Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه لومړي ځل له چین څخه د ایران له لارې په رېلګاډي...

په لومړي ځل له چین څخه د ایران له لارې په رېلګاډي کې سوداګري مال افغانستان ته راورسېد

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) له چین څخه افغانستان ته د سوداګري توکو چوپه په لومړي ځل د ایران له لارې د افغانستان هرات ولایت ته راورسېده.

ایراني چارواکي وایي چې دا مال په لاره کې د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې له ښکته او بیا بارېدو پرته په مستقیم ډول افغانستان ته رسول شوی دی.

د ایران او افغانستان د رېللارو ريیس مصطفی رضايي ویلي چې دا بار ۵۰۰ ټنه MDF تختې دي چې له بیجینګ څخه بار شوې وې.

د هغه په وینا، رېلګاډی له ترکمنستان څخه ایران ته داخل شو او وروسته د خواف – هرات په رېللارې د روزنک تمځای ته ورسېد.

رضايي زیاته کړه چې دا د ایران له لارې له بیجینګ څخه هرات ته د توکو لومړنی مستقیم رېلي انتقال دی، او بار د ټول سفر په ترڅ کې نه دی ښکته او بیا بار شوی.

هغه وویل، د سمندري او رېلي ګډ ترانسپورټ کارولو له امله د پخوانیو لارو پرتله د بار لېږد وخت او لګښت دواړه کم شوي دي.

د ایران او افغانستان د رېللارو ريیس ټینګار وکړ چې د دې رېلي خدمت پیل ښيي چې د خواف – هرات د رېلګاډي کرښه د سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو د پراختیا نوي پړاو ته داخله شوې ده.

هغه زیاته کړه، که له دې لارې د تېرېدونکو توکو اندازه زیاته شي، نو ایران به د ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د نښلونکې ترانزیټي لارې په توګه خپل موقعیت نور هم پیاوړی کړي.

د خواف – هرات د رېللارې جوړولو چارې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوې او د دې پروژې لومړۍ درې برخې، چې شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، بشپړې او پرانیستل شوې دي.

د دې رېللارې اوږدوالی شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره دی او په څلورو برخو کې طرحه شوې ده. ټاکل شوې چې څلورمه برخه د روزنک تمځای د هرات ښار له مرکز سره ونښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...