جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+په دې ورځ لومړني انسان پر سپوږمۍ پښه کېښوده

په دې ورځ لومړني انسان پر سپوږمۍ پښه کېښوده

تاند- له نن څخه ۵۵ کاله پخوا د ۱۹۶۹ د جولای په ۲۰ مه په لومړي ځل انسان پر سپوږمۍ پښه کېښوده.

امریکايی ستورمزلی نیل ارمسترانګ او ایدوین الدرین لومړني انسانان وو چې په اپولو ماموریت کې سپوږمۍ ته لاړل او څو ساعته وروسته له دې چې د دوی ستوربېړۍ پر سپوږمۍ کېښناسته، ارمسترانګ لومړنی بشر و چې پر سپږمۍ یې پښه کېښوده.

نیل ارمسترانګ د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو غړی و، له فضايي ماموریتونو سره یې ځانګړې مینه وه او له همدې کبله د اپولو ماموریت وروسپارل شو. ایډوین الدرین د امریکا په هوايي ځواک کې دنده لرله او په فضايي الوتنو کې یې ډېره تجربه لرله. په همدې خاطر سپوږمۍ ته د انسان د لومړني ماموریت د پېلوټۍ مسوولیت وروسپارل شو.

سره له دې چې الدرین د دې ماموریت مشري په غاړه لرله خو کله چې د دوی اپولو سپوږمۍ ته ورسېده، د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې یا ناسا له لوري یې پیغام ترلاسه کړ:

«لومړی پېلوټ!…. لومړی پېلوټ…..»

خو لومړی پیلوټ یعني الدرین زړه نا زړه او سخت بېرېدلی و، زړه یې نه شوای کولی چې له اپولو کښته شي، بیره یې په دې وه چې د سپوږمۍ په خاوره پورې به ونښلي، یا به وسوځي.

په همدې منځ کې له ناسا څخه بل پیغام ورته راغی:

«مرستیال پېلوټ!، مرستیال پېلوټ!»

ارمسترانګ له اپولو ووت او پر سپوږمۍ یې ګامونه واخیستل او په دې توګه یې د بشر په تاریخ کې د لومړني انسان په توګه چې د سپوږمۍ پر مځ یې ګامونه لګېدلي، خپل نوم ثبت کړ.

نوموړي سپوږمۍ ته له رسېدا سره سم وویل، د انسانانو ته د یوې لویې لاسته راوړنې لپاره کوچنی ګام اخلي:

“زه د زینې په پوړۍ کې یم، د سپوږمۍ سطحه ډېره ښه او پسته ښکاري، کله چې ورنژدې شې د پوډرو په شان ښکاري. دا دی زه د یوې لویې بریا لپاره پرې کوچنی ګام ږدم.”

د ۱۹۶۹ کال د جولای پر ۲۰ هغه مهال چې آرمسټرانګ سپوږمۍ ته وخوت، سلګونه میلیونه وګړو یې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې له تلویزیونونو څخه ننداره کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب