تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي چې د جګړې په دې موده کې یې له مجتبی خامنهيي سره نه دي لیدلي او یوازې یو محدود شمېر کسانو ورسره کتلي دي.
عراقچي وویل: «د مشر په توګه د مجتبی خامنهيي معرفي کېدا امریکا ته د ځواک او اقتدار پیغام ولېږه.»
هغه د جګړې په لومړیو ورځو کې د پخواني مشر علي خامنهيي پر استوګنځي د بمبارۍ په اړه وویل، دا برید د یوې امنیتي تشې له امله ممکنه شوی وه.
د هغه په وینا، دې امنیتي تشې نه یوازې امنیت، بلکې د پرېکړو او پالیسۍ جوړولو پر بهیر هم اغېز کړی و.
عراقچي زیاته کړه: «هغه ورځ چې موږ له بیت څخه د وتلو په حال کې وو، ما له ښاغلي حجازي څخه وپوښتل چې ایا مشر هم دلته دی؟ هغه وویل چې نه پوهېږي.»
هغه وویل، حجازي له کنډوالو څخه راویستل شو، خو د هغه د دفتر منشي په برید کې داسې ووژل شو چې د جسد هېڅ پاتې شوني یې ونه موندل شول. د ده په خبره، په څو ثانیو کې د بیت پر ودانۍ درې پرلهپسې بریدونه وشول.
عراقچي یو ځل بیا ادعا وکړه چې علي خامنهيي د اسراییل او امریکا د بریدونو په لومړۍ ورځ ووژل شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، له لومړۍ ورځې داسې پلان جوړ شوی و چې که د اسلامي جمهوریت مشر په نښه شي، د هرمز تنګی به وتړل شي.
ده زیاته کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او وسلهوالو ځواکونو له هماغه وخته د جګړې د بیا پیل احتمال حتمي باله، له همدې امله پوځ د مذاکراتو پایلو ته په تمه نه شو.
عراقچي د مذاکراتو د پرېکړو د بهیر په اړه وویل، د ایران د ملي امنیت عالي شورا په دارالانشا کې د مذاکراتو د څار لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه، چې لومړی یې مشري علي شمخاني او وروسته علي لاریجاني کوله، او د مذاکراتو ټولې مهمې پرېکړې د همدې چوکاټ له لارې کېدې.
هغه ټینګار وکړ چې ایران ته سپارښتنه شوې وه چې د یورانیمو د بډاینې د ځنډولو غوښتنه ونه مني، ځکه د ده په وینا، د دې غوښتنې منل به په دې معنا وای چې مقابل لوري د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدلي او دا به د ایران لپاره تر پوځي زیانونو هم لویه ضربه وه.