Homeخبرونهد پاکستان د خره د غوښې لومړنۍ تجارتي محموله چین ته ورسېده

د پاکستان د خره د غوښې لومړنۍ تجارتي محموله چین ته ورسېده

تاند (یک شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۸مه)  د پاکستان د خره غوښې لومړنۍ تجارتي محموله، چې ۲۷ ټنه کنګل شوې غوښه پکې شامله ده، د ګوادر بندر له لارې چین ته ورسېده.

دغه محموله اوس د چین په بازار کې د پلور او وېش پړاو ته داخله شوې ده.

دا صادرات د چینایي شرکت هانګنګ له لوري ترسره شوي دي.

یاد شرکت د پاکستان د ګوادر په ازادې سوداګریزې سیمې کې د خرو د حلالولو او د هغوی د غوښې او پوستکي د پروسس لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

د شرکت مسؤلینو ویلي چې دا د پاکستان تولید شوې د خره غوښې لومړنۍ تجارتي صادراتي محموله ده چې چین ته لېږدول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دې پروسې لپاره کارېدونکي خره د پاکستان له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب او سند ایالتونو، څخه راټولېږي او ګوادر ته تر لېږد وروسته د پروسس په مرکز کې د صادراتو لپاره چمتو کېږي.

د هانګنګ شرکت ویلي، د دې بهیر تر پیل وروسته غواړي خپل صادرات نور هم زیات کړي.

د دې شرکت مسؤلانو تر دې وړاندې د پاکستان ټوډی ورځپاڼې ته ویلي وو چې موخه یې چین ته هره میاشت شاوخوا ۵۰ کانټینره د خره غوښه صادرول دي.

د شرکت چارواکي وایي، د حلالولو او پروسس ټول فعالیتونه د پاکستان د حکومت له ورکړل شویو جوازونو سره سم ترسره کېږي او د صادراتي محمولو لېږد د ګوادر له ازادې سیمې څخه د ګمرکي او امنیتي ادارو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې درې میاشتې وړاندې د ګوادر بندر له لارې چین ته د خره د غوښې او پوستکي صادرات تصویب کړي وو.

په همدې حال کې، یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که پاکستان کې د خرو د روزنې او نسل د زیاتوالي لپاره مناسب پلانونه جوړ نه شي، د چین د تقاضا زیاتوالی ښايي په راتلونکو کلونو کې په پاکستان کې د خرو پر شمېر منفي اغېز وکړي.
د خره د غوښې صادرات د پاکستان لپاره یو نوی سوداګریز فرصت ګڼل کېږي، خو د دې ترڅنګ اړینه ده چې د خرو د روزنې او ساتنې لپاره دوامدارې تګلارې عملي شي، څو د زیاتې سوداګریزې غوښتنې له امله د دې حیوان شمېر له خطر سره مخ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...