تاند (یک شنبه د چنګاښ/سرطان ۲۸مه) نیمروز کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند، ګلمحمد قدرت، وایي چې د دې ولایت په دښتو کې د ۱۹ ورکو شویو کسانو له ډلې د پنځو تنو مړي موندل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو کسانو مړي دوه ورځې مخکې د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د پاتې ۱۴ لادرکو د موندلو لپاره د لټون هڅې لا هم روانې دي.
یاد ۱۹ افغان تنکي ځوانان، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، دوه ورځې وړاندې د نیمروز په دښته کې د موټر د خرابېدو له امله ورک شوي وو.
د نظرخاوندان وایي، بېکاري، اقتصادي ستونزې، فقر، د کار او ښه ژوند د فرصتونو نشتوالی او د قاچاقبرانو دروغجنې ژمنې هغه مهم عوامل دي چې خلک په ناقانونه ډول له خطرناکو لارو د ایران پر لور تګ ته اړ باسي.
دوی وایي، د اوبو او خوړو کمښت، سخته ګرمي، د لارې نه پېژندنه او د ژغورنې امکاناتو نشتوالی د داسې سفرونو مرګونې پایلې لا پسې زیاتوي.
کارپوهان وایي، د دغو پېښو د مخنیوي لپاره یوازې د امنیتي تدابیرو زیاتول بسنه نه کوي، بلکې د کډوالۍ د اصلي لاملونو حل ته اړتیا ده.
د دوی په باور د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول، اقتصادي وضعیت ښه کول، خلکو ته د ناقانونه سفرونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکول او د انسان قاچاق کوونکو شبکو پر وړاندې جدي مبارزه کول هغه اساسي ګامونه دي چې کولی شي د ورته غمیزو د تکرار مخه ونیسي او د بېګناه افغانانو ژوند خوندي وساتي.