تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) راپورونه وايي چې په هلمند ولایت ۶ زره او ۸۸۲ کیلوګرامه قاچاقي درمل سوځول شوي او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې د قاچاقي توکو له واردولو ډډه وکړي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په سوځول شویو درملو کې، چې په تېرو درو اوونیو کې کشبق او ضیط شوي وو، ۵ زره او ۷۲۲ کیلوګرامه د انسانانو درمل او یو زر او ۱۶۰ کیلوګرامه کرنیز درمل شامل وو.
په هلمند کې د سیمهییزو چارواکو په وینا، دا درمل د محکمې له حکم وروسته له منځه یوړل شول.
په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې دا درمل له کوم هیواده افغانستان ته په قاچاق راوړل شوي وو خو هلمند او نیمروز ته عموماً له پاکستانه درمل په ځانګړي ډول بې کیفیته درمل راوړل کېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې له پاکستانه افغانستان ته د بې کیفیته پاکستاني درملو قاچاق وروسته له هغه ډېر شوی چې تېر کال د طالبانو حکومت د پاکستاني درملو پر واردولو بندیز ولګاوه.
سره له دې چې د دې بندیز له کبله د افغانستان د درملو په بازار کې د ځینو درملو کمښت شته او خلک شکایت لري، خو ورسره په دې موده کې د چارواکو په وینا د درمل جوړولو شاوخوا ۱۰۰ شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي او اکثرو تولید هم پیل کړی دی.