تاند – د عربې ژبې «امبيسي» تلویزیوني شبکې د روژې میاشتې په پیل کې د «معاویه» سریال خپرېدا پیل کړې ده. د دې جنجالي سریال د خپرېدو په اړه له دوو کلونو راهیسې بحثونه روان دي.
دا سریال محمد السیاري، خالد صالح او بشار عباس لیکلی، او احمد مدحت یې ډایرکتري کړې ده.
د «معاویه» سریال موضوع څه ده؟
د «معاویه» سریال پېښې، چې د اموي خلافت د بنسټګر معاویه ژوند او د هغه د واکمنۍ د دورې په اړه دی؛ په دمشق کې رامنځته شوې دي.
دا سریال د معاویه په زوکړې پیل کیږي، دا هغه کلونه دي چې اسلام تازه ظهور وکړ.
په لومړیو برخو کې پېښې ډېرې ژر تېریږي او په حقیقت کې پېښو ته سرسري کتنه کېږي؛ په دې کې د مسلمانانو او د مکې د واکمنو قریشو ترمنځ جنجالونه، له مکې څخه مدینې ته د مسلمانانو هجرت، د قریشو او مسلمانانو ترمنځ جګړې، د مسلمانانو له لوري د مکې فتحه او همداراز د حضرت ابوبکرصدیق، حضرت عمر او حضرت عثمان د خلافت موضوعات شامل دي.
د سریال د کارکوونکو په وینا، اصلي پېښې د حضرت عثمان (درېیم خلیفه) له مرګه وروسته پیل کېږي او په هغې کې هغه دوره تشریح کیږي چې «لویه فتنه» بلل کېږي؛ هغه دوره چې د معاویه او علي ابن ابی طالب ترمنځ اختلاف او جګړه، د معاویه او حسن ابن علي ترمنځ شخړې او ورپسې پېښې بیان شوي دي.
تراوسه څرګنده نه ده چې دغو شخړو او اختلافاتو ته، چې لا هم د مسلمانانو د بیلابیلو فرقو په ځانګړي ډول د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ پرې د نظر اختلاف شته، څرنګه کتنه شوې ده.
ځینې سرچینې وایي چې په دې سریال کې د یزید (د معاویه زوی) واک ته رسیدا او همداراز د عاشورا پېښه، چې پکې امام حسین شهید شو، هم انځور شوي دي.
البته، په لومړیو برخو کې معاویه داسې هوښیار شخصیت انځور شوی چې د اسلام پیغمبر ته نژدې کس او د وحي له لیکونکو یا کاتبانو څخه دی، چې حتی د مکې له فتحې څخه مخکې یې له اسلام سره د خپل پلار په مخالفتونو حیرانتیا ښودله.
تر ټولو ګرانه تمام شوی عربي سریال
د «معاویه» سریال د جوړولو کار د ۲۰۲۲ کال په جون کې په ۱۰۰ میلیون ډالره بودجې پیل شو.
د دې سریال فلم په تونس کې اخیستل شوی، لوبغاړي او د صحنې تر شا کارکوونکي یې تقریباً د ټولو عربي هېوادونو اتباع دي. د معاویه رول د سوریې «لجین اسماعیل» او د علي ابن ابی طالب رول د اردن «ایاد نصار» لوبولی دی.
د جوړېدو له پیله جنجال
له کله چې د «معاویه» سریال په اړه چمتووالی پیل شو، ورسره جوخت جنجالونه شروع شوي دي.
ډېرو خلکو دا یوه «حساسه موضوع» ګڼله چې د فرقوي اختلافاتو سبب کېدای شي؛ همدې ستونزې د دې سریال په خپرېدو کې دوه کلن ځنډ رامنځته کړ.
د روژې له میاشتې مخکې، د عراق رسنیز سازمان په خپل هېواد کې د دې سریال خپرېدا منع کړه.
دې ادارې په یوه بیان کې وویل: «د جنجالي تاریخي تولیداتو خپرول د فرقوي شخړو سبب کېدای شي؛ دا داسې موضوع ده چې د ټولنې په سولهییز ګډ ژوند، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې، تهدید رامنځته کوي.»
دغه سازمان همدارنګه د عراق له «امبيسې» غوښتنه کړې چې دې فرمان ته غاړه کښېږدي او سریال خپور نه کړي؛ که نه، نو د رسنیزو ضوابطو د سرغړونې په صورت کې به قانوني ګامونه پورته شي.
«ساترا»، چې د ایران د دولتي راډیو تلویزیون یوه څانګه ده او تر خپل کنټرول لاندې رسنیو چارې څاري، د دې سریال ډوبله او په ایران کې د صوتي او تصویري رسنیو له لارې د هغه خپرېدا منع اعلان کړې ده. دې ادارې ویلي چې په دغه سریال کې هڅه شوې چې د بني امیه کورنۍ تطهیر یا پاکه شي.
خو سره له دې په ټیلګرام چاینل کې، چې ډېر ایرانیان یې کاروونکي دي، د دغه سریال هره برخه له خپریدو سره سم په فارسي ژباړل شوې او فارسي متن یې د لمنیک په ډول خپور شوی دی.
د ایران د لوی مشر علي خامنهيي استازي حسن عاملي د دې سریال د جوړولو په خاطر د سعودي عربستان پر چارواکو توندې نیوکې وکړې، ویې ویل:«دا سریال د مسلمانانو د لیکو د ګډوډولو، د اختلاف او د شخړو د رامنځته کولو او همدارنګه صهیونيانو ته د امنیت د برابرولو په موخه جوړ شوی دی.»
پر سریال انتقادونه
له خپرېدو وروسته، پر سریال ډېر انتقادونه شوي دي؛ په تېره بیا په لومړیو برخو کې تاریخي پېښو ته د سرسري پام او له هغو څخه د ژر ژر تېریدو او د ځینو مقدسو شخصیتونو د تمثیل له امله.
د مصر یو لیکوال او رسنیز فعال «احمد الطاهري»، چې د «اکسترا نیوز» تلویزیوني شبکې مشر دی، په خپله فیسبوکپاڼه کې په دې انتقاد کړی چې ځینو مهمو جزئیاتو ته پام نه دی شوی او همداراز د ځینو شخصیتونو لپاره د ټاکل شویو لوبغاړو انتخاب په زړه پورې نه دی.
الطاهري د سریال په ځینو برخو کې د دمشق د ودانیو د معمارۍ بڼه «اروپایي» بولي، او وايي چې د دې ښار له اصلي معمارۍ سره هیڅ ورته والی نه لري.
همدارنګه، هغه د ښځو په سینګار کې «په ښکاره ډول د نن ورځې فېشن» ګوري، چې د ده په باور د تاریخي نقشونو لپاره مناسب نه دی.
خو د مذهبي شخصیتونو لکه حضرت ابوبکر، حضرت عمر او حضرت علي پر تصویرولو د دیني ادارو له خوا سخته نیوکه شوې ده.
د مصر د الأزهر پوهنتون په نظر، د صحابهوو انځورول «د شریعت خلاف» ګڼل کېږي.
الأزهر په خپله رسمي ویبپاڼه کې د «معاویه» سریال په اړه فتوا نه ده خپره کړې، خو «المصری الیوم» ورځپاڼې په دې اړه راپور خپور کړی او د «عمر بن خطاب» سریال په اړه یې د الأزهر دریځ یاد کړی دی.
د «عمر بن خطاب» سریال هم په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي عربستان د امبيسي له لارې خپور شو؛ او په هغه کال کې، الأزهر په خپل احتجاج کې د صحابه د تصویرولو عمل «د شریعت خلاف» ګڼلی و.
په همدې اساس، د «مصر تایمز» ویبپاڼې لیکلي چې مصري حقوقپوه «هيثم المغربي»، په یوه قضایي شکایت کې هڅه کوي چې په مصر کې د «معاویه» سریال خپرېدا د «حضرت علي ابن ابی طالب د تصویرولو» په خاطر منع شي.
د سریال د لیکوال ځواب
د دې ټولو بحثونو، جنجالونو او انتقادونو ترڅنګ، د «معاویه» سریال ډېر مینه وال لري چې په ټولنیزو شبکو کې له منتقدانو او مخالفانو سره بحث کوي.
د سریال یوه لیکوال خالد صالح، په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي: «معاویه یوازې یو مُدبر واکمن یا نظامي قوماندان نه و، بلکې یو داسې انسان و چې د وخت په تېریدو سره لا پسې صیقل شو، لکه څنګه چې اور فلز صیقل کوي. هغه د ضرورت په مهال سخت جدي او زړور و او د وخت په تیریدو سره نرم او صبور شو.»
صالح د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «موږ هڅه وکړه چې له معاویه سره د یو انسان په توګه نژدې شو؛ هغه انسان چې د سیاسي زلزلې له امله مجبور شو چې د هغو کړکېچونو اصلي لوبغاړی شي، چې ده په خپله نه و انتخاب کړي، بلکې برخلیک پرې تپلي وو.»
د معاویه وجودی فلسفه یو تریخ ” واقعیت ” ؤ خو ” حقانیت ” ئی نه درلود.
حضرت معاویه رض او د دوی کورنۍ ته د الله تعالی جنتونه په نصیب کړي . امویان د اسلام په تاریخ کې ځلانده برخه لري . هم حقیقت دی ، هم واقعیت .