کړې. که څه هم د سريال کرکټرونه خيالي دي، خو د داستان منشاء زموږ د ټولنې له ناخوالو او نادودو سرچينه اخلي. ياد سريال چې لومړی فصل يې لس برخې لري او داسې ويل کېږي چې دويم څپرکی يې شته، خو لا نه دی خپور شوی. موږ به دلته هڅه وکړو چې په لومړي څپرکي يوه وړه تبصره وکړو.
په هنري اثر کې د خوند او ښکلا معيار دوه شيان دي: چې يو يې شکل (Form) او دويم يې محتوا (Content). کله چې شکل له محتوا سره همغږی شي، او مناسبت په کې مراعت شي، په هغه صورت کې هنري تخليق خوند او ښکلا پيدا کوي او خلک يې د يوه هنري اثر په توګه مني. ښايي د هنري نقد په چوکاټ کې د شکل او محتوا ترمنځ اړيکه تر ډېره پورې د هنري اثر په شکلي جوړښت او مضمون تمرکز وکړي، خو د هنر ټولنپوهنې دنده دا ده چې بايد نقاد دا وارزوي چې په هنري اثر کې دا شکل رښتيا هم د يوې ټولنې د روانو حالتو او يا د تاريخي ټولنيزو بهيرونو واقعي انځور دی او کنه، چې هنرمند يې اغېزمن کړی، او دا تاثيرات يې د خپل ذهن او روح په پرويزي (غلبېل) چاڼ کړي او بيا يې په يوه چوکاټ کې د يوه فلم، داستان، مجسمې يا شعر په بڼه وړاندې کړی دی. بله برخه يې د محتوا ده، يعنې دې هنرمند دا ټولنيز واقعيت رښتيا هم په يوه داسې اندازې وړاندې کړی چې په هغه ټولنه کې خلک تر اغېز لاندې راولي او د هغه پيغام ته غوږ ونيسي.
تر کومه ځايه چې ما دا ارزونه وکړه، نو دې پايلې ته ورسېدم چې د ليلا په سريال کې تقريباً دې تناسب ته پاملرنه شوې ده، ځکه د سينما په هنر کې د هنري اثر لپاره يوازې (شکل) د هنري اثر د تخليق صنف نه دي، بلکې لوبغاړي، د لوبغاړو لپاره ميدان، د لوبغاړو کالي او وسايل، رنګونه او نور اړونده مسايل د شکلي ارزونې برخې بلل کېږي. د بېلګې په توګه که کيسه د يوې افغانې ټولنې وي، خو موږ ورته لباسونه د لويديځ په سبک انتخاب کړو، نو دا به ليدونکي په هېڅ قيمت هم راسره ونه مني. په دې سريال کې کارګردان کوښښ کړی چې داستان ته مناسبې څېرې انتخاب کړي، د څېرو لپاره مناسب توکي او د هرې پېښې لپاره مناسب ميدان وټاکي، ترڅو پيغام په مناسب او اغېزمن ډول ولېږدولی شي.
د سينما يا په ټوله کې په داستاني ادبياتو کې مرکزي رول د هلک او جينۍ وي، چې دا ډېره پخوانی او زما لپاره يو څه کليشيي ښکاري، ځکه چې په هر داستان کې جينۍ يا هلک کوښښ کوي چې خپلې معشوق يا معشوقې ته ځان ورسوي، د ليلا په سريال کې هم همدا ډول يو کش مکش شته، خو زما لپاره د پام وړ او په زړه پورې رول د يوې افغانې کونډې مور هغه قربانۍ او هڅې دي چې د خپل اولاد لپاره يې کوي او کوښښ کوي چې نه د خپلې کورنۍ عزت او غرور تر سوال لاندې راولي او نه هم اجازه ورکوي چې لور يې د ټولنيزو دودونو قرباني شي.
د همدې مور رول په دې سريال کې د تراژيدۍ تله درنه کړې او تر ډېره د ليدونکي سترګې له اوښکو ډکوي، ځکه په افغانستان کې تقريباً له نيمې پېړۍ را په دې خوا جګړې د هر افغان د کور کيسه په تراژيدۍ څرخي، دا په دې معنا نه ده چې په هره کور يا کورنۍ کې دې هر کال يا هره مياشت يو کس مري، خو د يوه کس مرګ د يوې کورنۍ د ابدي تراژيدۍ بنياد ګرځي، د بېلګې په توګه، په سريال کې خديجه کله چې د ليلا د خسرګنۍ له خوا منفي پيغام تر لاسه کوي، نو دا په يوه تراژيديک انداز وايي:(( په ځوانۍ کې ګونډه شوم، په ډېرې خوارۍ مې دا دوې لوڼه لوی کړې، کله مې چې لومړۍ لور واده شوه، د هغې خسرګۍ سره په جنجال کې وم، لا هغه ستونزه نه ده حل چې اوس دې دويمې لور په جنجال کې ښکېله شوم، له خپل ژونده ستړې شوې يم.)) دا ډيالوګ د سلګونه زره افغان ميندو د زړه خبره ده، او دې ته ورته نور ډېر مثالونه شته چې په همدې سريال کې يې موږ په واقعي ژوند کې موندلی شو، خو هنرمند دا پيغام په داسې هنري بڼه ترتيب کړی چې ليدونکی تر اغېز لاندې راولي، په همدې دليل موږ دې سريال ته د مشهور ټولنيوه ماکس وبر د ( ارماني نمونې- Ideal Type) نوم ورکوم، ځکه موږ کوم کولی شو د همدې خيالي داستان په مټ د خپلې ټولنې تاريخي او ټولنيز مسايلو تحليل، درک او تشخيص کړو.
دويم ډېر مناسب کرکټر چې مناسب پيغام لري، هغه په دې سريال کې مخالف کس (کامران) دی، ځکه کامران په خپل رول سره د هغو ( کوڅه ډبو) رول ادا کړی چې په خپلو بې پروا او هوايي خويونو د خلکو د خويندو او لوڼو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي.
په افغاني ټولنه کې ځينې خلک په زور مينه غواړي، يا په بل عبارت وايي، يا دې زما وي او يا دې د هېچا نه وي، چې دا حيواني عادت ډېرو خلکو کې شته، او له دې سترګې هم نه شو پټولولی.
په دې داستان کې داستان ليکونکي ستر مهارت دا کړی دی چې شرايط يې داسې مناسب کړي چې ليدونکی په دې قانع کوي چې يو ( کوڅه ډبی) دې د يوې کورنۍ په مقابل کې داسې پست عمل وکړي، ځکه په داستان کې ليلا نه وروڼه لري او نه پلار، هغه يوه لنډۍ ده:
زما څلور وروڼه شالونه
که زه سرتوره په کې ځم پټه به يمه
خو ليلا نه څلور وروڼه لري او نه پلار چې د کامران سابه په مالکه کړي.
که څه هم دا سريال په خپل ذات کې يو ښه سريال دی، خو ځينې نيمګړتيآوې هم شته چې بايد له هغو هم يو څه يادونه وکړو.
په هنري اثر کې د پېښو ترمنځ منطقي تسلسل او ارتباط ډېر مهم او ضروري دی. کله چې د پېښو ترمنځ منطقي تسلسل نه وي، په هنري اثر کې تناسب له منځه ځي. افلاتون به ويل چې د ښکلا معيار تناسب دی، کله چې تناسب نه وي، هلته ښکلا نه شته.
که څه د سريال په داستان کې د هرې پېښې او ور پورې تړلې پېښې ترمنځ يو ډېر ښه منطقي ارتباط مراعت شوی دی، خو په ځينو ځايونو کې دا ارتباط د مبالغې له حده يو څه تېر ښکاري، د بېلګې په توګه:
کله چې کامران غواړي دويمه ويډيو خپره کړي، له دې وړاندې او يا د همدې تصميم په ترڅ کې هېڅ داسې کومه نښه نه ليدل کېږي چې ليدونکي ته قناعت ورکړي، ځکه داسې نښې نه شته چې له دې وړاندې دي کامران د مريم په نوم کوم جعلي يوټيوب جينل جوړ کړی وي او يا يې د جوړولو هڅه کړي وي، ترڅو په دې ځای کې ترې استفاده وکړي او نه دومره زماني واټن په کې ليدل کېږي، ځکه په سريال کې داسې ښکاري چې د نکاح د نېټې ټاکلو او د ويډيو د خپرولو او د حميد پلار ته يې د لېږو ترمنځ تقريبا يوازې يو ساعت توپير ښکاري.
دويم د کامران په ډېرې بيړې پښمانه کېدل او يا د مريم او ثنا په يوې ويډيو پوسټ کېدل په دومره ژور ډول د کامران اغېزمن کېدل چې په يوه شېبه کې د حميد پلار ته ورغلو ترڅو حقيقت ورته بيان کړي او هغه د خپل زوی نکاح ته ورولي، دا هم ډېر منطقي نه ښکاري. که څه هم زه ( لوفر) او ( کوڅه ډبي) پېژنم چې کله کوم کار وکړي نو ډېر ژر پرې پښمانه کېږي، خو د حميد پلار ته ورتلل او د هغه رضا کول، که څه هم يو خيالي موضوع ده، خو بايد ليکوال ورته يوه څه نور هم منطقي دلايل لټولي وای.
زه د رنګ، غږ او ويډيو مسلکي نه يم چې په هغه هم خبرې وکړم، خو د يوه ليدونکي په توګه دا درې مسايل هم ډېر مناسب ښکاري.
ما د خپلې دې ليکنې لپاره له يو شمېر هغو کسانو سره چې د ليلا سريال يې ليدلی، په مستقيم يا غير مستقيم ډول خبرې وکړې، دوی ټولو د سريال داستان خوښ کړی، د داستان د پېښو تر تاٍثير لاندې راغلي او په شکل د اشکالو يې پرې تبصرې کړي چې دا د يوې ښې محتوا ښکارندوي کوي.
دې ټولو مسايلو ته په کتو په ډېر جراات دا حکم کولی شو چې د ليلا په سريال کې د شکل او محتوا ترمنځ مناسب اړيکه ساتل شوې ده، په همدې وجه د يوه ليدونکي په توګه چې ياد سريال مې يو څه په انتقادي نظر کتلی، په افتخار سره ويلی شم چې دا هغه افغانی سينمايي سريال دی چې ليدل يې د وخت ضايع نه ده، بلکې د خوند او پند يوه مجموعه ده.
ښاغلي احمد عارف نوري ته د دې هنري اثر د تخليق مبارکي وايم او ټولو لوبغاړو ته د لا ډېرو برياوو او پرمختګونو هېله کوم، او دعا کوم چې خدای ج هر افغان په خپل کور ارامه او خوشاله ولري.