تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د افغانستان ترانزیتي سوداګري د پاکستان له لارې په تېرو کلونو کې په بېسارې ډول کمه شوې، ځکه کابل د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره د ایران له لارو څخه زیات کار اخلي. د راپورونو له مخې، دا کمښت د پاکستان له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د پولې له تړل کېدو وړاندې پیل شوی و او د دواړو هېوادونو سرحدي اقتصادونه یې زیانمن کړي دي.
د پاکستاني ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي سوداګري په روان مالي کال کې یوازې ۳۶۷ میلیون امریکایي ډالرو ته ټیټه شوې، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۵ میلیارد ډالره و.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې د ترانزیتي کانټینرونو شمېر ۱۱,۵۹۲ ته راټیټ شوی، چې د وروستیو کلونو تر ټولو کم شمېر دی.
د راپور له مخې، د دې کمښت اصلي دلیل دا دی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول د ایران له ترانزیتي لارو کار اخلي او پر پاکستاني بندرونو یې تکیه کمه کړې ده. که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره خپله پوله وتړله، خو شمېرې ښيي چې د سوداګرۍ د کمېدو لړۍ تر دې پرېکړې مخکې لا پیل شوې وه.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ مالي کال کې شاوخوا ۶۰,۵۰۰ کانټینرونه د پاکستان له لارې تېرېدل، چې دا شمېر په ۲۰۲۱ مالي کال کې نژدې ۸۹,۰۰۰ کانټینرونو ته ورسېد او ارزښت یې شاوخوا ۵ میلیارد ډالره و. دا وده د اشرف غني د حکومت او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو له خرابوالي سره سره رامنځته شوې وه.
د راپور له مخې، هغه مهال کابل پاکستاني بندرونه د نړیوالې سوداګرۍ اصلي لار بلله او سوداګرو یې د دغو بندرونو له کارولو نه راګرځول، ځکه دې کار د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه کمول او د وارداتو پر متکي اقتصاد کې یې د انفلاسیون د زیاتېدو مخه نیوله.
وروسته له هغه چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېد، په لومړیو کې د پاکستان له لارې ترانزیتي سوداګري بیا زیاته شوه. په ۲۰۲۳ مالي کال کې د کانټینرونو شمېر ۱۰۲,۸۸۶ ته ورسېد او د سوداګرۍ ارزښت یې ۶.۷ میلیارد ډالره و.
خو وروسته دا شمېرې په چټکۍ سره راولوېدې. په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴,۱۱۴ کانټینرونه او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲,۹۵۹ کانټینرونه، چې ارزښت یې ۱.۳۶ میلیارد ډالره و، د پاکستان له لارې ولېږدول شول. دا کمښت هم د پولې له تړل کېدو مخکې پیل شوی و.
د سوداګرۍ شنونکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان له خوا د پولې تړل د بدیلو لارو د موندلو پیل نه و، بلکې دا د افغانستان د اسلامي امارت د هغې ستراتیژۍ دوام و چې هدف یې د پاکستان پر بندرونو د افغانستان د تکیې کمول او د ترانزیټ لپاره د بدیلو لارو پراخول دي.
په راپور کې دې ته اشاره نه ده شوې چې افغانستان ولې مجبوره شو چې د پاکستان پر ترانزیتي لارو اتکا کمه کړي. نه هم د افغان سوداګرو د هغو شکایتونو یادونه شوې چې د دوی د محصولاتو د صادراتو په مهال پاکستان خپلې لارې پرې بندوي او دوی ته د میلیونونو ډالرو زیان اړوي.