Homeخبرونهفوټبال؛ د نړیوال جام په تاریخ کې اتلې لوبډلې ته تر ټولو...

فوټبال؛ د نړیوال جام په تاریخ کې اتلې لوبډلې ته تر ټولو لوړه جایزه

د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ د جایزو د پیسو بشپړ جزییات خپاره شول

فیفا د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړیوال جام د جایزو د پیسو رسمي جزییات اعلان کړل. د فیفا پر اساس، د نړیوال جام اتله لوبډله به د تاریخ تر ټولو ستره جایزه، ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه کړي، او د دوهم مقام ګټونکې لوبډله به ۳۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې، چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره شو، په لومړي ځل ۴۸ لوبډلو ګډون کړی و. له همدې امله فیفا د سیالیو د جایزو اندازه هم د پام وړ لوړه کړه.

د فیفا د اعلان له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې پرېکړه شوې وه چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره به د جایزو ټول صندوق ۶۵۵ میلیون ډالره وي، چې دا د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو لوی انعامي صندوق ګڼل کېږي.

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلې لوبډلې ته په لومړي ځل د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ هم ورکوي

د درېیم مقام لپاره په سیالۍ کې انګلستان فرانسې ته ماتې ورکړه او درېیم ځای یې خپل کړ، چې له امله یې انګلیسي لوبډلې ۲۹ میلیون ډالره جایزه ترلاسه کړه. فرانسې چې څلورم مقام یې خپل کړ، ۲۷ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

د جایزو د وېش له مخې:

  • هغو لوبډلو ته چې تر منځلوبو (کوارټر فاینل) پورې رسېدلې دي (ناروې، بلجیم، مراکش او سویس) هرې یوې ته ۱۹ میلیون ډالر ورکول کېږي.
  • هغه لوبډلې چې له ۹م څخه تر ۱۶م مقام پورې ځای لري (مکسیکو، کولمبیا، برازیل، امریکا، پرتګال، کاناډا، مصر او پاراګوای)، هره یوه به ۱۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي.
  • له ۱۷م څخه تر ۳۲م مقام پورې لوبډلو ته ۱۱ میلیونه ډالر ورکول کېږي.
  • او له ۳۳م څخه تر ۴۸م مقام پورې لوبډلو ته ۹ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

سربېره پر دې، فیفا هرې ګډونوالې لوبډلې ته د سیالیو له پیل مخکې د چمتووالي او اداري لګښتونو لپاره ۱.۵ میلیون ډالر اضافي مرسته هم ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام اتلې ارجنټاین ۴۲ میلیون ډالر او د روسیې ۲۰۱۸ نړیوال جام اتلې فرانسې ۳۸ میلیون ډالر د انعام په توګه ترلاسه کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...