Homeخبرونهد فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ مصنوعي ځیرکتیا د هسپانیا د...

د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ مصنوعي ځیرکتیا د هسپانیا د اتلولي وړاندوینه کوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) دد فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام وروستي پړاو ته رسېدلی او نن شپه به د تېر پړاو اتله لوبډله، ارجنټاین او د ۲۰۱۰ کال نړیواله اتله هسپانیا د نړیوال جام د اتلولۍ لپاره په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

دا سیالي چې د امریکا نیویارک ته څېرمه په نیوجرسي کې ترسره کېږي، د افغانستان پر وخت به د شپې ۱۱:۳۰ بجې پیل شي، او د نړۍ د فوټبال د میلیونونو مینه‌والو پام ورته اوښتی دی.

تر پایلوبې مخکې د سپورتي احصایو د شننې لپاره د اوپټا (Opta) د مصنوعي ځیرکتیا سوپر کمپیوټر خپله وړاندوینه خپره کړې، چې پکې هسپانیا د اتلولۍ اصلي ګټونکې بلل شوې ده.

د راپور له مخې، د اوپټا د مصنوعي ځیرکتیا ماډل د ۲۵ زره ډیجیټلي سمولیشنونو پر بنسټ اټکل کړی چې:

  • د هسپانیا د بري چانس ۵۹.۶ سلنه دی.
  • د ارجنټاین د بري چانس ۴۰.۴ سلنه دی.

د سوپر کمپیوټر د اټکل له مخې، هسپانیا ۴۵ سلنه احتمال لري چې لوبه په ټاکلو ۹۰ دقیقو کې وګټي، په داسې حال کې چې د لوبې اضافي وخت ته د لویې د غځېدو احتمال ۲۹ سلنه ښودل شوی دی.

له بلې خوا، ارجنټاین یوازې ۲۶ سلنه چانس لري چې لوبه په عادي وخت کې وګټي.

هسپانیا په خپل تاریخ کې دوهم ځل د نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ارجنټاین اووم ځل د نړیوال جام په پایلوبه کې لوبېږي.

کارپوهان وايي، که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا ماډل هسپانیا ته لږه برتري ورکړې، خو د فوټبال په ډګر کې وروستۍ پرېکړه د لوبغاړو پر کړنې، د روزونکو پر تګلارې او د لوبې پر جریان پورې تړلې وي.

ې د اوپټا مصنوعي ځیرکتیا سوپر کمپیوټر د سپورتي احصایو او معلوماتو پر بنسټ د لوبو د احتمالي پایلو وړاندوینه کوي، خو دا وړاندوینې خامخا پوره دقیقې نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...