تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو ویلي چې د کورمې په پوله کې یې «د افغان لوري له بې موجبه ډزو وروسته پراخ او اغېزناک ځوابي عملیات کړي دي.»
د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې چې، افغان ځواکونو پر سرحدي پوستو د درنو وسلو، هاوانونو او نورو وسلو بریدونه وکړل، چې وروسته پاکستاني ځواکونو سمدستي او سخت غبرګون وښود.
سرچینې ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپکو او درنو وسلو، په ګډون د توپخانې، په وسیله د افغان لوري سرحدي پوستې، د هاوان ځایونه او دفاعي مورچلونه په نښه کړل.
د افغانستان دفاع وزارت او نورو امنیتي چارواکو د پاکستان د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو په په پکتیا ولایت کې ځینې سرچینې تاییدوي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې شوې دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو په خبره، د دوی ځواکونو د سرحدي سیمو بشپړ کنټرول ساتلی او د ځوابي بریدونو په پایله کې افغان ځواکونه اړ شوي چې څو پوستې پرېږدي او شاتګ وکړي.
دوی ویلي چې د پولې وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي او امنیتي ځواکونه د هر ډول احتمالي تحرک پر وړاندې د چټک او پرېکنده غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري.
لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه دا معلومات د پاکستاني امنیتي سرچینو او د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ دي. د دې ادعاوو په اړه افغان چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.