تاند (یک شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۸مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې ویلي چې په بلخ ولایت کې یې له ۴۰۰ زیانمنو ښځو سره نغدي مرستې کړې دي.
دې ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه نغدي مرسته د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ته وېشل شوې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دا مرستې له امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو سره مرسته کوي چې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د خپلو ماشومانو د خوړو وضعیت هم ښه کړي.
سره صلیب تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له بېلابېلو زیانمنو ډلو، لکه زلزله ځپلو او هېواد ته له راستنېدونکو کورنیو سره بشري مرستې کړې دي.
د امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ملاتړ د ټولنې د روغتیا او د ماشومانو د سالمې ودې لپاره خورا مهم دی.
دا ډول مرستې د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزناک رول لري، خو د دوامداره حل لپاره د روغتیايي او اقتصادي ملاتړ پراختیا هم اړینه ده.