تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې د لومړۍ او دوهمې نیمایي ترمنځ د وقفې موده به د موسیقۍ د ځانګړي پروګرام له امله د معمول تر ۱۵ دقیقو اوږده وي.
په لومړي ځل به د نړیوال جام په تاریخ کې د پایلوبې د نیمو ترمنځ ژوندۍ موسیقي وړاندې شي، چې د کولمبیا مشهوره سندرغاړې شکیرا به یې له مهمو ستورو څخه وي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سټېج جوړول او بیا راټولول ټولټال شاوخوا ۱۴ دقیقې وخت نیسي، او د موسیقۍ ننداره به ۱۱ دقیقې دوام وکړي. له همدې امله ښایي د نیمو ترمنځ وقفه نژدې ۲۵ دقیقو ته وغځېږي.
خو ځینې نور راپورونه وایي چې د وقفې وخت به یوازې له ۱۷ تر ۱۹ دقیقو پورې زیات شي.
د شکیرا ترڅنګ به جسټین بیبر، مډونا، د جنوبي کوریا د «BTS» موسیقي ډله، او د نایجیریا سندرغاړی برنا بوی هم په دې هنري پروګرام کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام پایلوبه د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د یکشنبې په ماښام، (څه کم دوه ساعته وروسته) د نیوجرسي په مېټ لایف لوبغالي کې پیل شي.
همدارراز، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ټاکل شوې چې دا مهمه سیالي له نژذې وګوري.